• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی: تهران تر دې مهاله د اوربند کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

سي اېن اېن ټلوېزون د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله ویلي، چې تهران تر دې مهاله د اوربند کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی او نه هم د داسې وړاندیز د منلو لپاره کوم دلیل شتون لري.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې ایران به تر هغه وخته جګړې ته دوام ورکړي، ترڅو دوامداره سوله راشي.

هغه د اسراییل او متحده ایالاتو څرګندونې دروغ او چل ګڼي چې موخه یې د ایران پر ګټو د بریدونو توجیه کول دي.

هغه وویل: «همدا اوس، دوښمن په ایران برید کوي او ایران د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو د زیاتولو په درشل کې دی او د دوښمنانو دروغو ته غوږ نه نیسي.»

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

•
•
•

نور کیسې

ونس: ایران نور د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا نه لري

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱
ونس: ایران نور د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا نه لري
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس وایي، چې د واشنګټن له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو هوايي بریدونو، ایران د یورانیمو د غني‌ کولو له اساسي ظرفیت څخه بې‌برخې کړی دی او دا چاره دا معنا لري چې اوس تهران د اټومي وسلو د جوړولو توان نه لري.

ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «زموږ اساسي هدف دا و چې د یورانیمو د غني‌سازۍ پروسه له منځه یوسو او زه باور لرم چې دا هدف مو تر لاسه کړی. که دوی ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم هم ولري، خو د ۹۰ سلنې یا پورته کچې ته‌یې د رسولو وس نه لري، نو دا وسلې ته نه شي اړولی. دا د امریکا لپاره یوه مهمه ستراتیژیکه بریا ده.»

هغه زیاته کړه، چې د ایران د توغندیزو وړتیاوو ډېره برخه هم له منځه وړل شوې ده.

ونس اوربند "د اسراییل لپاره بریا" وګڼله او ویې ویل: «هغوی خپل مهم نظامي اهداف تر لاسه کړل، زموږ سره یې د ایران د اټومي ګواښ په له منځه وړلو کې مرسته وکړه او د ایران دودیز نظامي بنسټونه‌یې هم له منځه یوړل.»

نوموړي دا ۱۲ ورځنۍ جګړه "د منځني ختیځ لپاره د یوې نوې زمانې پیل" وباله: «کله چې بېرته دې ورځو ته وکتل شي، دا جګړه به د سولې د یو ستر پړاو د پیل په توګه یادېږي.»

ونس دا هم څرګنده کړه، چې ایران ته اوس فرصت برابر دی څو د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي: «دا یو فرصت دی چې ایران خپله ناکامي ومني او د سولې لاره ونیسي. هغوی وښوده چې په جګړه کې ډېر مهارت نه لري.»

ونس د رژیم د بدلون په اړه ټینګار وکړ، چې دا د امریکا پوځي هدف نه دی: «که د ایران ولس پخپله د بدلون غوښتنه وکړي، موږ به‌یې ملاتړ وکړو، خو دا زموږ هدف نه دی چې رژیم بدل کړو.»

ایران منلې چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا د وړاندیز شوي اوربند سره موافقه وکړي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱
ایران منلې چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا د وړاندیز شوي اوربند سره موافقه وکړي
100%

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړې چې تهران د امریکا له لوري وړاندیز شوی اوربند چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوی، منلی دی.

سرچینې وايي، چې د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د ټلیفوني تماس په ترڅ کې له ایران سره خبرو ته زمینه برابره کړه.

دا تماس وروسته له هغه وشو، چې ایران په قطر کې د امریکا په هوايي اډې برید وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دې تماس کې شریک و او قطر ته یې ویلی، چې اسراییل هم د اوربند ملاتړ کړی او اوس د تهران موافقه ترلاسه شوې.

اوسمهال اسراییل او ایران په رسمي توګه د اوربند په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسراییل هم د اوربند تایید کړی دی.

