روا داري: طالبان د تېر حکومت له کارکوونکو او منتقدینو د غچ اخیستنې لپاره شکنجه کاروي

د بشري حقونو د "روا داري" په نوم یوه بنسټ په خپل یوه تازه ۶۷ مخیز راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بندخونو کې له بندیانو سره د چلند څرنګوالی ارزولی دی.

د بشري حقونو د "روا داري" په نوم یوه بنسټ په خپل یوه تازه ۶۷ مخیز راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په بندخونو کې له بندیانو سره د چلند څرنګوالی ارزولی دی.
دغه راپور د خپلسرو نيونو، اجباري تري تم کولو او شکنجې له قربانيانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ او په کره توګه د هغوی د تجربو او داستانونو د مستندولو په برخه کې د ازادۍ د سلب په مرکزونو یا بندخونو کې د شکنجې د بېلګو د ژور درک، د عامه پوهاوي د زياتوالي او همداراز د شکنجې او ناوړه چلند د عاملانو د ځواب ويونکي کولو په موخه د عدالت غوښتنې پر بنسټ برابر شوی دی.
په دې څېړنه کې له ۳۴ هغو کسانو سره چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته نیول شوي او بندیان شوي، نېغ په نېغه مرکې شوې دي او په مرکه شويو کې ۷ تنه یې ښځې دي.
مرکه شوي کسان په هدفي ډول غوره شوي دي؛ "رواداري" له دغو کسانو څخه له ځینو سره په تېرو څو کلونو کې مستقیم تماس درلود او یو شمېر نور د نورو مرکه شويو کسانو له لارې معرفي شوي دي. دغه کسان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۴مې نېټې په موده کي نیول شوي دي. ټولې مرکې د دې کسانو له خلاصون وروسته ترسره شوې دي، د ټولو ۳۴ مرکه شويو کسانو له دې ډلې ۲۲ تنه يې دا مهال له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
د راپور له مخې: "د دغو کسانو د بند موده له لږ تر لږه ۴ ساعتونو تر درېیو کلونو پورې ثبت شوې ده. مرکه شوي کسان د افغانستان له ۱۶ ولایتونو څخه دي او له قومي، مذهبي، جنسي، او مسلکي پلوه متنوع ترکيب منعکسوي؛ چې پکې د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو ملاتړي شامل دي. "
"روا داري" بنسټ وايي، دغه مرکې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له نهمې د جون تر درېیمي پورې د "رواداري" د تجربه لرونکي څېړونکي ډلې له خوا، د ټلیفون له لارې او هم په حضوري بڼه ترسره شوې دي.
په راپور کې راغلي: "له مرکه شويو څخه ترلاسه شوي اطلاعات هم ښيي چې شکنجه د مدني او عدالت غوښتونکو اعتراضونو د ځپلو او هم د مخکېني حکومت له کارکوونکو او د طالبانو له منتقدينو څخه د غچ اخیستنې د وسیلې په توګه کارول شوې ده. "
د دغه راپور موندنې ښيي، طالبانو قربانیان له بند څخه تر خلاصون وروسته له نورو کسانو سره له خبرو او معلوماتو شریکولو څخه منعه کړي او ډېری یې د بیا نیول کېدو او شکنجې له وېرې، په ازاد ډول د خپلو تجربو له بيانولو څخه ډډه کوي.
په راپور کې راغلي: "د ځینو قضیو په اړه له کره معلوماتو، لکه د پېښو د نیټې او ځای له څرګندولو څخه ډډه شوې، څو د قربانیانو د هویت له څرګندولو ډډه وشي او همداراز د شکنجې د قربانیانو د انساني کرامت د درناوي لپاره د دوی د داستانونو ځینې جزئیات قصداً حذف شوي دي. "
راپور کاږي، شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې نوې پديده نه ده او په دې هېواد کې په بېلابېلو نظامونو کې اوږده مخينه لري؛ خو په دې راپور کې راټول شوي داستانونه، له نيول شويو کسانو سره د چلند بوږنوونکی انځور وړاندې کوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازادۍ د سلب پر مرکزونو د حاکمو غېرانساني شرايطو عکاسي کوي.
