محسن داوړ: علي وزیر له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري او وضعیت یې هم په خرابېدو دی

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن دواړ وایي، په زندان کې د علي وزیر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هغه ته ان له خپلې کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، «له علي وزیر سره کېدونکی چلند له شرم هم ورهاخوا چلند دی.»
محسن دواړ زیاته کړې، چې د یوه کال راهیسې پاکستاني حکومت په درواغجنو تورونو علي وزیر زنداني کړی او لا یې هم برخلیک نامعلوم دی.
داوړ وایي: «موږ د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکي یو».
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی علي وزیر کال وړاندې د اسلام اباد په پېمز روغتون کې پاکستاني پولیسو د درملنې پر مهال نیولی و.
که څه هم د بشري حقونو بنسټونو تر څنګ یو شمېر سیاستوالو هم د هغه د خوشې کېدو غوښتنې کړې؛ خو پاکستان ورته چندان پاملرنه نه ده کړې.
علي وزیر په سند ایالت کې زنداني دی او تر دې دمخه یې هم د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې شریکې شوې وې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د هغه ملګرو څو، څو ځله د علي وزیر نیول کېدل نه یوازې ظالمانه بللي؛ بلکې غوښتنه یې کړې، چې ژر تر ژره باید خوشې شي.

د پاکستان له لوري د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي. د دغې مودې ختمېدو په درشل کې ګڼ د پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په تړاو اندېښمن دي.
د پاکستان مرکزي حکومت تر دې وړاندې په وار، وار د پي او ار کارت لرونکو لپاره د روانې جون میاشتې ۳۰مه په دغه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه؛ خو د دغې نېټې په رانږدې کېدو یو شمېر پي او ار کارت لرونکي افغانان د خپل ناروښانه برخلیک په اړه اندېښمن دي.
امنه چې د دوو بچو مور ده او د پښتونخوا په پېښور ښار کې اوسېږي وايي، د خپلې کورنۍ د راتلونکې په اړه ډېره اندېښمنه ده.
نوموړې د پاکستان پر حکومت غږ کوي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو دې له افغان کډوالو سره له نرمښته کار واخلي:« له شلو کالو زیاته موده کېږي، چې موږ دلته اوسېږو. ژوند مو برابر کړی او روزګار مو د خدای په فضل ښه چلېږي؛ خو که موږ په جبري توګه شړل کېږو دا به ډېره سخته وي او باید مرسته راسره وشي.»
یوازې امنه نه؛ بلکې د دغې پرېکړې له مخې ۱.۳ مېلیونه افغان کډوال چې د پي او ار کارتونه لري، له پاکستانه د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم (د جون ۳۰مې) ته لا څو ورځې پاتې دي؛ خو وار له مخه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې یوازې تېره اوونۍ زرګونه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.
د افغان کډوالو لویه برخه کې د افغانستان په دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې مېشته ده، چې وخت ناوخت له دوی سره د ناسم چلند او زور زیاتي په اړه هم راپورونه ورکول کېږي.
په دې ورستیو کې بیا د افغانستان بل ګاونډي ایران هم له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ ایران یوازې د چهارشنبې په ورځ له خپلې خاورې تر ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال د اسلامکلا له لارې اېستلي دي.
د هرات لپاره د طالبانو سیمهییزو چارواکو هم د دغه خبرې پخلی کړی و.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا اعلان کړی، چې پر افغانستان د دغې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې له ۵ مېلیونو ډېر کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي چې ، دغه کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې اېستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
که څه هم طالبان د ستنو شویو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو خبره کوي؛ خو ستانه شوي کډوال بیا له بې وزلۍ، بېکارۍ او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د نه لاسرسي ستونزه سره مخ دي.
وړاندې په دې اړه بېلابېلو نړۍواله مرستندویه بنسټونو او بشري سازمانونو اندېښنه ښودلې وه، چې افغانستان وار له مخه له جدي اقتصادي ننګونو سره مخامخ دی او که هممهاله له ګاونډیو هېوادونو افغان کډوال په زور شړل کېږي؛ نو دغه هېواد به له جدي او لویو ستونزو سره مخامخ شي.

