ایران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام کړ

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ایران د قضايي بنسټ تر امر وروسته، د«مجید مسیبي» په نوم یو کسا اسراییلي استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.

تسنیم خبري اژانس نن د یکشنبې سهار د (چنګاښ لومړۍ) نېټه د ایران د قضايي چارواکو په حواله زیاته کړې چې مجید له موساد سره د همکارۍ او دې ادارې ته د محرمو معلوماتو، حساسو ځایونو او د ځینو اشخاصو د هویت پر برابرولو تورن شوی و.

قضايي چارواکي وايي چې هغه د «ډېو» په نوم د اسراییل د استخباراتو اړوند له یوه کس سره اړیکه نیوله او راپورونه یې ورلېږل.

مجید مسیبي د ایران سترې محکمې د پرېکړې تر تایید وروسته، اعدام شوی دی.

د یادونې ده چې د ایران او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې، تهران لسګونه کسان تل‌ابیب ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.