د دې څېړنې د موندنو پر بنسټ، طالبان د هر ډول ځواب وينې او نړۍوالو اصولو او موازينو ته له پاملرنې پرته؛ چې د شکنجې په بې قيد و شرطه ممنوعيت ټينګار کوي، خلک يې په خپلسري ډول نيولي او وروسته يې له هغوی څخه د اعتراف او اقرار اخیستلو لپاره له وېرولو، تنبيه کولو او يا تحقيرولو څخه استفاده کړې ده.
په دې راپور کې مستند شوي اطلاعات ښيي، چې طالبان له قانوني الزاماتو او د بشري حقونو د بنسټيزو اصولو له رعايتولو پرته، د خلکو د نيولو له لومړيو مرحلو څخه تر خوشې کولو پورې، په بېلابېلو بڼو شکنجه کړي او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.
په راپور کې راغلي: "دا چلندونه فزيکي او رواني شکنجې، جنسي ځورونې، د تورو تمبو شاته او په شخصي زندانونو کې د زياتې مودې لپاره ساتل، له روغتيايي خدمتونو څخه قصدي محرومول، مدافع وکيل ته له لاسرسي څخه محرومول، له کافي خوړو څخه محرومول او نور تحقيروونکي او غېر انساني شرايط رامنځته کول رانغاړي. په ځينو مواردو کې ډېری مهال حاکمو چارواکو او په ځانګړي ډول د دوی د استخباراتو د ادارې کارکوونکو، قربانيان د تفريح او ساتېرۍ لپاره هم شکنجه کړي، او همدا راز يو شمېر يې له خوشې کولو وروسته هم ځورولي دي. "
د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راپدېخوا، د بشري حقونو د نقض ډېر شمېر راپورونه خپاره شوي؛ په ځانګړي ډول د واکمنو چارواکو تر کنټرول لاندې د ازادۍ د سلب په ځايونو یا زندانونو کې.
د خپلواکو څارونکو بنسټونو او په دې موده کې د مخه نيوونکو قانوني ميکانيزمونو په نشتوالي کې طالبانو په خپلسري او غېر قانوني ډول خلک نيولي، شکنجه کړي او ناوړه چلند يې ورسره کړی دی.
تمه کېږي، چې په دې راپور کې وړاندې شوې موندنې او اطلاعات چې د قربانيانو لومړی لاس روايتونه دي، د بين المللي بنسټونو او ټولنو د جدي پاملرنې وړ وګرځي او د لا نورې څېړنې لپاره د بېړنيو اقداماتو او د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازادۍ د سلب د مرکزونو وضعيت ته د رسېدنې لپاره زمينه برابره کړي، د شکنجې او ناوړه چلند د دوام مخه ونيسي او د قربانيانو اغېزناک ملاتړ وکړي.
"روا داري" د بشري حقونو يو سازمان دی چې د "برابر او سوله ييز افغانستان" د لرليد په لرلو سره د بشري حقونو د کلتور د ودې او بنسټيز کولو په موخه د خلکو په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د درد او کړاو د کمولو په موخه جوړ شوی دی.
روا داري هڅه کوي، چي د افغانستان د بشري حقونو غورځنګ پياوړی کړي او هم د بشري حقونو د نقض په اړه عدالت او ځواب وينه وکړي.
تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې هم د طالبانو په بندخونو کې پر ښځو د جنسي ځورونو په تړاو راپور خپور کړی وو.
ګارډین ورځپاڼې هم د بندي شویو ښځو له قوله راپور ورکړی وو: "د طالبانو په بندخونو کې پر نجونو او ښځو جنسي تېری کېږي."