عراقچي له پوتین سره ولیدل او د خامنه يي "تاوده سلامونه" یې ور ورسول

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل او له کرملین څخه یې د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو د غندلو له امله مننه وکړه. عراقچي د خامنه يي "تاوده سلامونه" هم پوتین ته رسولي. رویټرز وايي، پوتین د ایران د خلکو ملاتړ کړی.
