اسراییلي رسنۍ: پر بېر شبع د ایران په توغندیزو بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي

د اسراییل کان رسنۍ راپور ورکړی، چې پر بېر شبع د ایران په توغندیزو بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي. تر دې وړاندې د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د ایران لهخوا توغول شوی توغندی د بېر شبع ښار په یوې ودانۍ لګېدلی دی.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
