په بلخ کې د حج او اوقافو وزارت پر ځمکه سوداګریز مارکېټ جوړېږي

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې دولتي ځمکې د اوږد او منځمهال لپاره په اجاره ورکوي. خصوصي سکټور بیا پرې پانګونه کوي او د قرارداد له مخې تر څو کلونو وروسته ودانۍ دولتي شمېرل کېږي.