• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ناروې په افغانستان کې د خپلو سیاسي او بشري برخو فعالیتونه ارزوي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د ناروې شاهي دولت د افغانستان او ناروې مستقل کمېسون له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۱میلادي کال او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې دولت د سیاسي او بشري مرستو فعالیتونه ارزوی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن سې شنبه د چنګاښ ۳مه پر خپل اېکس لیکلي چې د یاد وزارت وزير خیرالله خیرخواه د ناروې شاهي دولت د افغانستان او ناروې د مستقل کمېسيون مشر تور ګودال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.

د طالبانو په خپرپاڼه کې لیکل شوي چې د یاد کمېسیون مسوول تورګودال د کمېسيون د مسوولیتونو په اړه د طالبانو وزیر ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دوی ته دنده سپارل څو له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې شاهي دولت د سیاسي او بشري مرستو او نورو برخو فعالیتونه وارزوي.

هغه همدراز ډاډ ورکړی،چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي چې «نننی افغانستان له څلوېښتو کلونو وروسته یو ځواکمن نظام لري او یو ډاډمن امنیت رامنځته شوی دی».

ناروې لومړنی اروپايي هېواد دی، چې د طالبانو استازی یې منلی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې ۸ کلنه افغانه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

په پېښور کې د یوې افغان کډوالې کورنۍ ۸کلنه ماشومه تر درې ورځنۍ ورکېدا وروسته د ګاونډي له کوره مړه موندل شوې. د پولیسو په وینا، د نجلۍ مړی له یوه تړلي صندوق نه ترلاسه شوی او پر بدن یې د تاوتریخوالي نښې لیدل شوې دي.

محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې جینۍ مور د پېښور اوسېدونکې ده او پلار یې افغان دی.

سرچینه وايي، د پېښې مجرم د جینۍ د لټون په عملیاتو کې د پولیسو او خلکو همکار و، خو وروسته جوته شوه، چې جینۍ ده په خپل کور کې له جنسي تېري وروسته وژلې او په صندوق کې یې ساتلې ده.

پولیسو یاد سړی نیولی او وايي، له ابتدایي پلټنو داسې ښکاري چې نجلۍ له جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د ماشومې مړی عدلي طب ته لېږدول شوی او د طبې راپور له مخې به وروستۍ پایله اعلان شي.

د نجلۍ کورنۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې عامل ته تر ټولو سخته جزا ورکړي.

د ماشومانو د حقونو د خونديتابه سازمان "ساحل" له راپور سره سم، په پاکستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۱ماشومان له جنسي، فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کېږي، چې له هغوی ۵۳سلنه نجونې وي.

محمد عمر داودزی: د کانګرس د نوې لایحې له مخې پر طالبانو د امریکا داعش ضد مرستې هم بندیږي

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱

د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د امریکا د استازو جرګې له خوا پر طالبانو د مرستو بندېدو لایحه تصویب کېدل به افغانستان د بشري ناورین لور ته بوځي. هغه وویل چې له دې لایحې سره به د داعــش ضد جګړې لپاره پر طالبانو د امریکا مرستې هم بندې شي.

د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ ۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « امریکا طالبانو ته درې ډوله مرستې ور کولې، لومړی ډول یې دا و چې امریکا د داعش ځپلو یا هم د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دویم ډول یې بشري مرستې دي چې دبېلابېلو ادارو له لارو کېدلې چې یو څه یې طالبانو ته هم رسېدلې او درېیم ډول یې په افغانستان کې د امریکا د نیمګړو پروژو د تکمیلولو په موخه کېدلې.»

داودزی په دې باور دی، چې د امریکا له دې درې ډوله مرستو څخه د طالبانو ادارې ته ګټه رسېده.

د هغه په وینا، په امریکا کې بحث دا دی، چې پر طالبانو ټولې مرستې بندې کړي او یوازې بشري مرستې داسې تنظیم شي چې حاکمې ډلې ته پکې ګټه ونه رسیږي.

