• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطامحمد نور ایران د اسراییل پر وړاندې شوې جګړه کې ګټونکی بولي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۱

د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور د خپلې اېکس پاڼې له لارې د ایران او اسراییل ترمنځ د اوربند په تړاو د مبارکۍ یو اوږد پیغام او تحلیل خپور کړی او په دغه پیغام کې یې ایران د دې جګړې ګټونکی بللی دی.

نور په خپله لیکنه کې ویلي، چې د اسراییل پر وړاندې د ایران درېدل د دغه هېواد د حاکمیت د شجاعت او تدبیر نتیجه ده، چې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې ترلاسه شوې ده.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو یوازې په ۱۱ ورځو کې افغانستان ونیوه؛ هغه هېواد چې عطامحمد نور پکې یو له مهمو کسانو ګڼل کېده او وسله به یې پر اوږه ګرځوله.

نوموړي په هغه وخت کې ویلي و، «ترڅو چې یوه مرمۍ راسره وي، جګړه به کوم» خو لا د مرمیو له خلاصېدو مخکې ازبکستان ته وتښتېد.
نور وايي: «۱۳ ورځې مخکې کله چې صهیونیستي متجاوز او ماشوم وژونکي رژیم پر تهران برید وکړ نو سخت غمجن شوم.»

خو د دغه پیغام د کمنټونو په برخه کې یوه کس بیا ورته لیکلي: «ایران څه کوې، نن په مسکو کې یو افغان ماشوم د یوه بهرني له خوا پر ځمکه ویشتل شوی، د هغه په اړه یو څه ووایه.»
عطامحمد نور په دې پیغام کې ویلي، اسراییل فکره کاوه چې که د ایران د نظامیانو لوړپوړي چارواکي ووژني نو مدیریتي تشه او ورسره به په کور دننه ګډوډي رامنځته شي.
د دغه پیغام د تبصرې په برخه کې یوه کس د پوښتنې په بڼه لیکلي: «ایرانیانو چې هر څه وکړل د خپل هېواد لپاره یې وکړل؛ خو تاسو له تېښتې پرته څه کار کړنه لری؟»
نوموړي په دې پیغام کې زیاته کړې، چې ایران په دې جګړه کې خپل اقتدار او ملت یې هم خپل یووالی وښود، په اسلامي نړۍ کې یې خپل محبوبیت ډېر کړ، اسراییل ته یې د جاسوسۍ شبکې لمنځه یوړې، د اسراییل تل ابیب او حیفا ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل او په پایله کې سره له دې چې جګړه د اسراییل له لوري پیل شوه؛ خو ګټونکی ایران وو.
د دغه پیغام په کمنټونو کې بیا یو شمېر کسانو عطا محمد نور ته په خطاب کې لیکلي: «هغه څه دې چې په دې لیکنه کې ویلي، د ایران لومړی درجه چارواکي هم پرې باور نه لري او همداراز تبصره کوونکو ویلي، چې یاده جګړه په یوه خاص هدف سره پیل شوه چې د ایران د لوړ پوړو چاراکو وژنه او ورسره اټومي تاسیساتو ته زیان رسول وو او همداسې پرته له دې چې یو امریکایی پکې ووژل شي پای ته ورسېده.»
نور دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او اسراییل ترمنځ د دولس ورځنۍ جګړې په درشل کې اعلان وکړ، چې د اسراییل او ایران تر منځ بشپړه او وروستۍ هوکړه شوې او هر اړخیز اوربند به ټینګېږي.

یاده دې وي، چې په دې جګړه کې امریکا، اسراییل او ایران هر یو ځان بریالی بولي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران سفیر: طالبان دې د افغان ماشوم پر وړاندې تاوتریخوالي ته غبرګون ښکاره کړي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي د یوې افغان ماشومې پر وړاندې د "غېر انساني او کرکجن" برید په غبرګون کې له طالبانو غوښتي، چې د دې پېښې په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي او خپل رسمي غبرګون وښيي.

یاد برید د دوشنبې په شپه د جون ۲۳ نېټه د مسکو ښار د شرمتیوو نړۍوال هوایي ډګر په یوه تمځای کې رامنځته شو، چې پکې یو ۳۱ کلن بېلاروسي کس «ولادیمیر ویتکوف» یوه دوه کلنه افغانه نجلۍ پر ځمکه وویشته.

دا ماشومه له خپلې مور سره یو ځای له ایران څخه د ناامنۍ له امله روسیې ته تللې وه.

سفیر جلالي د تسنیم خبري اژانس ته ویلي: «دا هېڅ فرق نه کوي چې دا ماشومه د کوم هېواد ده، دا یو جنایت دی او عامل یې باید سزا وویني، طالبان، روسیه او هر بشرپال یې باید پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.»

