امیرخان متقي له اسحاق ډار سره وکتل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې غونډې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو پر دوو اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو پروژو او دوه اړخيز تجارت او ټرانزيټ خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړېدو سره هيله څرګنده کړه؛ څو دوو اړخيزو اړيکو کې عملي همکارۍ لا پراخې شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه وکولای شي د افغان- ټرانس د پراختيا په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګ وکړي.
په دې کتنه کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پر راتلونکې غونډې چې په نږدې راتلونکې کې په کابل کې جوړېږي هم خبرې وشوې.
د ویلو ده، چې د دغې غونډې پر مهال د ناستې په خونه کې د پاکستان او د طالبانو بیرغونه نه لیدل کېږي.