طالبانو په ۱۲ ولایتونو کې د نشهیي توکو د کاروبار په تور ۲۳ کسان نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر ضد ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې، په ۱۲ ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د نشهیي توکو پر ضد ځواکونو یې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې، په ۱۲ ولایتونو کې ۲۳ کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې د کاپیسا، تخار، بامیانو، بلخ، پنجشېر، بدخشان، خوست، هلمند، فراه، جوزجان، فاریاب او کندز ولایتونو کې ۲۳ تنه نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو لهخوا د نشهیي توکو بېلابېل ډولونه ترلاسه شوي چې پهکې چرس، تریاک، شیشه او له زرو دانو زیاتې نشهیي ګولۍ شاملې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د نشهیي توکو پر ضد مبارزه به په جدي ډول روانه وساتل شي او له قاچاق او پلور سره تړلي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.


د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په تهران کې د سیمهییزې ناستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا ناسته د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل، د ملي، سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره حیاتي فرصت ګڼل کېږي.
حنیف اتمر پر اېکس پاڼه لیکلي چې د تهران په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو هڅه باید د افغانستان د سیاسي ناورینونو د حل لپاره یوه ګډه او همغږه تګلاره رامنځته کړي.
حنیف اتمر زیاتوي: «د تهران په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې هېوادونه د سیاسي بهیر د پرمختګ او د ملي، سیمهییزو او نړیوالو هڅو د همغږۍ لپاره مهم فرصت لري، څو د افغانستان د بحرانونو پایدار حل لارې وموندل شي».
نوموړي ویلي، دوی هیله لري چې دا ناسته د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل اړتیا ته پام وکړي، څو د کورنیو بحرانونو اړخونه وڅېړل شي او د افغانستان د دولت مسولیتونه او نړیوالې ژمنې پوره شي.
د بهرنیو چارو د دې پخواني وزیر په خبره: «هیله لرو چې ناسته پر دې ټینګار وکړي چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات ژر پیل شي، د ملګرو ملتونو په مرسته ترسره شي او افغان اړخونه په دې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي».
اتمر د افغانستان د سیاسي جریانونو د سهشنبې د ورځې ګډې اعلامیې اهمیت هم روښانه کړی او ویلي یې دي چې دا اعلامیه باید سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.
نوموړي لیکلي: «د سیاسي جریانونو ګډه اعلامیه باید ټولو سیمهییزو او نړیوالو اړخونو ته ډاډ ورکړي چې افغان سیاسي جریانونه د بحرانونو د سیاسي حل لپاره یو غږ او چمتو دي.»
د هغه په وینا، اوس وخت دی چې سیمهییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د سیاسي همغږۍ او د پایدارې حل لارې د موندنې لپاره خپل فعال رول ولوبوي. حنیف اتمر د کوربه هېواد ایران او د ناستې ګډونوالو هېوادونو هڅې وستایلي دي.
دې پخواني افغان چارواکي خپل اېکس پوسټ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې منشن کړي. نوموړي زیاته کړې، اوس وخت دی چې سیمهییز هېوادونه او نړیواله ټولنه د همغږۍ او د سیاسي حل لارې موندنې لپاره خپل رول ترسره کړي.
