ایران منلې چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا د وړاندیز شوي اوربند سره موافقه وکړي

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړې چې تهران د امریکا له لوري وړاندیز شوی اوربند چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوی، منلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي څرګنده کړې چې تهران د امریکا له لوري وړاندیز شوی اوربند چې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوی، منلی دی.
سرچینې وايي، چې د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د ټلیفوني تماس په ترڅ کې له ایران سره خبرو ته زمینه برابره کړه.
دا تماس وروسته له هغه وشو، چې ایران په قطر کې د امریکا په هوايي اډې برید وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په دې تماس کې شریک و او قطر ته یې ویلی، چې اسراییل هم د اوربند ملاتړ کړی او اوس د تهران موافقه ترلاسه شوې.
اوسمهال اسراییل او ایران په رسمي توګه د اوربند په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسراییل هم د اوربند تایید کړی دی.

د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو د اسراییل او ایران تر منځ په روانه جګړه کې د ولسي وګړو د مصوونیت غوښتنه کړې ده.
مای ساتو ویلي، چې په ایران کې د ۵۴ ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۴۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۳ زره او ۵۶ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په اسراییل کې هم ۲۴ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۱۷ نور ټپيان شوي دي.
مای ساتو زیاته کړې، چې ایران د تخلیې د امر له صادرولو سربېره انټرنټي محدودیتونه هم لګولي او په دې سره ولسي وګړي نشي کولی د خوندینې لپاره له خپلو کورنیو سره د اړیکو له لارې همغږي وکړي.
هغې ویلي: «موږ د اسلامي جمهوري د صداوسیما پر ودانۍ، پوهانو او د ولسي وګړو پر ودانیو د بریدونو په تړاو چې د بشرپاله حقوقو نقض هم دی، خپلې شدیدې اندېښنې په ډاګه کوو.»
مېرمن ساتو وایي، موږ د جاسوسۍ په تور د فعالانو، خبریالانو، د خواله رسنیو د کاروونکو او افغانانو د نیونې په تړاو اندېښمنونکي راپورونه ترلاسه کړي دي.
د دغو تورونو له امله لږ تر لږه د دوو اعدامونو عملي کېدل او د محاکمو بېړني بهیر عدالت ته د لاسرسي او د قانوني بهیر د رعایتېدو په تړاو اندېښنې راپارولي دي.»
د ایران د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو پر دې له ټينګار سربېره چې د جګړې په پراخېدو سره به د ایران او سیمې خلک سخت زیانمن شي؛ په ډاګه کړې ده، چې «له ټولو ښکېلو خواو غواړو، چې له ځنډ پرته نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړی او له ولسي وګړو ساتنه وکړي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سیمې د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو ویلي، چې دا حالت د اسراییل له خوا په لبنان، سوریه، ایران، غزه او لوېدیځې غاړه کې د غېرمسولانه او پاروونکو اقداماتو له امله رامنځته شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «دا کړکېچن وضعیت د هغو غېرمسولانه بریدونو او یرغلونو له امله پیل شوی چې اسراییل په بېلابېلو هېوادونو او سیمو لکه لبنان، سوریه، ایران، غزه او لوېدیځه غاړه کې ترسره کړي دي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي، بلکې نړۍوالو اصولو او بشري ارزښتونو ته هم سپکاوی کوي.
قطر یو ځل بیا پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره دې سمدستي اقدامات وکړي او پر ټولو اړخونو یې غږ کړی، چې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره خپله کړي.
یوه لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، چې که د ایران پر سولهییزو تاسیساتو بریدونه دوام ومومي، نو تهران به د هرمز ستراتیژیک تنګی وتړي.
له دې تنګي چې نږدې ۲۰ سلنه د نړۍ نفت او مایع ګاز پرې لېږدول کېږي، که بند شي، نو نړۍوال بازارونه به له جدي اغېزو سره مخ شي.
ایراني چارواکو دا ګواښ تر هغه وروسته کړی، چې د امریکا او اسراییل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وشول.
چارواکي وایي، که اړتیا پېښه شي نو ایران د هرمز تنګي د لنډمهالي بندولو پوځي توان لري، خو دا به یوازې د دفاعي اړتیا په صورت کې وشي.
