اوکرایني بېپېلوټه الوتکو په کریمیه کې د روسیې هوايي دفاعي سیستم ویشتی

د اوکراین د پوځ استخباراتي ادارېویلي چې ځانګړو بېپېلوټه الوتکو یې د روسیې تر ولکې لاندې کریمیه کې د «S-400» هوايي دفاعي سیستم مهمې برخې زیانمنې کړي دي.

د اوکراین د پوځ استخباراتي ادارېویلي چې ځانګړو بېپېلوټه الوتکو یې د روسیې تر ولکې لاندې کریمیه کې د «S-400» هوايي دفاعي سیستم مهمې برخې زیانمنې کړي دي.
دد پوځ استخباراتي ادارېپه وینا، په برید کې د یاد سیستم رادارونه او یو توغندوی لېږدونکی ویجاړ شوی.
یاده اداره زیاتوي: «رادارونه د دښمن د هوايي دفاع سترګې دي، او پرته له هغوی دغه سیستمونه بېکاره کېږي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ هڅه کوي چې ځان د تاریخ د غلط لوري سره لا ژور وتړي، او خپل موقف د یو نسلوژونکي یرغلګر سخت ملاتړ کوونکي او توجیهکوونکي په توګه ثابته کړي.
هغه په خواله رسنۍ ایکس مېرڅ ته په اشارې سره لیکلي: « دا د هر سیاسي مشر لهپاره تر ټولو ټيټه کچه ده، چې نه یوازې په ښکاره یرغل سترګې پټوي، بلکې هڅه کوي چې د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه توجیه کړي.»
هغه زیاته کړې ده، « کله چې د یوه داسې هېواد مشر، چې د ۱۹۴۵ کال د برلین تاریخي میراث لري، د (نور هېڅکله جګړه نه) شعار له پامه غورځوي او د اسراییل د یرغلونو، جنګي جنایتونو او نسلوژنې ملاتړ کوي، نه یوازې د تاریخ له وجدان څخه ځان لیرې کوي، بلکې د جرمني د ولس له ګډ وجدان ته هم بېاحترامي کوي.»
بقایي په خپله لیکنه کې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ مخاطب کړی او وایي چې ایران به هېڅکله هغه کسان و نه بښي، چې پخوا یې صدام حسین « د عراق پخواني ولسمشر » ته کیمیاوي وسلې ورکولې او نه به نن هغه کسان هېر کړي، چې د ایران پر وړاندې د یرغل ملاتړ کوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، « تاریخ ډیر بې رحمه دی او هېڅوک داسې په اسانه نه بښي، همداراز د میلتونو حافظه ډیره اوږده وي.»
د یادولو وړ ده، چې د فرېدرېښ مرتڅ دریځ د جرمنۍ ټولنې د ارزښتونو پر وړاندې یو لانجمن دریځ ګڼل شوی، چې ښایي د جرمني د نړیوال دریځ او داخلي وجدان پر وړاندې ژورې پوښتنې راولاړې کړي.
د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د جرم په توګه وپېژني او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې یو همغږی دریځ غوره کړي.
د چهارشنبې په ورځ، دغو فعالانو په لندن کې په یوه غونډه کې چې د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو د څار ادارې کارکوونکې هیډر بار او ځیني نورو فعالانو په کې برخه اخیستې وه، په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو په وړاندې کلک دریځ ونیسي.
د غونډې ګډونوالو وویل چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه باید د «نړیوال جرم» په توګه وپېژندل شي، او د دې سیاستونو سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالې ټولنې لخوا د سمدستي، همغږي او اغیزمن اقدام غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض تعریف او جرم وګرځوي، لکه څنګه چې د نړیوال کنوانسیون په چوکاټ کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو واکمنۍ لاندې نژادي تبعیض و.
د بشري حقونو فعالانې وايي چې دا مهال په افغانستان کې مېرمنې د جنوبي افریقا د تبعیض په دوره کې د تور پوستو ښځو په څیر وضعیت لري.
د لندن په دغه غونډه کې ګډونوالو د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر حکومتونو غږ وکړ چې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د مرتکبینو په توګه فشار راوړي او هغوی حساب ورکوونکي وګڼي. دغو فعالانو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.