اتمر ټینګار کړی چې د سیمهییزې ناستې بریا نه یوازې د طالبانو په ګډون پورې اړه لري، بلکې د ټولې سیمې د همغږۍ، مسولیت او هدف د روڼتیا په لرلو پورې تړلې ده. د هغه په خبره، د ملګرو ملتونو ملاتړ د مذاکراتو او سیمهییزو هڅو په بریالیتوب کې مهم رول لري.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي چې جنګیالیو یې د بدخشان ولایت په مرکز فیضآباد کې د طالبانو پر یوې قطعه برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د طالبانو ضد وسلهوالې ډلې ازادۍ جبهې په اېکس لیکلي، جنګیالیو یې دا عملیات د شنبې په ورځ ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ په ۲۲مې نېټې ، د ماښام شاوخوا په شپږو بجو د بدخشان ولایت د جوار دفتر په نږدې سیمه کې ترسره کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا برید د طالبانو پر هغه قطعه شوی چې د سیمې د خلکو د غږ د خاموشولو، وېره خپرولو او د خپل جبري واک د ټینګښت لپاره یې فعالیت کوه. همدا راز ادعا شوې چې د یاد برید په ترڅ کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او یو ټپي شوی، خو د ازادۍ جبهې چریکانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
یادې جبهې ویلي چې، دا عملیات د ولسي امنیت د ټینګښت او د طالبانو د جبري واک محدودولو په موخه ترسره شوي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

سرېلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر محمد اشرف حیدري په ایران کې د افغانستان په تړاو د روانې غونډې په اړه ویلي، دې ناسته کې د طالبانو ګډون پرېکړه کوونکی نه دی، بلکې اصلي اهمیت دا لري چې سیمې هېوادونه افغانستان کې د مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره ګډه اراده او همغږي لري او که نه.
محمد اشرف حیدري پر اېکس یوې لیکنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان ناورین یوازې د داخلي تحولاتو محصول نه دی، بلکې په سیمه کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي موازنو، او د بهرنیو لوبغاړو د نفوذ له کبله رامنځته شوی.
حیدري زیاته کړې: «اصلي ازموینه نه د طالبانو په غونډه کې ګډون دی او نه هم د یوې ځانګړې غونډې پایله، بلکې د سیمې توانایي ده چې په یو واضح او ګډ هدف عمل وکړي».
هغه وايي، که سیمهییز هېوادونه په دې برخه کې تفاهم ته ورسیږي، نو دوی به د طالبانو پر وړاندې یو حقیقي اهرم ولري ترڅو هغوی یوې پراخې سیاسي موافقې ته تشویق کړي، هغه موافقه چې د افغانانو په ژوند کې بدلون رامنځته کړي، سیمهییز ثبات تضمین کړي او نړیوال امنیت ته مرسته ورسوي.
هغه د ملګرو ملتونو رول هم حیاتي بللی او ویلي یې دي: «د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوې منظمې سیمهییزې ډېپلوماټیکې لارې پرمخ وړل کولی شي د ګاونډیو هېوادونو او کلیدي شریکانو ترمنځ اعتماد زیات کړي، د ګټې او زیان پر بنسټ محاسبې کمې کړي، او تعاملات د ګډو اصولو او روښانه معیارونو پر اساس قوي کړي».
حیدري وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو ملاتړ سره یوه سیمهییزه موافقه چې د ټولشموله حکومت، د بشري حقونو ساتنې، د ترهګرۍ پر ضد څرګند تضمینونو او بشردوستانه لاسرسي تمرکز ولري، د پراخو او بېهمغږه کړنو پرځای د افغانستان لپاره د یوې پایدارې سیاسي حل لارې تر ټولو عملي او موثره لاره ده.
هغه په پای کې ویلي: «یو داسې سیاسي تړون چې د سیمهییزو او نړیوالو خواوو ملاتړ ولري، کولی شي له میلیونونو افغانانو سره د امید او د راتلونکي لپاره د روښانه لید لاره بېرته راوړي».

په داسې حال کې چې د تېرو دوه میاشتو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچونه زیات شوي، د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د امنیتي چمتوالي د لوړولو په موخه له خپلو پوستو لیدنه کړې.
د طالبانو ۲۱۵ عزم قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه لیدنه د ۱۴۰۴ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۳مه، د یکشنبې په ورځ ترسره شوه چې موخه یې امنیتي چمتوالی او نویو پوستو د چارو څارنه وه.
په خبر پانه کې راغلي، د ارزونې دغه لیدنه مولوي محمد ایوب «خالد» د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوله، چې پکې د قول اردو درستیزوال الحاج ملا نصیبالله «زبیر»، ملا خان محمد «حاجي اسد» او یو شمېر نور طالبان چارواکي هم شامل وو.