د امریکا د فېډ پر خپلواکۍ د ټرمپ نیوکو او د فېډ مشر جیروم پاول د بدلون ګونګوسو؛ په نړۍوالو بازارونو کې د ډالرو پر ارزښت اغېز کړی دی.
یورو ۱.۱۶۸۷ ته، سټرلېنګ ۱.۳۶۹۰ ته لوړ شوي او د ډالرو نړۍوال شاخص ۹۷.۴۹۱ ته راټیټ شوی، چې دا په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو ټیټه کچه ښودل شوې ده.
بازارونه اوس د فېډ لهخوا د سود بیو د کمېدو شونتیا ۲۵ سلنه اټکلوي.
له بلې خوا JPMorgan خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ تعرفوي پالیسي به اقتصادي وده کمه کړي او د اقتصادي ځوړ احتمال به ۴۰ سلنې ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو محاکمه یوه "شرموونکې ننداره" بللې او د هغې د سمدستي لغوه کولو یا د بشپړې بخښنې غوښتنه یې کړې ده.
ټرمپ پر خواله رسنۍ ټروث سوشیال لیکلي: «زه حیران یم چې اورم د اسراییل دولت چې تازه یې یوه له سترو شېبو څخه تجربه کړه او هغه هم د نتنیاهو د زړورې مشرۍ له خوا په ښه توګه رهبري شوه، د خپل لوی جنګیالي لومړي وزیر پر وړاندې دغه مسخره جادوګرۍ ته دوام ورکوي.»
هغه د ایراني رژیم پر ضد په وروستیو عملیاتو کې د خپل او نتنیاهو ګډ رول ته په اشارې سره وویل: «زه او نتنیاهو د اسراییل د اوږدمهاله او هوښیار دوښمن، ایران سره په یوه سخته جګړه کې یوځای د دوزخ له اور څخه تېر شوو، په دې لاره کې نتنیاهو د خپلې مقدسې خاورې لپاره خورا هوښیارتیا، ځواک او مینه وښودله، که د هغه پر ځای بل څوک وای نو له زیان، شرم او ګډوډۍ سره به مخ شوی وای.»
ټرمپ ټینګار وکړ، چې نتنیاهو د اسراییل په تاریخ کې یو بېساری جنګیالی دی. د دې جګړې پایله داسې وه، چې هېچا یې تمه نه درلوده او د نړۍ له سترو او خورا پیاوړو اټومي وسلو پروګرامونو څخه یو یې په بشپړه توګه له منځه یووړل شو.
هغه زیاته کړې: «موږ په عملي توګه د اسراییل د بقا او دوامداره شتون لپاره مبارزه کوله او هېڅوک د نتنیاهو په څېر د اسراییل لپاره نه دي جنګېدلي.
د دوشنبې په ورځ د نتنیاهو د محاکمې دوام ته په اشارې سره، د امریکا ولسمشر لیکلي: «زه همدا اوس پوه شوم چې نتنیاهو د دې وحشتناکې نندارې د دوام لپاره احضار شوی دی، کومه چې د ۲۰۲۰کال په مې میاشت کې پیل شوې وه، دا لومړی ځل دی چې یو لومړی وزیر د خپلې دندې پر مهال محاکمه کېږي.»
ټرمپ په طنزیه ډول لیکلي: «یوه سیاسي دوسیه چې د سګرټو، باگز ګوډاګي او ګڼو نورو ناعادلانه تورونو په اړه ده، د هغه سړي پر ضد چې دومره قرباني یې د خپل هېواد لپاره ورکړې، نه قبلېدونکې ده. نتنیاهو او اسراییل د داسې چلند وړ نه دي.»
هغه په پای کې وویل: «محاکمه باید سمدلاسه لغوه شي یا باید د دې لوی اتل لپاره بخښنه صادره شي چې خپل هېواد ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي. شاید د اسراییل په تاریخ کې هېڅوک د متحده ایالاتو د ولسمشر سره دومره همغږي نه وي، دا امریکا وه چې اسراییل یې وژغوره او اوس امریکا باید نتنیاهو وژغوري. دا ظلم باید دوام ونه کړي