هغه د سفارت په رسمي ټېلګرام پاڼه لیکلي: «مونږ له طالبانو غواړو چې دا پېښه وپلټي او خپل مسوولیت ادا کړي.»

د پېښې له امله یاده ماشومه له سختې دماغي ټپ وروسته بې‌هوښه شوې او دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې ده.

ویل کېږي، بریدکوونکی چې دا غېر عادي چلند یې کړې، له کابل څخه الوتنه کړې وه، له مخدره توکو سره یو ځای نیول شوی دی.

سره له دې چې دغه پېښې پراخ انعکاس او غبرګونونه راپارولي دي، طالبانو تر دې مهاله نه په مسکو سفارت او نه هم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی دی.

د روسي چارواکو په وینا، متهم نیول شوی او دا مهال د قتل د هڅې په تور تر پوښتنو لاندې دی.

د ماشوم مور له اړوندو چارواکو د عدالت غوښتنه کړې ده.

برېتانیا، کاناډا او سویس د «F-35» جنګي الوتکو پېر ته مخه کړې ده

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د برېتانیا، کاناډا او سویس مشرانو په هالنډ کې د ناټو د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې اعلان کړی، چې دوی غواړي هغه امریکايي «F-35» جنګي جېټ الوتکې وپېري چې د اټومي بمونو د لېږد وړتیا لري.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر اعلان کړی، چې هېواد به یې ۱۲ داسې «F-35» جنګي الوتکې وپېري، چې د اټومي بمونو د لېږد وړتیا لري او کولی شي د هوایي دفاع له سیسټمونو ځان وژغوري.

د دې تر څنګ د کاناډا لومړي وزیر هم ویلي، چې د دې جنګي جېټ الوتکو د پېرلو پرېکړه له سره ارزوي.

همداراز، د سویس حکومت اعلان وکړ چې د «F-35» جنګي الوتکو د پېرلو په موخه به له امریکا سره خبرې وکړي.

که څه هم له یادو هېوادونو څخه هېڅ یو د دغو پرمختللو امریکایي جنګي الوتکو د پېرلو او د اسراییل له لوري په ایران کې د پوځي عملیاتو د دې الوتکو د احتمالي رول په اړه څه نه دي ویلي، خو دا امکان شته چې د ایران د هوايي دفاع له سیسټم څخه د تېښتې او ټاکل شویو هدفونو په دقیق بمبارۍ کې د دغو الوتکو بریالیتوب، د دوی په دې پرېکړه کې اغېزمن رول لوبولی وي.

کاناډا د ټرمپ د ادارې پر مهال له واشنګټن سره د سیاسي کړکېچ له امله د ۳۳ میلیارده کاناډایي ډالرو په ارزښت د ۸۸ «اېف–۳۵» جنګي الوتکو پېرل ځنډولي وو، خو د دغه هېواد د لومړي وزیر له نوي اعلان سره داسې ښکاري، چې اوټاوا د دې معاملې په نهایی کولو سره له واشنګټن سره خپلې اړیکې بېرته ښه کوي.

بلخوا کې‌ير سټارمر د چهارشنبې په ورځ وویل: «برېتانیا به د ۱۲ (اېف-۳۵) جنګي جېټ الوتکو په اخیستلو سره د ناټو د ګډ هوايي اټومي ماموریت سره یوځای شي.»

د برېتانیا حکومت دا اقدام د برېتانیا د اټومي دریځ د پیاوړتیا لپاره تر ټولو لوی اقدام بللی دی.

سټارمر دا اعلان په هالنډ کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال کړی دی.

په همدې حال کې، د کاناډا لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د «لاک‌هیډ مارټین» له شرکت څخه د امریکایي F-35 جنګي جېټ الوتکو د پېرلو امر لپاره د هېواد د پلان بیاکتنه به د دوبي تر پایه بشپړه شي.

د روان کال په مارچ میاشت کې کارني د ۸۸ « F-35 » جنګي جېټ الوتکو د پېرلو قرارداد د بیاکتنې امر وکړ.

د برېتانیا او کاناډا د اعلان سره سم سویس هم وویل، چې د F-35 جنګي الوتکو د پېرلو لپاره له متحده ایالاتو سره په خبرو اترو بوخت دي.

سویس پرېکړه کړې، چې په راتلونکي کې به د ۷،۴ میلیارد ډالرو په ارزښت ۳۶ « اېف – ۳۵ » الوتکې وپېري خو دا پرېکړه په دې بې طرفه هېواد کې په یوه جنجالي بحث بدله شوې ده.