ویل شوي چې دغه پلاوي د بهرامچې ولسوالۍ او اړوندو سیمو، لکه بهرامچه، چټو، چکيچ او بيبي جانه کې د فرضي کرښې له کندکونو، ټولیو، پوستو او مېشتو طالبانو سره ولید او همداراز یې د نوو جوړېدونکو پوستو د رغنیزو چارو بهیر وڅاره.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د سرحدي پوستو د ستونزو ارزونه، د امنیتي چمتووالي کچه لوړول او د تجهیزاتو او اکمالاتو د پیاوړتیا هڅې دي. دغه قول اردو ویلي، د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د فراه ولایت د ګلداني له سیمې نیولې، د نیمروز، هلمند او تر کندهار پورې، د فرضي کرښې له ټولو پوستو ارزونې ترسره شوي دي.
دا لیدنې په داسې شرایطو کې ترسره کېږي، چې د تېرو دوه میاشتو راهیسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او دواړه لوريو څو ځل سختې وسله والې نښتې هم سره کړي دي.

د ټرانساټلانټیک استخباراتي کنسرسیوم (Transatlantic Intelligence Consortium) په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې لا هم تر ۴۴ پورې وسلهوالې او سختدریځې ډلې فعالې دي. دې ادعا د نړۍوالو اندېښنو نوې څپې راپارولې دي.
د یاد کنسرسیوم په راپور کې، چې د لوېدیځو او غیر لوېدیځو هېوادونو د پخوانیو استخباراتي او پوځي کارپوهانو لهخوا چمتو شوی، راغلي چې ګڼې وسلهوالې ډلې نه یوازې فزیکي حضور لري، بلکې د روزنې مرکزونه، کورنۍ شبکې او داسې ټولنیز جوړښتونه هم لري چې د نسلونو ترمنځ د بیا تنظیم او دوام زمینه ورته برابروي.
راپور څرګندوي، چې دا موندنې د طالبانو د حکومت له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دي، چې ادعا کوي د ترهګرو پټنځایونه یې لهمنځه وړي او امنیت یې ټینګ کړی دی.
د کنسرسیوم د ارزونې له مخې، په افغانستان کې ټوټې شوې وسلهوالې شبکې په داسې فضا کې فعالیت کوي چې د اغېزمن څار او جدي ترهګرۍ ضد فشار نشتوالی پکې احساسېږي. دغه راپور په داسې مهال خپور شوی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم ورته اندېښنې مطرح شوې دي.
د روسیې استازي، واسیلي نبېنزیا امنیت شورا ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې بیا منظمېږي او پیاوړې کېږي، او د ده په وینا، دا وضعیت د کابل د واکمنو د کمزورې او ناهمغږې تګلارې پایله ده.
د کنسرسیوم موندنې د پاکستان اندېښنې هم تاییدوي. اسلاماباد لا له وړاندې ادعا کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو شتون د پولې پورې غاړې ناامنۍ ته لمن وهي.
د راپور له مخې، د لسګونو منظم وسلهوالو جوړښتونو موجودیت د پاکستان دریځ پیاوړی کوي او پر طالبانو نړیوال فشار زیاتوي چې له سیاسي ژمنو ورهاخوا، د باور وړ او د ارزونې وړ عملي ګامونه واخلي.
تحلیل وايي، که څه هم کنسرسیوم یو غیرحکومتي بنسټ دی، خو د غړو مسلکي مخینه او ګډ استخباراتي تجربه د دې راپور باور زیاتوي.
راپور ټینګار کوي چې افغانستان په یوه داسې «پرانیستي مرکز» بدل شوی، چې بېلابېلې وسلهوالې ډلې پکې یا یو له بل سره همکاري کوي او یا هم لږ تر لږه یو ځای ژوند او فعالیت ته دوام ورکوي.
د راپور په پایله کې راغلي، که د وسلهوالو ډلو پر وړاندې شفاف، دوامدار او د سیمې له هېوادونو سره همغږي اقدامات ونه شي، نو افغانستان به لا ډېرې نړیوالې انزوا ته ولاړ شي؛ هغه وضعیت چې د هېواد اقتصادي او سیاسي کمزورتیا به نوره هم ژوره کړي.