• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کویټ د خلیج د سیمې د کړکېچ له امله خپل هوایي حریم تړلی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

کویټي خبري اژانس «کونا» راپور ورکړی، چې کویټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل فضایي حدود به د ناڅرګندې مودې لپاره وتړي. دا ګام د سیمه‌ییزو ناورینونو او وروستیو پېښو په رڼا کې اخیستل شوی.

له دې وړاندې، قطر او بحرین هم خپل فضایي حدود د ورته امنیتي اندېښنو له امله تړلي و.

دغه اقدامات وروسته له هغه ترسره شول، چې ایران په دوحه کې د امریکا د العدید پوځي اډې پر هدف توغندي وتوغول.

په خلیج کې د امریکا څو مهمې پوځي اډې شتون لري، چې د سیمه‌ییز امنیت او نړۍوالو اړیکو په ډګر کې مهم رول لري.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

سپاه پاسداران: العدید اډه مو د غچ اخیستنې په موخه په توغندیو ویشتلې ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱
سپاه پاسداران: العدید اډه مو د غچ اخیستنې په موخه په توغندیو ویشتلې ده
100%

د ایران سپاه پاسداران وايي، چې د امریکا له خوا د تهران د اټومي تاسیساتو تر برید وروسته یې د غچ اخیستنې په موخه د قطر په العدید هوايي اډه قوي توغندیز بریدونه کړي. دا اډه د امریکا د هوایي ځواکونو د قوماندې ستر مرکز ګڼل کېږي.

د ایران سپاه پاسداران تایید کړې، چې د قطر العدید امریکایي پوځي اډه یې د «بشارت فتح» په نوم عملیاتو کې په "ویجاړونکو او پیاوړو" توغندیو ویشتلې ده.

دا اقدام د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې ترسره شوی.

په هغه اعلامیه کې چې د سپاه پاسداران له خوا خپره شوې راغلي: «د ایران وسله‌وال ځواکونه به هېڅکله د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او امنیت پر وړاندې هر ډول تعرض بې ځوابه پرېنږدي.»

اعلامیه زیاتوي، چې دغه عملیات د ایران د ملي امنیت شورا په مشوره او د "خاتم‌الانبیاء" مرکزي قرارګاه تر قومندې لاندې ترسره شوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او اهداف نور د قوت نښې نه، بلکې د دې هېواد د ستراتیژیکو کمزوریو سترګې بلل کېږي.»

د دغه بریدونو هدف العدید پوځي اډه ده، چې د امریکایي ځواکونو د هوايي قوماندې مرکز او د امریکا د تر ټولو مهمو ستراتیژیکو تاسیساتو له ډلې شمېرل کېږي.

قطر دا مهال د امریکا له مهمو سیمه‌ییزو نظامي متحدینو څخه ګڼل کېږي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا برید د محرم میاشتې د پیل له درناوي سره سم د امام حسین (ع) په نوم د "یا اباعبدالله الحسین" کوډ تر چتر لاندې ترسره شو.

سپاه پاسداران وایي، دا بریدونه یوازې د انتقام پیل دی او که امریکا یا اسراییل بله تعرضي هڅه وکړي، نو لا پراخ او سخت پوځي غبرګون به وویني.

د ایران له تازه بریدونو وروسته متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۱
د ایران له تازه بریدونو وروسته متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی
100%

د الوتنو د څار نړۍوالې وېب‌پاڼې "فلایټ‌رادار۲۴" ویلي، چې متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی. دا خبر د الوتنو د مسیرونو او د هوايي ټرافیک د ثبت شویو غږونو پر بنسټ خپور شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې قطر هم خپل هوايي حریم لنډمهاله بند کړ.

راپورونه ښيي، ایران د امریکا پر نظامي اډو چې په قطر او عراق کې دي، لس توغندي توغولي دي.

د سیمې امنیتي حالت خراب شوی او پروازونه اړ شوي، چې خپل مسیر بدل یا ځینې یې لغوه کړي. چارواکي وایي، دا بندیزونه به تر هغه وي، څو وضعیت بېرته عادي شي.

عراق او قطر کې د امریکا پر اډو برید؛ ایراني رسنۍ وايي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۱
عراق او قطر کې د امریکا پر اډو برید؛ ایراني رسنۍ وايي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی
100%

ایراني چارواکو ویلي چې دوی د امریکا له لوري د خپلو اټومي تاسیساتو پر ضد د بریدونو په غبرګون کې په قطر او عراق کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي ویشتلي دي. ایراني رسنیو بیا ویلي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په قطر کې د دوحې ښار پر فضا کې څو چاودنې اورېدل شوې او یو توغندی د امریکا یوې اډې ته رسېدلی دی.

همداراز، یو بل توغندی د عراق په یوه اډه لګېدلی دی.

تر اوسه د بریدونو له امله د تلفاتو یا زیانونو کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ایران دا اقدام د امریکا د هغو بریدونو پر وړاندې کړی، چې د شنبې په ورځ د ایران پر اټومي مرکزونو ترسره شول.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: د طالبانو پر وړاندې د فشار سیاست بې‌نتیجې دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: د طالبانو پر وړاندې د فشار سیاست بې‌نتیجې دی
100%

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې وویل، چې طالبانو اوس د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او د دې ډلې پر وړاندې د فشار سیاست بې‌نتیجې دی.

نوموړي د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د داعش ډلې فعالیتونه په دغه هېواد کې جدي خطر دی. هغه وویل چې طالبانو که څه هم د داعش پر ضد یو شمېر اقدامات کړي، خو دا ګامونه کافي نه دي.

د روسیې استازي وویل چې داعش هڅه کوي افغانستان او سیمه بې‌ثباته کړي او دا ډله له بهرنیو سرچینو تمویلېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د داعش له لوري د افغانستان له پولې بهر د حملو خطر هم ډېر جدي دی.

امریکا د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو بدل کې ۵ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱
امریکا د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو بدل کې ۵ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړې
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني توکمه امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي. په خبرپاڼه کې ویل شوی چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره انعام ویبپاڼې له لارې نن یکشنبه د چنګاښ ۲مه،په یوه اعلامیه کې ویلي، چې محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د طالبانو استخباراتو نیولی.

طالبانو تر دې دمه دا نه دي تایید کړي چې محمود شاه حبیبي له دوی سره بندي دی.

دا خبرپاڼه په داسې حال کې خپریږي چې افغانستان انټرنشل موندلې وه، چې محمود شاه حبیبي په کندهار کې د ملا هبت‌الله په ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په وري په میاشت ک په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت یې د محمود شاه حبیبي روغتیایي حالت په اړه اندېښمن دی.

محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېر پور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.

که څه هم چې طالبانو لا تر اوسه د حبیبي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی، چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.

تر دې وړاندې د محمود شاه ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي و، دوی باوري دي چې ورور یې د طالبانو په بند کې دی خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې یې له هغه سره د لیدنې او یا هم د ټیلیفوني اړیکې اجازه نه ده ترلاسه کړې.

د امریکا ددې تازه اقدام په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.