په بحرین کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته امنیتي خبرداری ورکړی

په بحرین کې د امریکا سفارت په سیمهییزه کچه د امنیتي ګواښونو له امله له امریکایي وګړو غوښتي، چې ډېر احتیاط وکړي، خپل امنیتي پلانونه بیا وڅېړي او د احتمالي بریدونو په اړه هوښیار واوسي.
په یوې خپره کړې اعلامیه کې یاد سفارت ویلي: «موږ خپلو وګړو ته سپارښتنه کوو چې د خپلو شخصي امنیتي تدابیرو بیاکتنه وکړي، د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې چمتو واوسي او له اړتیا پرته له ګڼه ګوڼې او عامه ځایونو ډډه وکړي.»