محمد عمر داودزي وویل:« طالبان که هر ډول ظالمانه مالیه راټوله کړي خو پرته د بهرنیو مرستو څخه د افغانستان بودجه نه شي پوره کولی او دا کار په هغه بهتر وخت کې ناممکن و.»

د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر اندېښنه لري، چې که د امریکا مرستې له دې وروسته بندې شي نو بازار کې به ډالر کم شي او د افغانۍ ثبات به له منځه لاړ شي.

داودزی همدراز وايي چې ددې مرستو په قطع کېدو سره به طالبانو ته ستونزمنه شي چې د ملکي مامورینو معاشونه ورکړي.

دغه افغان چارواکی وايي چې له دغه حالت څخه د وتلو لپاره دې طالبان په خپله تګلاره کې بدلون راولي او د افغان ولس قناعت حاصل کړي نو بیا دا د نړۍ پر قناعت تاثیر لري خو د هغه وینا، واکمنه ډله په دې برخه کې ناکامه ده.

دا څرګندونې په حال کې دي، چې د امریکا د کانګرس غړي تیم برچټ د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په دویمه اعلان وکړ، چې د امریکا د استازو جرګې یو قانون تصویب کړی دی چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسو ته د ترهګرو د لاسرسي مخه ونیسي.

دا قانون به له افغانستان سره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو بشري مرستو ته د طالبانو لاسرسی قطع کړي.

دا روښانه نده، چې طالبانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو له بشري مرستو څومره ګټه اخیستې خو د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهسې امریکا له طالبانو سره ۱۲ میلیارده ډالرو پټه مرسته کړې.

طالبانو تر دې دمه د امریکا د استازو د جرګې د وروستۍ تصویب شوې لایحې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې نشرات بیا پیل شول

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱

«راه فردا» راډیو-ټلوېزیون د خپلې فېسبوک‌ پاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې د دې رسنۍ نشرات له دوه میاشتني ځنډ وروسته بیا پیل شول. یاده رسنۍ دمګرۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو انتنونو او همداراز د «ترکمن عالم» سپوږمکۍ له لارې په ټوله نړۍ کې د لاس‌رسي وړ ده.

د دغه ټلوېزیون مسوولان وايي، چې د نشراتو له پیل سره هڅه کوي نوې او ولسي خپرونې وړاندې کړي او د خلکو غږ ته په سمه توګه پوښښ ورکړي.

دوی د خپرونو د ځنډېدو په وخت د لیدونکو له ملاتړ نه مننه کړې ده.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون په کابل کې د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې نشرات له دې امله ځنډولي وو، چې ګواکې کارکوونکو ته یې معاشونه نه دي ورکړي.

د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون د دغې ډلې ضد څېرې محمد محقق اړوند د «راه فردا» ټلوېزیوني شبکې دوسیه محکمې ته راجع کړې وه او ویلي یې و، چې د محکمې تر پرېکړې به د دغه ټلوېزیون نشرات بند وي.

پاکستان: د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو ګواښ ډېر شوی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د پاکستان اې‌پي‌پي رسنۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي په حواله ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعالیتونو د اسلام‌اباد ملي امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد دوشنبه (د چنګاښ ۲مه) وویل: «هغه ترهګري چې له افغانستان نه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي لا هم د پاکستان لپاره یو جدي ګواښ دی.»

نوموړی وايي، چې ټي‌ټي‌پي شاوخوا ۶ زره جنګيالي لري او د ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو کې يې خوندي پټنځایونه موندلي دي.

د هغه په وینا؛ د القاعده او بلوڅ بېلتون‌ غوښتونکو په ګډون نورې ډلې هم د افغانستان له خاورې فعاليت کوي.

د پاکستان سفیر خبرداری ورکړی، چې د دغه وضعیت دوام نه یوازې د پاکستان امنیت؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو له ګواښ سره مخ کوي.

