ټرمپ: په ایران کې هدفونه "بشپړ لهمنځه تللي" دي، رسنۍ جعلي راپورونه خپروي

د ایران لهخوا د قطر په امریکایي اډې له توغندیز برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل لومړنی غبرګون خپور کړی او په رسنیو یې سختې نیوکې کړي.

د ایران لهخوا د قطر په امریکایي اډې له توغندیز برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل لومړنی غبرګون خپور کړی او په رسنیو یې سختې نیوکې کړي.
ټرمپ د "سوشیل ټروټ" په نوم پلېټفارم کې لیکلي:"هغه ځایونه چې موږ په ایران کې وویشتل، په بشپړ ډول لهمنځه لاړل او په دې خبره هر څوک پوهېږي، یوازې جعلي خبرونه دي چې دا انکار کوي، تر څو زموږ د اقدام ارزښت راټیټ کړي.ټرمپ د ایران د غچ یادونه نه ده کړې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې رسنیو د امریکا له لوري د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د ایران له لوري یوازې د قطر «العدید» پوځي اډه هدف ګرځول شوې او په نورو امریکایي اډو هېڅ برید نه دی ثبت شوی.
چارواکي زیاتوي، چې د برید کومه مستقیمه اغېزه په العديد اډه نه ده لیدل شوې.
په ورته مهال، د امریکا پوځي سرچینو رویټرز ته ویلي چې په عراق کې د امریکا په «عین الاسد» اډه کې د احتمالي برید له وېرې دفاعي سیستمونه فعال شوي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نن شپه د خپلې امنیتي کابینې بېړنۍ غونډه رابللې ده. د غونډې مهالوېش د شپې ۱۰ بجې ټاکل شوې، چې پکې به د ایران پر ضد د روانو پوځي عملیاتو ارزونه وشي.
د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې ایران د غچ اخیستنې په توګه د قطر او عراق په خاوره کې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه پیل کړي دي.
د امنیتي چارو یوه وزیر ویلي، چې دا غونډه به د مهمو پرېکړو لپاره زمینه برابره کړي او د سیمهییز وضعیت د لا خرابېدو په وړاندې به د اسراییل د پوځي او سیاسي تګلارې لپاره نوې ارزونې وشي.
کویټي خبري اژانس «کونا» راپور ورکړی، چې کویټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل فضایي حدود به د ناڅرګندې مودې لپاره وتړي. دا ګام د سیمهییزو ناورینونو او وروستیو پېښو په رڼا کې اخیستل شوی.
له دې وړاندې، قطر او بحرین هم خپل فضایي حدود د ورته امنیتي اندېښنو له امله تړلي و.
دغه اقدامات وروسته له هغه ترسره شول، چې ایران په دوحه کې د امریکا د العدید پوځي اډې پر هدف توغندي وتوغول.
په خلیج کې د امریکا څو مهمې پوځي اډې شتون لري، چې د سیمهییز امنیت او نړۍوالو اړیکو په ډګر کې مهم رول لري.
د ایران سپاه پاسداران وايي، چې د امریکا له خوا د تهران د اټومي تاسیساتو تر برید وروسته یې د غچ اخیستنې په موخه د قطر په العدید هوايي اډه قوي توغندیز بریدونه کړي. دا اډه د امریکا د هوایي ځواکونو د قوماندې ستر مرکز ګڼل کېږي.
د ایران سپاه پاسداران تایید کړې، چې د قطر العدید امریکایي پوځي اډه یې د «بشارت فتح» په نوم عملیاتو کې په "ویجاړونکو او پیاوړو" توغندیو ویشتلې ده.
دا اقدام د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې ترسره شوی.
په هغه اعلامیه کې چې د سپاه پاسداران له خوا خپره شوې راغلي: «د ایران وسلهوال ځواکونه به هېڅکله د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او امنیت پر وړاندې هر ډول تعرض بې ځوابه پرېنږدي.»
اعلامیه زیاتوي، چې دغه عملیات د ایران د ملي امنیت شورا په مشوره او د "خاتمالانبیاء" مرکزي قرارګاه تر قومندې لاندې ترسره شوي.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او اهداف نور د قوت نښې نه، بلکې د دې هېواد د ستراتیژیکو کمزوریو سترګې بلل کېږي.»
د دغه بریدونو هدف العدید پوځي اډه ده، چې د امریکایي ځواکونو د هوايي قوماندې مرکز او د امریکا د تر ټولو مهمو ستراتیژیکو تاسیساتو له ډلې شمېرل کېږي.
قطر دا مهال د امریکا له مهمو سیمهییزو نظامي متحدینو څخه ګڼل کېږي.
ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا برید د محرم میاشتې د پیل له درناوي سره سم د امام حسین (ع) په نوم د "یا اباعبدالله الحسین" کوډ تر چتر لاندې ترسره شو.
سپاه پاسداران وایي، دا بریدونه یوازې د انتقام پیل دی او که امریکا یا اسراییل بله تعرضي هڅه وکړي، نو لا پراخ او سخت پوځي غبرګون به وویني.
د الوتنو د څار نړۍوالې وېبپاڼې "فلایټرادار۲۴" ویلي، چې متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی. دا خبر د الوتنو د مسیرونو او د هوايي ټرافیک د ثبت شویو غږونو پر بنسټ خپور شوی دی.
دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې قطر هم خپل هوايي حریم لنډمهاله بند کړ.
راپورونه ښيي، ایران د امریکا پر نظامي اډو چې په قطر او عراق کې دي، لس توغندي توغولي دي.
د سیمې امنیتي حالت خراب شوی او پروازونه اړ شوي، چې خپل مسیر بدل یا ځینې یې لغوه کړي. چارواکي وایي، دا بندیزونه به تر هغه وي، څو وضعیت بېرته عادي شي.