• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د محمود شاه حبیبي ورور: زما ورور په کندهار کې د طالبانو په زندان کې دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د محمودشاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ورور یې د طالبانو له خوا د کندهار په زندان کې ساتل کېږي. دا څرګندونې هغه وروسته له هغه وکړې، چې امریکا د محمودشاه حبیبي د موندلو په بدل کې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړه.

نوموړي وویل، چې له طالب چارواکو په ځانګړي ډول د "امر بالمعروف وزارت" له مرستیال سره یې د خپل ورور د برخلیک په اړه خبرې کړي او د مرستې غوښتنه یې کړې، خو د دغه وزارت مرستیال ورته ویلي دي، چې دا موضوع د ده له صلاحیته لوړه ده.

محمودشاه حبیبي چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې پخوانی رییس او د امریکا تابعیت هم لري، له درېیو کلونو راهیسې لادرکه دی.

متحده ایالاتو د دغه افغان الاصله امریکایي په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی دی.

احمد شاه حبیبي د طالبانو دننه د ځينو سرچینو په حواله وویل، چې هغه ډاډه او باوري دی چې ورور یې په کندهار کې د طالبانو سره په زندان کې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي، چې محمود شاه حبیبي له دوی سره په زندان کې شتون نه لري او د حبیبي په اړه یې د هر ډول معلوماتو لرل رد کړي دي.

تر دې مخکې، طالبانو د متحده ایالاتو د فشار په پایله کې یو شمېر امریکایی یرغمل شوي بندیان خوشې کړل.

احمد شاه وويل، چې په کابل کې د هغه د ورور له تښتول کېدو څخه درې کاله تېر شوي دي، خو په دې موده کې دوی له هغه سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې.

محمود شاه حبیبي په ۱۴۰۱ کې په کابل کې د یوه بهرني شرکت د یو شمېر کارکوونکو سره یو ځای ونیول شو. طالبانو هغه د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د ځای په افشا کولو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

متحده ایالاتو هڅه کړې ده، چې طالبان قانع کړي ترڅو دا افغان الاصله امریکایی وګړی خوشې کړي، خو دا هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ښوونکو ازموینه؛ طالبانو لس میلیونه افغانۍ ټولې کړي، خو د ښوونکو برخلیک لا نامعلوم دی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

په کندهار کې هغو زرګونو ځوانانو چې په تېر ژمي کې د ښوونکو د استخدام ازموینه ورکړې، لا هم د خپل برخلیک په تمه دي. په دې ازموینه کې کابو ۵۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې له ډلې یوازې ۸ زره تنه بریالي اعلان شوي او له هر ګډونوال څخه له ۲۰۰ تر ۷۰۰ افغانۍ اخیستل شوي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳مه) ویلي، چې زرګونو ځوانانو د ښوونکو د استخدام لپاره ازموینه ورکړې، چې تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی تر لاسه کړی.

د ښوونکو په دې ازموینه کې له ۵۰ زره کسانو څخه ۸ زره بريالي شوي؛ خو د هغوی هم نه د دندې ځای مشخص شوی او نه هم د استخدام پروسه بشپړه شوې ده.

عبدالقیوم چې خپله یې دغه ازموینه ورکړې وايي: «موږ یې مجبور کړو چې ۲۰۰ افغانۍ ورکړو، ځینو ته ویل شوي وو چې ۷۰۰ افغانۍ ورکړي، خو کله چې پایله راغله، یوازې لږ شمېر کسان بریالي اعلان شول. اوس پوښتنه دا ده چې که مو نه استخداموي نو ولې یې پیسې واخیستې؟»

د دوی په وینا، دا ټولې کړای شوې پیسې تر لس میلیونه افغانیو زیاتې کېږي.

یو بل کس بیا وایي، چې د دندې د ترلاسه کولو په موخه یې دا ازموینه د یوې هیلې لپاره ورکړې او له څو میاشتو راهيسي بې برخلیکه دی.

په کندهار کې یو شمېر کسان پر طالبانو نیوکه کوي، چې د ښوونکو د ازمويني پایلې او اسناد ځنډېږي او د ملایانو د ماسټري د ازمويني پايلې او اسناد ژر اعلانېږي.