د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د "العدید"، هوايي اډه د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا یو له لویو او مهمو پوځي او ستراتیژيکو مرکزونو بلل کېږي. دغه مرکز په سیمه کې د امریکا د هوايي عملیاتو د مرکزي قومندانۍ او همداراز په نظامي او امنیتي ستراتیژیو کې مهم رول لري.
دغه مرکز د قطر د پلازمېنې د سوېل- لوېدیځ په مرکزي بېدیاو کې موقعیت لري او د ایران له سوېلي پولو سره شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره واټن لري.
د "العدید" نظامي اډې چارې په ۲۰۰۳ کال کې بشپړې او په همدې کال کې پرانېستل شو او دغه مرکز پر عراق د امریکا د یرغل پر مهال مهم او اساسي رول ترسره کړ.
دغه مرکز اوږده او لوی باندونه لري او همداراز په داسې پرمختللو سیستمونو سمبال دی، چې هر ډول الوتکې پکې ناسته او ځغاسته کولی شي.
"العدید" هوايي اډه د امریکا د تر ټولو لویې هوايي بېړۍ چې د څه باندې ۱۰۰ الوتکو د ځای پر ځای کولو وړتیاوې لري، کوربه هم دی.
له دغه مرکزه ګډ هوايي عملیات او همداراز د اسیا په لوېدیځ کې د امریکا هوايي عملیات کنټرولېږي.
د "العدید" مرکز همداراز په عراق، سوریې، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا د هوايي عملیاتو د همغږۍ او څارنې مسوولیت هم پر غاړه لري.
په دغه امریکايي مرکز کې د"F16" او "F15" جنګي الوتکو په ګډون "B52"، "B-1"، ښکاري "F22"، "RC-135" او ډول ډول پرمختللې رزمي او جاسوسي بې پيلوټه الوتکې او همداراز "C130" او د تېلو رسونکو الوتکې هم شته.
امریکايي ځواکونو په "العدید" مرکز کې د "تاد" او "پاتریوت" په ګډون ډول ډول هوايي سپرونه او د اطلاعاتو د راټولونې لپاره ډول ډول تجهیزات هم نصب کړي دي.
په یاد مرکز کې له امریکايي ځواکونو سربېره د قطر او برېټانیې یو شمېر هوايي ځواکونه هم ځای پر ځای دي.
په ۲۰۲۴ کال کې قطر ژمنه وکړه، چې د "العدید" نظامي اډې پر پراخولو ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي او ورسره امریکا بیا په یاد مرکز کې خپل حضور د لسو نورو کلونو لپاره وغځاوه.
په ملګرو ملتونو کې د برېتانیا استازي جیمز کاریوکي د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، چې برېتانیا د طالبانو له لوري پر نجونو د زده کړو بندیز په څرګند ډول غندي او د دغه بندیز د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان په اړه د دوی د شورا د وروستي لنډیز راهیسې، یو بل تعلیمي کال هم پیل شو خو لا هم د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر مخ لوړې زده کړې او ثانوي ښوونځي تړل شوې دي.
کاریوکي وویل: «موږ د ښځو په طبي زده کړو باندې د طالبانو د لنډمهالي بندیز او د هغو ننګونو له امله ژوره اندېښنه لرو، چې افغان ښځې او نجونې د ژوند ژغورونکي روغتیايي خدماتو لاسرسي کې ورسره مخامخ دي.»
هغه په خپله وینا کې یادونه وکړه، برېتانیا د هغو هڅو ملاتړ کوي ترڅو طالبان اړ کړي چې حساب ورکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د سرغړونو لپاره د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو راجع کول غواړي.
هغه وویل: « طالبان باید د افغانستان په اقتصادي وده او اوږدمهاله سوکالۍ باندې د دوی د سختو پالیسیو منفي اغېز هم ومني.»
جیمز کاریوکي پر طالبانو غږ وکړ، چې خپله لاره بدله کړي او ځان د ګاونډیانو او نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان سولې په تړاو د کار کولو لپاره خپل چمتووالی وښيي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په تړاو د امنیت شورا ناستې ته وویل، چې پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه نور د نړۍوالو د پاملرنې په محور کې نه دي.
نوموړې ویلي، چې افغان ښځې لا هم زړوره، خاموشه او دوامداره مبارزه کوي څو خپلو حقونو ته ورسېږي.
هغې وویل، طالبان اوس هم سخت محدودیتونه پلي کوي، چې تر ډېره د "امر بالمعروف او نهی عن المنکر" تر نوم لاندې عملي کېږي.