رویټرز: ایران د امریکا له‌خوا پر اټومي تاسیساتو د بریدونو ځواب ارزوي

د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا تر هوايي بریدونو وروسته د ایران حکومت د ځوابي اقداماتو په اړه غور کوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ایران فردو اټومي تاسیساتو مرکز په دې بریدونو کې سخت زیانمن شوی دی.

یاد خبري اژانس د کارپوهانو په حواله زیاته کړې، چې د یورانیمو د غني کولو دغه مرکز ډېر تجهیزات ویجاړ شوي دي؛ خو د هغه کره وضعیت لا تر اوسه نه دی تایید شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې دغه برید د ایران اټومي تاسیساتو ته «لوی زیان» اړولی او ټینګار یې کړی چې «تر ټولو ډېر تخریب د ځمکې لاندې رامنځته شوی دی.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، چې که ایران غچ واخلي؛ نو د امریکا راتلونکي بریدونه به «تر دې هم لوی وي.»

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې اعلان کړی، چې تر دغه برید وروسته د راډیو اکټیف په کچه کې هېڅ زیاتوالی نه دی لیدل شوی او د زیان په اړه یې پلټنې روانې دي.

بل‌خوا یوې ایرانۍ سرچینې ویلي، چې د امریکا تر برید مخکې له فردو اټومي مرکز نه د غني شویو یورانیمو یوه لویه اندازه لېږدول شوې وه؛ خو دغه ادعا لا تر اوسه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.