د دغه پرېکړې مخالفینو د هېواد د زړو « F-18 » جېټ الوتکو د « F-35 » سره د ځای پر ځای کولو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي، چې سویس د خپلې خاورې د دفاع لپاره پرمختللو جنګي جېټ الوتکو ته اړتیا نه لري.

خو د سویس د دفاع وزیر مارټین فایسټر بیا وايي، چې هېواد یې نور د F-18 جنګي الوتکو سره خپل هوايي حریم او نفوس نشي ساتلی.

د ناټو غړو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ هوکړه وکړه، چې د امریکا د متحده ایالاتو په غوښتنه، تر ۲۰۳۵ کال پورې خپل پوځي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۲سلنې څخه ۵ سلنې ته لوړ کړي.

د ناټو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د ژورو امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې یو موټی دي، په ځانګړې توګه د روسیې له‌خوا اروپا-اتلانټیک امنیت ته اوږدمهاله ګواښ او د ترهګرۍ دوامداره ګواښ ته په پام سره.

یوناما په افغانستان کې د سختې ګرمۍ د څپې خبرداری ورکړی

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) خبرداری ورکړی، چې اقلیمي بدلونونو د سوېلي او مرکزي اسیا د تودوخې څپې زیاتې کړې دي. یوناما ویلي، چې د چنګاښ له ۱۰ تر ۱۲ نېټې پورې افغانستان به د یوې سختې تودې څپې شاهد وي، چې د هوا تودوخه به د معمول په پرتله لوړه وي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د چنګاش ۴مه) پر اېکس پاڼې د یوه یادښت له لارې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په حواله لیکلي، چې تمه کېږي له سې شنبې څخه تر پنجشنبې (د چنګاښ له ۱۰ څخه تر ۱۲ پورې) تودوخه نور د نورمال حالت په پرتله له ۲ تر ۱۲ درجو سانتي ګراډ پورې لوړه شي.

په دې یادښت کې ویل شوي، چې د هېواد په سوېلي، ختیځ او شمالي سیمو کې د تودوخې درجه به له ۴۵ درجو سانتي ګراډ څخه لوړه شي.

یوناما لیکلي: «دا وضعیت کولی شي د انسانانو روغتیا، څارویو او نباتاتو ژوند ته جدي خطر رامنځته کړي.»

یوناما لیکلي: «د ځمکې د تودوخې زياتوالی د تودوخې څپې د زیاتوالی لامل کېدای شي، په ځانګړې توګه په هغه زیانمنو سیمو کې لکه سوېلي او مرکزي اسیا کې به د تودوخې زياتوالی ډېرې او اوږدې وي، دا د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوی د اندېښنې وړ بهیر دی.»

نړۍوالې تودوخې د نړۍ د نیمایي نفوس ژوند له بحراني حالت سره مخ کړی دی.

د اقلیم د بدلون څېړنیز انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې د سږکال د تودوخې د بې ساري زیاتوالي او د هغې د اندېښمنو پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو د دوامداره ښاري پراختیا پروګرام مخکې د چاپیریال د خرابوالي او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، چې د اوبو او فاضله موادو ضعیف مدیریت او د شنو ځایونو نشتوالی د افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کوي.

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو خبرې کوي

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ د ناټو له سرمشریزې وروسته اعلان وکړ چې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره تر خبرو وروسته پلان لري چې ژر له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو وغږیږي.

ټرمپ، چې په بروکسل کې یې د ناټو کلنۍ غونډې تر پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې امریکا دا مهال ارزونه کوي چې اوکراین ته نور "پیټرېوټ" توغندیز دفاعي سیستمونه واستوي، چې د روسیې د توغندیو او بې‌پیلوټه بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه: « دغه توغندي (پیټرېوت) ډېر سخت ترلاسه کېږي، خو موږ به وګورو چې څومره ممکن دي».

ټرمپ وویل چې ولسمشر زیلینسکي غواړي جګړه پای ته ورسیږي، او «پوتین[هم] باید دا جګړه پای ته ورسوي».

طالبانو په ترکیه کې خپل نوی سفیر معرفي کړ

۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۵ جون ۲۰۲۵، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ د ترکیې پلازمېنه انقره کې، شیخ صنیع‌الله فرهمند د طالبانو د نوي سفیر په توګه د خپل سفارت کارکوونکو ته معرفي کړ.

د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې رسمي ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت پر پلاوي سربېره، په ترکیه کې د مېشتو افغانانو یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو هم ګډون کړی و.

متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سفارتي اړيکو لوړوالي ته په اشاره ویلي، چې د سفیر په کچه د اړیکو لوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او مثبتو اړیکو څرګندونه کوي.

نوموړي هیله وښوده چې د نوي سفیر په راتګ سره به د افغانستان او ترکیې ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې شي.