د اسپانیا صدراعظم د غزې جګړه نسلوژنه وبلله

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچېز د غزې وضعیت نسل وژنه بللې او وايي، غزه د نسل وژنې له یوه بوږنووکي حالت سره مخ ده. هغه له اروپايي ټولنې غوښتي چې له اسراییل سره د همکارۍ تړون ژر تر ژره وځنډوي. اسراییل په غزه کې تازه د خوړو د وېش چارې درولې دي.