سرچینې وايي، چې ښايي د دغو ښوونکو بستونه لغوه اعلان شوي وي، خو دا خبره تراوسه رسمي نه ده اعلان شوې.

د سرچینو په خبره، ممکن د طالبانو د پوهنې وزارت قصدا د معلوماتو له خپرولو ډډه کوي، چې د خلکو له اعتراضونو وېرېږي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د کندهار له ډېری ښوونځیو څخه پخواني ښوونکي لرې شوي او پر ځای یې ملایان ټاکل شوي دي.

د کندهار ښار او ولسواليو په ښوونځيو کې دا مهال د مسلکي ښوونکو کمښت خورا ډېر دی.

په کندهار ې هغو کسانو چې د ښوونکي د ګومارنې په موخه ازموینې ورکړي، د طالبانو د پوهنې له ریاست، ولایت مقام او له طالب مشرانو څخه غواړي، چې ژر تر ژره دې خپل دریځ اعلان کړي او خلک دې نه په تمه کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان ښځینه فعالانو د متحده عربي امارات له چارواکو سره ناسته کړې

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۱۲ GMT+۱

یو شمېر افغان مېرمنو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغان مېرمنو پر "سیاسي او علمي ملاتړ" ناستې او خبرې کړې دي. په دې ناستو کې روغتیا او زده کړو ته د مېرمنو او نجونو پر لاسرسي، سیاسي ونډې، اقتصادي پیاوړتیا، کډوالۍ او بشري مرستو بحث شوی.

د "افغانستان لپاره د ښځو فورم"چې د فاطمې ګیلاني، نبیله مصلح او اصیلا وردګ په څېر د افغان ښځو له خوا جوړ شوی و، افغانستان انټرنشنل ته د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، چې دوی له لوړ پوړو اماراتي چارواکو، ښځینه ډېپلوماټانو، د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره څو اړخیزې او دوه اړخیزې غونډې کړې دي.

په دې ناستو کې د افغان ښځو د ملاتړ او د دوی د غوښتنو د حصول په تړاو پر طالبانو د نفوذ پر لارو چارو بحث شوی.

د دې ناستو پرمهال افغان میرمنو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د ستونزمن وضعیت په اړه خبرې کړې او خپل نظرونه یې شریک کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغو غونډو د راتلونکې لارنقشې پر ټاکلو او د افغان ښځو لپاره د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د پالیسیو پر همغږۍ تمرکز درلود.

د افغانستان لپاره د ښځو فورم اعلان کړی، چې د دې غونډو په جریان کې، دوی د نجونو د زده کړې، د ښځو د کار ، د سولې په خبرو اترو کې د دوی د ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا خبرې اترې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې متحده عربي امارات له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو چارواکي وخت ناوخت یاد هیواد ته سفرونه کوي.

د محمود شاه حبیبي ورور: د الظواهري په وژلو کې زما ورور هیڅ ونډه نه درلوده

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۱

د افغان توکمه امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ورور یې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري په وژنه کې هېڅ ونډه نه درلوده. امریکا تېره ورځ د محمود شاه حبیبي د ځای په اړه د معلوماتو بدل کې ۵ میلیونه ډالره جایزه اعلان کړه.

احمد شاه حبیبي نن سې شنبه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ورور یې له نږدې دریو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره د اړیکې ټینګولو اجازه نه لري.

هغه زیاته کړه، « طالبانو تر اوسه اجازه نه ده ورکړې چې محمود شاه له کورنۍ سره په ټیلیفون خبرې وکړي. دا یو ښکاره تبعیضي چلند دی».

نوموړي تایید کړه چې په امریکا کې یوه غیردولتي اداره "ګلوبل رېچ" د دوی له کورنۍ سره د محمود شاه د قضیې په اړه مرسته کوي.

ګلوبل رېچ د احمد شاه حبیبي په حواله لیکلي، « ډیر داسې شواهد شته، چې ښیې محمود شاه حبیبي د طالبانو استخباراتو نیولی او د استخباراتو په مرکزي دفتر کې یې ساتي».

یاد سازمان، چې مشري یې د امریکا د ملي امنیت شورا پخوانی چارواکی اریک لیبسن کوي، د یوې خپرپاڼې له لارې ویلي، « اوس وخت دی چې طالبان دا ومني چې محمود شاه یې نیولی او باید داسې حل‌لاره ومومي چې هغه له خپلې کورنۍ سره یوځای شي».

