په سویډن کې د امریکا سفارت د ایران اړوند عناصرو د احتمالي ګواښ خبرداری ورکړ

په سویډن کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له ایران سره تړلي اشخاص یا ډلې ښايي په سویډن کې د امریکا او امریکایانو پر ګټو د بریدونو هڅې وکړي.

په سویډن کې د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له ایران سره تړلي اشخاص یا ډلې ښايي په سویډن کې د امریکا او امریکایانو پر ګټو د بریدونو هڅې وکړي.
دغه خبرداری دوشنبه (د چنګاښ په ۲مه) د یوه بیان له لارې په ستکهلم کې د امریکا سفارت لهخوا خپور شوی دی.
په دغه بیان کې له امریکایي وګړونه غوښتل شوي، چې ډېر احتیاط وکړي او امنیتي تدابیر ونیسي.
د سویډني رسنیو د راپورونو له مخې؛ ایران ښايي په سویډن کې د امریکا پر اهدافو د بریدونو لپاره سیمهییزې ترهګرې ډلې وکاروي، چې له همدې امله د امریکا سفارت خپلو وګړو ته خبرداری خپور کړی دی.

د امریکا په کانګرس کې د لوړپوړو ډېموکراټانو یوه ډله د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ د واکونو د محدودولو لپاره د یوې پرېکړې مسوده چمتو کوي.
د سي اېن اېن خبري شبکې د راپور له مخې، دا استازي پلان لري چې د «جنګي واکونو پرېکړه لیک» یوه نسخه معرفي کړي او د متحده ایالاتو له ولسمشر څخه به وغواړي، چې د ایران په جګړه کې د متحده ایالاتو مداخله پای ته ورسوي.
د جګړې د واکونو پرېکړه لیک په متحده ایالاتو کې یو فډرالي قانون دی، چې د ولسمشر واک محدودوي ترڅو د کانګرس له رضایت پرته په یوه نظامي شخړه کې مداخله وکړي.
دوو باوري سرچینو سي اېن اېن ته وویل، چې د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې ډېموکراټ مشر جېم هیمز او د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ګریګ میکس د اډم سمیت (د وسله والو خدماتو کمېټې رییس) سره یوځای د دې پرېکړه لیک مسودې په جوړولو کار کوي.
د عراق دولتي خبري اژانس د یوه پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې نن سهار وختي یوې ناپېژندې بېپیلوټه الوتکې (ډرون) د بغداد شمال کې په تاجي پوځي اډې یوه موخه ویشتلې ده.
په راپور کې راغلي، په برید کې یوه ځانګړې موخه په نښه شوې، خو په پېښه کې د مرګژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د دغه پوځي چارواکي په وینا، امنیتي ځواکونه د پېښې په اړه څېړنې کوي او هڅه روانه ده چې د برید بڼه او سرچینه معلومه شي.
د یادونې وړ ده، چې تاجي پوځي اډه پخوا هم د بېلابېلو بریدونو موخه ګرځېدلې او په دې پوځي اډه کې امریکایي او عراقي ځواکونه مېشت دي.
سي اېن اېن ټلوېزون د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله ویلي، چې تهران تر دې مهاله د اوربند کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی او نه هم د داسې وړاندیز د منلو لپاره کوم دلیل شتون لري.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې ایران به تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي، ترڅو دوامداره سوله راشي.
هغه د اسراییل او متحده ایالاتو څرګندونې دروغ او چل ګڼي چې موخه یې د ایران پر ګټو د بریدونو توجیه کول دي.
هغه وویل: «همدا اوس، دوښمن په ایران برید کوي او ایران د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتولو په درشل کې دی او د دوښمنانو دروغو ته غوږ نه نیسي.»
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس وایي، چې د واشنګټن له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي بریدونو، ایران د یورانیمو د غني کولو له اساسي ظرفیت څخه بېبرخې کړی دی او دا چاره دا معنا لري چې اوس تهران د اټومي وسلو د جوړولو توان نه لري.
ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «زموږ اساسي هدف دا و چې د یورانیمو د غنيسازۍ پروسه له منځه یوسو او زه باور لرم چې دا هدف مو تر لاسه کړی. که دوی ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم هم ولري، خو د ۹۰ سلنې یا پورته کچې تهیې د رسولو وس نه لري، نو دا وسلې ته نه شي اړولی. دا د امریکا لپاره یوه مهمه ستراتیژیکه بریا ده.»
هغه زیاته کړه، چې د ایران د توغندیزو وړتیاوو ډېره برخه هم له منځه وړل شوې ده.
ونس اوربند "د اسراییل لپاره بریا" وګڼله او ویې ویل: «هغوی خپل مهم نظامي اهداف تر لاسه کړل، زموږ سره یې د ایران د اټومي ګواښ په له منځه وړلو کې مرسته وکړه او د ایران دودیز نظامي بنسټونهیې هم له منځه یوړل.»
نوموړي دا ۱۲ ورځنۍ جګړه "د منځني ختیځ لپاره د یوې نوې زمانې پیل" وباله: «کله چې بېرته دې ورځو ته وکتل شي، دا جګړه به د سولې د یو ستر پړاو د پیل په توګه یادېږي.»
ونس دا هم څرګنده کړه، چې ایران ته اوس فرصت برابر دی څو د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي: «دا یو فرصت دی چې ایران خپله ناکامي ومني او د سولې لاره ونیسي. هغوی وښوده چې په جګړه کې ډېر مهارت نه لري.»
ونس د رژیم د بدلون په اړه ټینګار وکړ، چې دا د امریکا پوځي هدف نه دی: «که د ایران ولس پخپله د بدلون غوښتنه وکړي، موږ بهیې ملاتړ وکړو، خو دا زموږ هدف نه دی چې رژیم بدل کړو.»
د رویټرز د راپور له مخې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړې چې تهران د امریکا له لوري وړاندیز شوی اوربند چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوی، منلی دی.
سرچینې وايي، چې د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د ټلیفوني تماس په ترڅ کې له ایران سره خبرو ته زمینه برابره کړه.
دا تماس وروسته له هغه وشو، چې ایران په قطر کې د امریکا په هوايي اډې برید وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دې تماس کې شریک و او قطر ته یې ویلی، چې اسراییل هم د اوربند ملاتړ کړی او اوس د تهران موافقه ترلاسه شوې.
اوسمهال اسراییل او ایران په رسمي توګه د اوربند په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسراییل هم د اوربند تایید کړی دی.