بلخوا د ښځو د حقونو د درناوي لپاره د لوېدیځو او اسلامي هېوادونو د غوښتنو په ځواب کې، طالبانو ویلي چې دا یوه داخلي مسله ده او دوی په کور کې د کلتوري حساسیتونو له امله د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو څخه انکار کړی دی.
د نړيوال وجهي صندوق (IMF) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د ناخالص کورني توليد د ۲۰۲۵ کال د ودې وړاندوینه یې له پخوا ۳ سلنه څخه ۳.۵ سلنه ته لوړه کړې ده.
دا بدلون په جزوي ډول د دولت لهخوا پر مخ وړل کېدونکو لویو پروژو ته د زیاتې تقاضا او همدا ډول دا پرمختګ د هغو هېوادونو د پلان له امله شوی چې د تېلو تولید همغږي کوي او غواړي د تولیدي بندیزونه ورو ورو لرې کړي..
سره له دې چې د تېلو ټیټه بیه د سعودي عایدات کم کړي، تمه کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۷ میلیارده ډالره مالي کسر ولري.
خو بیا هم، سعودي عربستان د خپل «وژن ۲۰۳۰» تر چتر لاندې پراخ اقتصادي بدلون ته دوام ورکړی، چې موخه یې له نفتو څخه د اقتصادي اتکا کمول دي. په دې چوکاټ کې، دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د سپورټ، سیاحت او تفریح برخو کې پراخې پانګونې کړې دي.
د هند د سمندري پوځ یو جګپوړی کارکوونکی ویشال یادو، چې د نوي ډیلي په سمندري مرکز کې یې دنده درلوده، د راجستان د پولیسو استخباراتي څانګې نیولی دی. هغه تورن دی چې د هند د سندور عملیاتو اړوند محرم معلومات یې د پاکستان استخباراتي شبکې ته ور کړي دي.
هندي رسنیو ویلي، چې هغه د هند د سمندري ځواکونو د ډاکیار ریاست د لومړۍ درجې منشي په توګه دنده لرله.
د راجستان یوې سیمه ییزې محکمې نیول شوی کس د نورو پلټونو په موخه د څلورو ورځو لپاره بندي کړی دی.
رسنیو ویلي، چې وشال یادو د هریانا ایالت د روېري ولسوالۍ د پونسیکا اوسېدونکی دی او د رسمي اسرارو د قانون له مخې نیول شوی دی.
د جنايي پولیسو د تحیقاتو ریاست ویلي، چې وشال یادو له یوې پاکستانۍ استخباراتي جاسوسې سره د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه درلوده.
د وشال یادو له تیلیفون څخه ترلاسه شويو اسنادو کې موندل شوي، چې نوموړي د می میاشتې په ۷مه نېټه د هند سیندور عملیاتو پرمهال له پاکستانۍ جاسوسې سره محرم نظامی معلومات شریک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ پاکستان هم په کراچۍ کې څلور تنه هند ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د هند د اوبو او انرژۍ وزیر سي ار پټیل د پنجشنبې په ورځ د پاکستان هغه پرله پسې لیکونه رد کړل چې له هند څخه یې پکې د اندس د اوبو تړون د تعلیق لرې کولو غوښتنه کړې. نوموړي وویل، چې پاکستان څلور لیکونه ور استولي، خو نوی ډیلی پر خپلې پرېکړې د بیا کتنې پلان نه لري.
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، د پاکستان د اوبي سرچینو سکرتر سید علي مرتضی له هغه راهیسې چې هند د اندس اوبو تړون ځنډولی، د هند د اوبو او انرژۍ وزارت ته څلور لیکونه استولي دي.
پټیل وویل، هند سره له دې چې پاکستان څو ځله غوښتنې کړې، پر خپلې پریکړې د بیا کتنې هیڅ پلان نه لري. پټیل په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « د اندس د اوبو تړون لاندې اوبه هیڅ ځای ته نه ځي».
پر هند د پاکستاني سیاستوال بلاول بوټو د وروستیو ګواښونکو څرګندونو په غبرګون کې پټیل وویل چې بوټو ډېری د سیاسي دلایلو له مخې داسې څرګندونې کوي.
نوموړي زیاته کړه، « هغه د وینې او اوبو د بهیدو په اړه هم خبرې وکړې، خو موږ له داسې تشو ګواښونو نه وېرېږو».
د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې که هند د سندتاس اوبو تړون لاندې له اوبونډې انکار وکړي، نو هیواد به یې جګړې ته لاړ شي.