• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي چارواکی: له قطر پرته د ایران له لوري بل هېڅ امریکایي پوځي اډه نه ده په نښه شوې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د امریکا د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د ایران له لوري یوازې د قطر «العدید» پوځي اډه هدف ګرځول شوې او په نورو امریکایي اډو هېڅ برید نه‌ دی ثبت شوی.

چارواکي زیاتوي، چې د برید کومه مستقیمه اغېزه په العديد اډه نه ده لیدل شوې.

په ورته مهال، د امریکا پوځي سرچینو رویټرز ته ویلي چې په عراق کې د امریکا په «عین الاسد» اډه کې د احتمالي برید له وېرې دفاعي سیستمونه فعال شوي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو د ایران پر ضد د عملیاتو ارزونې لپاره د امنیتي کابینې بېړنۍ غونډه رابللې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱
نتنیاهو د ایران پر ضد د عملیاتو ارزونې لپاره د امنیتي کابینې بېړنۍ غونډه رابللې
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نن شپه د خپلې امنیتي کابینې بېړنۍ غونډه رابللې ده. د غونډې مهال‌وېش د شپې ۱۰ بجې ټاکل شوې، چې پکې به د ایران پر ضد د روانو پوځي عملیاتو ارزونه وشي.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې ایران د غچ اخیستنې په توګه د قطر او عراق په خاوره کې پر امریکايي پوځي اډو بریدونه پیل کړي دي.

د امنیتي چارو یوه وزیر ویلي، چې دا غونډه به د مهمو پرېکړو لپاره زمینه برابره کړي او د سیمه‌ییز وضعیت د لا خرابېدو په وړاندې به د اسراییل د پوځي او سیاسي تګلارې لپاره نوې ارزونې وشي.

کویټ د خلیج د سیمې د کړکېچ له امله خپل هوایي حریم تړلی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱
کویټ د خلیج د سیمې د کړکېچ له امله خپل هوایي حریم تړلی دی
100%

کویټي خبري اژانس «کونا» راپور ورکړی، چې کویټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل فضایي حدود به د ناڅرګندې مودې لپاره وتړي. دا ګام د سیمه‌ییزو ناورینونو او وروستیو پېښو په رڼا کې اخیستل شوی.

له دې وړاندې، قطر او بحرین هم خپل فضایي حدود د ورته امنیتي اندېښنو له امله تړلي و.

دغه اقدامات وروسته له هغه ترسره شول، چې ایران په دوحه کې د امریکا د العدید پوځي اډې پر هدف توغندي وتوغول.

په خلیج کې د امریکا څو مهمې پوځي اډې شتون لري، چې د سیمه‌ییز امنیت او نړۍوالو اړیکو په ډګر کې مهم رول لري.

سپاه پاسداران: العدید اډه مو د غچ اخیستنې په موخه په توغندیو ویشتلې ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱
سپاه پاسداران: العدید اډه مو د غچ اخیستنې په موخه په توغندیو ویشتلې ده
100%

د ایران سپاه پاسداران وايي، چې د امریکا له خوا د تهران د اټومي تاسیساتو تر برید وروسته یې د غچ اخیستنې په موخه د قطر په العدید هوايي اډه قوي توغندیز بریدونه کړي. دا اډه د امریکا د هوایي ځواکونو د قوماندې ستر مرکز ګڼل کېږي.

د ایران سپاه پاسداران تایید کړې، چې د قطر العدید امریکایي پوځي اډه یې د «بشارت فتح» په نوم عملیاتو کې په "ویجاړونکو او پیاوړو" توغندیو ویشتلې ده.

دا اقدام د امریکا له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې ترسره شوی.

په هغه اعلامیه کې چې د سپاه پاسداران له خوا خپره شوې راغلي: «د ایران وسله‌وال ځواکونه به هېڅکله د خپلې خاورې، ملي حاکمیت او امنیت پر وړاندې هر ډول تعرض بې ځوابه پرېنږدي.»

اعلامیه زیاتوي، چې دغه عملیات د ایران د ملي امنیت شورا په مشوره او د "خاتم‌الانبیاء" مرکزي قرارګاه تر قومندې لاندې ترسره شوي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او اهداف نور د قوت نښې نه، بلکې د دې هېواد د ستراتیژیکو کمزوریو سترګې بلل کېږي.»

د دغه بریدونو هدف العدید پوځي اډه ده، چې د امریکایي ځواکونو د هوايي قوماندې مرکز او د امریکا د تر ټولو مهمو ستراتیژیکو تاسیساتو له ډلې شمېرل کېږي.

قطر دا مهال د امریکا له مهمو سیمه‌ییزو نظامي متحدینو څخه ګڼل کېږي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې دا برید د محرم میاشتې د پیل له درناوي سره سم د امام حسین (ع) په نوم د "یا اباعبدالله الحسین" کوډ تر چتر لاندې ترسره شو.

سپاه پاسداران وایي، دا بریدونه یوازې د انتقام پیل دی او که امریکا یا اسراییل بله تعرضي هڅه وکړي، نو لا پراخ او سخت پوځي غبرګون به وویني.

د ایران له تازه بریدونو وروسته متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۱
د ایران له تازه بریدونو وروسته متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی
100%

د الوتنو د څار نړۍوالې وېب‌پاڼې "فلایټ‌رادار۲۴" ویلي، چې متحده عربي اماراتو خپل هوايي حریم تړلی دی. دا خبر د الوتنو د مسیرونو او د هوايي ټرافیک د ثبت شویو غږونو پر بنسټ خپور شوی دی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو، چې قطر هم خپل هوايي حریم لنډمهاله بند کړ.

راپورونه ښيي، ایران د امریکا پر نظامي اډو چې په قطر او عراق کې دي، لس توغندي توغولي دي.

د سیمې امنیتي حالت خراب شوی او پروازونه اړ شوي، چې خپل مسیر بدل یا ځینې یې لغوه کړي. چارواکي وایي، دا بندیزونه به تر هغه وي، څو وضعیت بېرته عادي شي.

عراق او قطر کې د امریکا پر اډو برید؛ ایراني رسنۍ وايي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۱۸:۱۰ GMT+۱
عراق او قطر کې د امریکا پر اډو برید؛ ایراني رسنۍ وايي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی
100%

ایراني چارواکو ویلي چې دوی د امریکا له لوري د خپلو اټومي تاسیساتو پر ضد د بریدونو په غبرګون کې په قطر او عراق کې د امریکا پر پوځي اډو توغندي ویشتلي دي. ایراني رسنیو بیا ویلي چې د قطر په پوځي اډې توغندی لګېدلی دی.

د راپورونو له مخې، په قطر کې د دوحې ښار پر فضا کې څو چاودنې اورېدل شوې او یو توغندی د امریکا یوې اډې ته رسېدلی دی.

همداراز، یو بل توغندی د عراق په یوه اډه لګېدلی دی.

تر اوسه د بریدونو له امله د تلفاتو یا زیانونو کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

ایران دا اقدام د امریکا د هغو بریدونو پر وړاندې کړی، چې د شنبې په ورځ د ایران پر اټومي مرکزونو ترسره شول.