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که طالبان غواړي له امریکا سره عادي اړیکې ولري، نو باید د «یرغمل نیولو له ډیپلوماسۍ» لاس واخلي او محمود شاه حبیبي خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره انعام» پروګرام له لارې د چنګاښ پر دویمه اعلان وکړ چې حبیبي د ۲۰۲۲کال د زمري میاشتې په لومړیو کې د طالبانو استخباراتو نیولی و.

نوموړی د (IRX Communication) کمپنۍ یو مخکښ کارکوونکی و او له ۲۹ نورو همکارانو سره د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعدې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.

طالبانو تر اوسه نه ده تایید کړې چې نوموړی له دوی سره بندي دی، خو دوی پر یاد شرکت تور لګولی چې ګواکې د الظواهري د ځای په موندلو کې یې له امریکا سره مرسته کړې ده.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې محمود شاه حبیبي دا مهال په کندهار کې د ملا هبت‌الله په ځانګړي زندان کې ساتل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د روان کال په وري میاشت کې د یوې خبري ناستې پر مهال د حبیبي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو جزيیات یې نه وو ورکړي.

احمد شاه حبیبي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مارکو روبیو مننه کړې چې انعام یې اعلان کړی. هغه زیاتوي، « موږ پوهېږو چې په افغانستان کې ښه خلک شته چې پوهېږي ورور مې چیرې ساتل کېږي، او هیله لرو دا انعام به یو څوک وهڅوي چې معلومات شریک کړي».

طالبانو د امریکا د دې وروستي اقدام په اړه تر اوسه هېڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ناروې په افغانستان کې د خپلو سیاسي او بشري برخو فعالیتونه ارزوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د ناروې شاهي دولت د افغانستان او ناروې مستقل کمېسون له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱میلادي کال او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې دولت د سیاسي او بشري مرستو فعالیتونه ارزوی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه د چنګاښ ۳مه پر خپل اېکس لیکلي چې د یاد وزارت وزير خیرالله خیرخواه د ناروې شاهي دولت د افغانستان او ناروې د مستقل کمېسيون مشر تور ګودال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د طالبانو په خپرپاڼه کې لیکل شوي چې د یاد کمېسیون مسوول تورګودال د کمېسيون د مسوولیتونو په اړه د طالبانو وزیر ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دوی ته دنده سپارل څو له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې شاهي دولت د سیاسي او بشري مرستو او نورو برخو فعالیتونه وارزوي.

هغه همدراز ډاډ ورکړی،چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي چې «نننی افغانستان له څلوېښتو کلونو وروسته یو ځواکمن نظام لري او یو ډاډمن امنیت رامنځته شوی دی».

ناروې لومړنی اروپايي هېواد دی، چې د طالبانو استازی یې منلی دی.

په پېښور کې ۸ کلنه افغانه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

په پېښور کې د یوې افغان کډوالې کورنۍ ۸کلنه ماشومه تر درې ورځنۍ ورکېدا وروسته د ګاونډي له کوره مړه موندل شوې. د پولیسو په وینا، د نجلۍ مړی له یوه تړلي صندوق نه ترلاسه شوی او پر بدن یې د تاوتریخوالي نښې لیدل شوې دي.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې جینۍ مور د پېښور اوسېدونکې ده او پلار یې افغان دی.

سرچینه وايي، د پېښې مجرم د جینۍ د لټون په عملیاتو کې د پولیسو او خلکو همکار و، خو وروسته جوته شوه، چې جینۍ ده په خپل کور کې له جنسي تېري وروسته وژلې او په صندوق کې یې ساتلې ده.

پولیسو یاد سړی نیولی او وايي، له ابتدایي پلټنو داسې ښکاري چې نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د ماشومې مړی عدلي طب ته لېږدول شوی او د طبې راپور له مخې به وروستۍ پایله اعلان شي.

د نجلۍ کورنۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې عامل ته تر ټولو سخته جزا ورکړي.

د ماشومانو د حقونو د خونديتابه سازمان "ساحل" له راپور سره سم، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۱ماشومان له جنسي، فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې له هغوی ۵۳سلنه نجونې وي.