• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا یعقوب مجاهد: په خپلو اولادونو باندې عصري او دیني زده کړې وکړئ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې دینې مدرسې فراغت غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، خلک باید خپل اولادونه بې تعلیمه پرېنږدي او زده کړې پر وکړي. په داسې حال کې چې یادې ډلې له څلورو کالونو راپردېخوا د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.

محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې څخه د طالبانو فراغت غونډه کې ګډون کړی و.

نوموړي د فراغت غونډې پرمهال خپله وینا کې ویلي، چې د زده کړو لپاره زمینه برابره ده او خلک باید په خپلو اولادونو عصري او دیني زده کړې وکړي.

یعقوب مجاهد زیاته کړې:«موږ د حکومت په توګه، د پوځ په توګه، د‌پولیس په توګه او د یو نظام په توګه توله ستاسو په خدمت کې یوو. ځیني په سرحداتو کې له خاورې څخه ساتنه کوي، ځیني د کورونو، مدرسو، ښوونځیو، پوهنتونو، د سوداګرۍ مرکزونه ساتنه کوي او ستاسو د امنیت سر او مال ساتنه کوي. زموږ غوښتنه داده، چې ښوونځي او مدرسې درته جوړ دي او تاسو یې ملاتړ وکړئ خپل اولادونه بې تعلیمه مه پریږدئ.»

دغه لوړپوړي طالب چارواکي د خپلې وینا پرمهال د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه څه نه دې ویلي.

نوموړي پرداسې مهال خلک د خپلو اولادونو زده کړو ته هڅولي، چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې یادې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی، چې له امله یې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

اصف دراني: د تهران په غونډه کې د طالبانو نه ګډون د دغه ډلې سیاسي نابالغتیا ښیي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی، اصف دراني وايي چې د تهران په سیمه ییزه غونډه کې د طالبانو نه ګډون د دغه ډلې سیاسي نابالغتیا ښیي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې د تهران په سیمه ییزه غونډه کې به ګډون ونه کړي.

ښاغلي دراني پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا پریکړه دا دلیل روښانه او پیاوړی کوي چې طالبان نشي کولی په یوه مسله خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو په ساده ډول د «نه منلو» چلند غوره کړی، کوم چې یو غیر فعال چلند دی او جدي ستونزې نه شي حل کولی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې دوی به د تهران په سیمه ییزه غونډه کې ګډون ونکړي.

یاد وزارت د خپل نه ګډون لپاره واضح دلیل نه دی ورکړی، مګر ویلي یې دي چې دوی د سیمه ییزو سازمانونو او دوه اړخیزو میکانیزمونو له لارې د سیمه ییزو هیوادونو سره فعالې اړیکې لري.

ټاکل شوې ده چې تهران په دې اونۍ کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربه توب وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

شاه محمود میاخېل: پر افغانستان د بشري مرستو د درولو کمپاین په اړمنو خلکو ظلم دی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل پر افغانستان د بشري مرستو درولو کمپاین ته په غبرګون کې ویلي، چې دا کمپاین د انساني، اخلاقي، افغاني او ټولو ارزښتونو خلاف عمل دی.

د پخواني جمهوري نظامي دغه چارواکي ویلي، چې ځینو کسانو د طالبانو لاس ته د بشري مرستو لوېدو په پلمه افغانستان ته د مرستو درولو کمپاین پیل کړی دی.

نوموړي ویلي، چې د ډیری افغانانو ژوند پر بشري مرستو تکیه دی او عام ولس باید د طالبانو یا نړیوالو د ناسمو پالیسیو قرباني نه شي.

شاه محمود میاخېل زیاته کړې، چې له بشري مرستو څخه د طالبانو د استفادي مخنیوي لپاره دې د مرستو درولو کمپاین پرځای داسې لارې چارې ولټول شي، چې بشري مرستې حقدارو کسانو ته ورسیږي.

میاخېل ویلي:« د ولس په ضد د مرستو بندیدل ظلم دی. په هېڅ صورت کې باید په ولس باندې مرستې ونه درول شي. په ولس مرستې درول د انساني، اخلاقي، افغاني او ټولو ارزښتونو خلاف عمل دی.»