هندي رسنۍ «ټایمز اف انډیا» راپور ورکړی، هغه پاکستاني پوځي افسر چې د هند د هوایي ځواک د پيلوټ «ابینندن ورتهمان» د نیولو ادعا یې کړې وه، د سوېلي وزیرستان سراروغه سیمه کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې «ای اېس پي ار» په یوې خپره کړې اعلامیه کې دا منلې، چې میجر سېد معیظ عباس شاه د عملیاتو پر مهال له یو بل پوځي افسر جبران الله سره یو ځای هغه مهال ووژل شو، کله چې پوځ د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیات ترسره کول.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې زیاته کړې، چې په همدې عملیاتو کې پاکستاني ځواکونو ۱۱ وسلهوال طالبان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
ټایمز اف انډیا وایي، چې د میجر معیظ جنازه د راولپنډۍ په چکلاله ګارېسن سیمه کې ترسره شوه، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر هم پکې ګډون کړی و.
میجر معیظ عباس شاه په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال د نړۍوال پام ځانته راواړاوه، کله یې چې ادعا وکړه، چې د هند د هوایي ځواک پيلوټ ابینندن ورتهمان یې نیولی دی.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوه، چې د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي وضعیت له ترینګلتیا وروسته یوه هندي جنګي جېټ الوتکې د پاکستان هوایي حریم ته له داخلېدو وروسته سقوط وکړ.
دا وروستۍ پېښه یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې د« ټي ټي پي » د بیا فعالیت د نښو د څرګندېدو په توګه ګڼل کېږي.
پاکستاني پوځ په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر استخباراتي عملیات د ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه قبایلي سیمو کې ترسره کړي، چې موخه یې د «ټي ټي پي» وسله والو د وژلو او پاتې شونو کشف و.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، په پاکستان کې د یوه کال په موده کې شاوخوا ۹۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ۳۸۳ ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي .

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق د امریکا د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې یې طالبانو ته مرستې بندوي. نوموړی وایي، چې طالبان له څلورو کلونو راهیسې د امریکایی مالیه ورکوونکو له پیسو څخه ځان تغذیه کوي او پر افغانانو ظلم کوي.
د امریکا د استازو جرګې د دوشنبې په ورځ د «امریکایی مالیه ورکوونکو پیسو ته د ترهګرو د لاسرسي مخنیوي» په نوم یو قانون تصویب کړ.
دا قانون اوس د وروستي تصویب لپاره سنا ته لېږل شوی دی.
د دې قانون ملاتړي په دې باور دي، چې طالبان افغانستان ته د امریکا د بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د دې قانون د مسودې جوړونکی ټیم برچټ ادعا وکړه، چې امریکا هره اوونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیون ډالره لېږي.
د بایډن ادارې د بهرنیو چارو وزارت دا تور رد کړی و؛ خو د ټرمپ ادارې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د دې وېرې له کبله چې طالبان ممکن دې مرستو ته لاسرسی ومومي په افغانستان کې د مرستندویه ادارو لپاره د پيسو لېږد یې درولی دی.
د طالبانو مخالف سیاسي شخصیت محمد محقق د چهارشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ټینګار وکړ، چې طالبانو د امریکا د مالي مرستو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له لارې پر افغانانو ظلم کړی او د دې مرستو بندول یو ارزښتناک ګام دی.
هغه زیاته کړه، چې د دې ملاتړ بندول به طالبان کمزوري کړي او په افغانستان کې به مثبت پرمختګونو ته لاره هواره شي.
د امریکا د دې پرېکړې منتقدین له اړمنو خلکو سره د مرستو د کمولو د پایلو په اړه اندېښمن دي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړ، چې د امریکا د استازو جرګې له خوا افغانستان ته د امریکا د مرستو د بندولو د قانون تصویب کولی شي، افغانستان د بشري ناورین لوري ته بوځي.
په ورته وخت کې هغه دا هم وايي، چې طالبانو په مختلفو لارو افغانستان ته د امریکا له مرستو څخه ګټه پورته کړې ده.
نوموړي ادعا وکړه، چې امریکا له داعش سره په مبارزه کې له طالبانو سره مرسته کړې ده.
د بایډن د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د طالبانو له خوا د افغانستان لپاره د مرستندویه مرستو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخیستي دي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزير انتوني بلېنکن د امریکا د مرستو د څار د دفتر (سیګار) هغه راپور ومانه، چې طالبان لږ تر لږه ۱۰ میلیونه ډالر له هغه ۳ میلیارده ډالرو بشري مرستو څخه چې امریکا افغانستان ته ورکړې ګټه اخیستې ده.
محقق زیاته کړې، چې د طالبانو رژيم د امریکا په مرستو پورې تړلی و.
په ورته وخت کې نوموړي له امریکا او نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د زیانمنو او اړمنو برخو د ملاتړ لپاره داسې لارې چارې ومومي، ترڅو دا مرستې د طالبانو د ځواکمنولو لامل نشي.
د اسلامي وحدت ګوند مشر ډاډ څرګند کړ، چې که امریکا په رښتيا سره غواړي په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ بند کړي، نو دا لایحه به په سنا کې هم تصویب شي.
مخکې له دې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت شورا هم د امریکا د استازو جرګې له خوا له طالبانو سره د مرستو د بندولو د اقدام هرکلی کړی و.