هغه وايي، په تېره اپرېل میاشت کې د ټي‌ټي‌پي ۵۴ جنګیالیو غوښتل چې د پاکستان خاورې ته ننوځي؛ خو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

هغه همداراز ادعا کړې، چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پرمختللې پاتې شوې وسلې اوس د دې ډلو لاس ته لوېدلې او پاکستان یې ځینې نیولې دي.

پاکستان داسې مهال د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو خبرې کوي، چې طالبانو په وار، وار د دغه ادعاوې رد کړې دي.

څه موده مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د پاتې شویو ۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللو امریکایي وسلو نه یې ځینې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېدلې دي چې په دغه هېواد کې په «خونړیو ترهګریزو» بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

دغه امریکایي وسلې چې په کې د جبهه‌ییزې جګړې ټوپکونه، ماشینګڼې او شپني دوربینونه شامل دي؛ د وسلو په تور بازار کې پلورل کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي»، بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا په جګړه کې کارول کېږي.

روزا اوتنبایوا: د ایران او اسراییل کړکېچ د افغانستان ناورین لا ناوړه کړی

۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۴ جون ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لوړپوړې ځانګړې استازې وايي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالي په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین نور هم ناوړه کړی دی.

په کابل کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړې، چې د ایران او اسراییل ترمنځ وروستیو هوایي بریدونو پر افغانستان ناوړه اغېزه کړې دي.
د هغې په وینا؛ شخړې د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالي،د سوداګرۍ ګډوډېدو او له ایرانه د زرګونو افغان کډوالو د ستنېدو لامل شوې دي.
هغې خبرداری ورکړی، چې په دې وروستیو کې هره ورځ تر ۱۰ زرو ډېر افغانان له ایران نه ستانه شوي دي؛ په داسې حال کې چې د کال له پیل راهیسې تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان او ایران نه هېواد ته ستانه شوي دي.
نوموړې ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزې ټولنې او د طالبانو واکمنې ادارې هڅه کړې چې کډوال جذب کړي؛ خو د نړۍوالې ټولنې له مرستې پرته به دا بهیر دوامداره او خوندي نه وي.

له طالبانو سره د تعامل په اړه اندېښنې
مېرمن اوتنبایوا امنیت شورا ته له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د روان تعامل په اړه هم معلومات ورکړي دي.

هغې ادعا کړې، چې د دغه تعامل موخه له نړۍوالو قوانیو سره سم د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان جوړول دي؛ نه اوسنی وضعیت عادي کېدل.
هغې خبرداری ورکړی، چې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره مخ پر خرابېدو دی. طالبان لا هم د ښځو او نجونو پر زده‌کړې، کار او ازادۍ او عامه ژوند سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دوحه کې نوي تحولات
اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د هغه پلان اعلان وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به په قطر کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور پراختیا په اړه کاري غونډې ترسره کړي او دا یې د نړۍوالې همکارۍ په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

له پراخو محدودیتونو سره نسبي ټیکاو
نوموړې وايي، چې د طالبانو واکمنۍ نسبي ټیکاو راوستی او محدوده اقتصادي وده یې رامنځته کړې؛ خو په ورته وخت کې یې په ټولنه او په ځانګړې توګه پر ښځو سخت قوانین وضع کړي دي.
د یوناما مشرې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» قانون د دغو محدودیتونو یوه بېلګه بللې، چې په عملي توګه یې په عامه ژوند کې د ښځو ګډون له منځه وړی دی.

د نجونو پر زده‌کړې د بندیز لرې کېدو لپاره غوښتنه
اوتنبایوا ټینګار کړی، چې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته زده‌کړې بندیز د تبعیض ښکاره نښه ده او باید ژر تر ژره لرې شي.

هغې وویل: «موږ باید د افغان ښځو او نجونو اندېښمنوونکی وضعیت هېڅکله هېر نه کړو، که څه هم نور د خبرونو په سرټکو کې نه وي.»