شاه محمود میاخېل په مشخص ډول د کوم چا د نوم یادونه نه ده کړې، خو وايي، افغانستان ته د مرستو درولو په کمپاین کې داسې کسان لاس لري، چې افغانستان کې هېڅ خواخوږي او خپلوان نه لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې افغانان باید د هېڅ ډول سیاسي او خود غرضه کمپاینونو قرباني نه شي او د هرې مبارزې موخه باید د افغانستان د ولس سوکالي او ارامي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم د طالبانو له خوا د بشري مرستو پر استفاده نیوکې شوې وي.

تاجمیر جواد: ځينې داخلي او بهرنۍ کړۍ نظام ته ستونزې جوړوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد وايي، چې ځینې داخلي او بهرنۍ کړۍ هڅې کوي، چې د بېلابېلو بهانو پر اساس افغانستان ته ستونزې جوړ کړي. هغه زیاتوي، موږ جګړه نه‌غواړو، خو که جګړه پر مونږ وتپل شي نو له خپلې واکمنۍ به کلکه دفاع وکړو.

د طالبانو د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد چې نن شنبه، د لیندۍ ۲۲مه یې د یوې مدرسې په فراغت غونډه کې وینا کوله وویل، چې د دوی ډله په دې باور لري چې د دیني علومو په ودې او پرمختګ سره اسلامي سپېڅلې عقیده تضمین کېږي او د عصري علومو په وده او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یو.

تاجمیر جواد وايي:«موږ جګړه نه‌غواړو، خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل اسلامي شرعي نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لاره کې به داسې وړتیاوې ښکاره کړو، چې ټولې اوسني محاسبې به ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.»

دا سرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د خپلې واکمنۍ او د امیر د اطاعت په اړه بحثتونه زیات شوي دي.

حقاني ته د طالبانو د سرحدي پولیسو قوماندان کنایه؛ بې‌باوري صف ماتوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني انتقادي څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبانو د سرحدي پولیسو قوماندان حزب الله افغان ویلي، که په صف کې باور له منځه لاړ شي، هغه صف ماتې خوري.

د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان حزب الله افغان ویلي، چې په اسلامي نظام کې اطاعت یوازې اداري اصول نه بلکې شرعي حکم دی.

نوموړي ویلي، چې «اطاعت هغه وخت برکت راوړي چې له اخلاص، تقوا او پاک نیت سره مل وي.»

د طالبانو د سرحدي پولیسو قوماندان زیاته کړې:«د مجاهدینو صف باید د اعتماد او باور پر بنسټ جوړ وي، نه د بدګماني، نه سیالي او نه هم شخصي تمایلات.»

دغه طالب چارواکي ویلي، که یو صف کې اعتماد له منځه لاړ شي هغه صف ماتي خوري.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تېره ورځ د خوست په یوه جومات کې د وینا پرمهال د وېرې او ډار پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل:«هغه حکومتونه چې ولس وېروې، هغه حکومت نه دی.»

حقاني له خلکو سره د طالبانو چلند ته په اشاره ویلي:«مونږ یو ځل امپراتورانو لخوا محکم شوي یوو، خو اوس موږ پخپل منځ کې دومره تحمول او برداشت نه لرو او ددې په ځای چې مونږ یې محکوم کړو، باید دا پټې له منځه یوسو او داسې تعامل ورسره وکړو چې بدبینۍ له منځه لاړې شي.»

د حقاني دغه څرګندونو ته د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر هم غبرګون ښودلی او وايي، چې په اسلامي نظام کې یوازې یو امیر شتون لري او له هغه باید اطاعت وشي.

طالبان: غزني کې مو نږدې ۹ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي سوځولي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په غزني ولایت کې یې د تېر یوه کال په لړ کې نیول شوي، زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي سوځولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تېر یوه کال په لړ کې په غزني ولایت کې نیول شوي زرګونه نشه يي توکي یې نن وسوځول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په یادو سوځول شویو نشه يي توکو کې ۴۶۴ کیلوګرامه چرس، ۳۶۵ کیلوګرامه تریاک، ۷۷۴۳ کیلوګرامه ایف، ۳۵۰ کیلوګرامه هیروین، ۱۵ کیلوګرامه شیشه، ۳۵۰۰ دانې نشه يي ګولۍ او نور نشه يي توکې شامل وو.

طالبانو د یادو نشه يي توکو د قاچاق او کاروبار په تور د نیول شویو کسانو په اړه څه نه دې ویلي.

سره له دې چې طالبانو په عام ډول د نشه يي توکو پر کر او قاچاق بندیز لګولی، خو لا هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د تریاکو کرل او کاروبار دوام لري.