هغه زیاته کړې، د افغانستان په اړه د دوی د شورا د وروستي لنډیز راهیسې، یو بل تعلیمي کال هم پیل شو خو لا هم د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر مخ لوړې زده کړې او ثانوي ښوونځي تړل شوې دي.
کاریوکي وویل: «موږ د ښځو په طبي زده کړو باندې د طالبانو د لنډمهالي بندیز او د هغو ننګونو له امله ژوره اندېښنه لرو، چې افغان ښځې او نجونې د ژوند ژغورونکي روغتیايي خدماتو لاسرسي کې ورسره مخامخ دي.»
هغه په خپله وینا کې یادونه وکړه، برېتانیا د هغو هڅو ملاتړ کوي ترڅو طالبان اړ کړي چې حساب ورکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د سرغړونو لپاره د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو راجع کول غواړي.
هغه وویل: « طالبان باید د افغانستان په اقتصادي وده او اوږدمهاله سوکالۍ باندې د دوی د سختو پالیسیو منفي اغېز هم ومني.»
جیمز کاریوکي پر طالبانو غږ وکړ، چې خپله لاره بدله کړي او ځان د ګاونډیانو او نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان سولې په تړاو د کار کولو لپاره خپل چمتووالی وښيي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناستې ته وویل، چې پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه نور د نړۍوالو د پاملرنې په محور کې نه دي.
نوموړې ویلي، چې افغان ښځې لا هم زړوره، خاموشه او دوامداره مبارزه کوي څو خپلو حقونو ته ورسېږي.
هغې وویل، طالبان اوس هم سخت محدودیتونه پلي کوي، چې تر ډېره د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" تر نوم لاندې عملي کېږي.