په ایران کې د جاسوسۍ په تور د خلکو د نیونې په تړاو اندېښنې

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۰ GMT+۱
په ایران کې د جاسوسۍ په تور د خلکو د نیونې په تړاو اندېښنې
100%

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو د اسراییل او ایران تر منځ په روانه جګړه کې د ولسي وګړو د مصوونیت غوښتنه کړې ده.

مای ساتو ویلي، چې په ایران کې د ۵۴ ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۳ زره او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اسراییل کې هم ۲۴ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۱۷ نور ټپيان شوي دي.
مای ساتو زیاته کړې، چې ایران د تخلیې د امر له صادرولو سربېره انټرنټي محدودیتونه هم لګولي او په دې سره ولسي وګړي نشي کولی د خوندینې لپاره له خپلو کورنیو سره د اړیکو له لارې همغږي وکړي.
هغې ویلي: «موږ د اسلامي جمهوري د صداوسیما پر ودانۍ، پوهانو او د ولسي وګړو پر ودانیو د بریدونو په تړاو چې د بشرپاله حقوقو نقض هم دی، خپلې شدیدې اندېښنې په ډاګه کوو.»
مېرمن ساتو وایي، موږ د جاسوسۍ په تور د فعالانو، خبریالانو، د خواله رسنیو د کاروونکو او افغانانو د نیونې په تړاو اندېښمنونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.

د دغو تورونو له امله لږ تر لږه د دوو اعدامونو عملي کېدل او د محاکمو بېړني بهیر عدالت ته د لاسرسي او د قانوني بهیر د رعایتېدو په تړاو اندېښنې راپارولي دي.»
د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو پر دې له ټينګار سربېره چې د جګړې په پراخېدو سره به د ایران او سیمې خلک سخت زیانمن شي؛ په ډاګه کړې ده، چې «له ټولو ښکېلو خواو غواړو، چې له ځنډ پرته نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړی او له ولسي وګړو ساتنه وکړي.»

قطر: د سیمې اوسنی تاوتریخوالی د اسراییل د غېرمسولانه اقداماتو پایله ده

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۱
قطر: د سیمې اوسنی تاوتریخوالی د اسراییل د غېرمسولانه اقداماتو پایله ده
100%

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو ویلي، چې دا حالت د اسراییل له خوا په لبنان، سوریه، ایران، غزه او لوېدیځې غاړه کې د غېرمسولانه او پاروونکو اقداماتو له امله رامنځته شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «دا کړکېچن وضعیت د هغو غېرمسولانه بریدونو او یرغلونو له امله پیل شوی چې اسراییل په بېلابېلو هېوادونو او سیمو لکه لبنان، سوریه، ایران، غزه او لوېدیځه غاړه کې ترسره کړي دي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې نړۍوالو اصولو او بشري ارزښتونو ته هم سپکاوی کوي.

قطر یو ځل بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره دې سمدستي اقدامات وکړي او پر ټولو اړخونو یې غږ کړی، چې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره خپله کړي.

ایران: که ګواښونه دوام وکړي د هرمز تنګي تړلو ته چمتو یو

۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۳ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱
ایران: که ګواښونه دوام وکړي د هرمز تنګي تړلو ته چمتو یو
100%

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې که د ایران پر سوله‌ییزو تاسیساتو بریدونه دوام ومومي، نو تهران به د هرمز ستراتیژیک تنګی وتړي.

له دې تنګي چې نږدې ۲۰ سلنه د نړۍ نفت او مایع ګاز پرې لېږدول کېږي، که بند شي، نو نړۍوال بازارونه به له جدي اغېزو سره مخ شي.

ایراني چارواکو دا ګواښ تر هغه وروسته کړی، چې د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشول.

چارواکي وایي، که اړتیا پېښه شي نو ایران د هرمز تنګي د لنډمهالي بندولو پوځي توان لري، خو دا به یوازې د دفاعي اړتیا په صورت کې وشي.