• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند د خپلو سمندري ځواکونو یو کارکوونکی پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د هند د سمندري پوځ یو جګپوړی کارکوونکی ویشال یادو، چې د نوي ډیلي په سمندري مرکز کې یې دنده درلوده، د راجستان د پولیسو استخباراتي څانګې نیولی دی. هغه تورن دی چې د هند د سندور عملیاتو اړوند محرم معلومات‌ یې د پاکستان استخباراتي شبکې ته ور کړي دي.

هندي رسنیو ویلي، چې هغه د هند د سمندري ځواکونو د ډاکیار ریاست د لومړۍ درجې منشي په توګه دنده لرله.

د راجستان یوې سیمه ییزې محکمې نیول شوی کس د نورو پلټونو په موخه د څلورو ورځو لپاره بندي کړی دی.

رسنیو ویلي، چې وشال یادو د هریانا ایالت د روېري ولسوالۍ د پونسیکا اوسېدونکی دی او د رسمي اسرارو د قانون له مخې نیول شوی دی.

د جنايي پولیسو د تحیقاتو ریاست ویلي، چې وشال یادو له یوې پاکستانۍ استخباراتي جاسوسې سره د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه درلوده.

د وشال یادو له تیلیفون څخه ترلاسه شويو اسنادو کې موندل شوي، چې نوموړي د می میاشتې په ۷مه نېټه د هند سیندور عملیاتو پرمهال له پاکستانۍ جاسوسې سره محرم نظامی معلومات شریک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ پاکستان هم په کراچۍ کې څلور تنه هند ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان هند ته د اوبو ور پرېښودو په تړاو څلور لیکونه استولي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د هند د اوبو او انرژۍ وزیر سي ار پټیل د پنجشنبې په ورځ د پاکستان هغه پرله پسې لیکونه رد کړل چې له هند څخه یې پکې د اندس د اوبو تړون د تعلیق لرې کولو غوښتنه کړې. نوموړي وویل، چې پاکستان څلور لیکونه ور استولي، خو نوی ډیلی پر خپلې پرېکړې د بیا کتنې پلان نه لري.

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، د پاکستان د اوبي سرچینو سکرتر سید علي مرتضی له هغه راهیسې چې هند د اندس اوبو تړون ځنډولی، د هند د اوبو او انرژۍ وزارت ته څلور لیکونه استولي دي.

پټیل وویل، هند سره له دې چې پاکستان څو ځله غوښتنې کړې، پر خپلې پریکړې د بیا کتنې هیڅ پلان نه لري. پټیل په یوه خبري کنفرانس کې وویل: « د اندس د اوبو تړون لاندې اوبه هیڅ ځای ته نه ځي».

پر هند د پاکستاني سیاستوال بلاول بوټو د وروستیو ګواښونکو څرګندونو په غبرګون کې پټیل وویل چې بوټو ډېری د سیاسي دلایلو له مخې داسې څرګندونې کوي.

نوموړي زیاته کړه، « هغه د وینې او اوبو د بهیدو په اړه هم خبرې وکړې، خو موږ له داسې تشو ګواښونو نه وېرېږو».

د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې که هند د سندتاس اوبو تړون لاندې له اوبونډې انکار وکړي، نو هیواد به یې جګړې ته لاړ شي.

د ډالر ارزښت په تېرو دریو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۳۳ GMT+۱

دا چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د دغه هېواد د مرکزي بانک نوی رییس وټاکي، د دغه راپور له خپریدو وروسته، د ډالر ارزښت د پنجشنبې په ورځ په تېرو دریو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته ټیټ شوی.

سربېره پر دې، د نړۍوالو بازارونو ونډو هم په تېرو دریو ورځو کې د دویم ځل لپاره نوی ریکارډ ثبت کړ.

وال‌ستریټ ژورنال د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د راتلونکو میاشتو په ترڅ کې له ټاکلي وخت مخکې، د امریکا مرکزي بانک لپاره نوی مشر وټاکي.

په عمومي ډول، د روان کال له پیل راهیسې د ډالر ارزښت له ۱۰ سلنې زیات راټیټ شوی او که دا لړۍ په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي، نو دا به د ۱۹۷۰مې لسیزې له پیل راهیسې د کال په لومړۍ نیمايي کې د ډالر د ارزښت تر ټولو ستر کموالی وي.

د اروپا د ونډو بازارونه هم یو ځل بیا لږ څه لوړ شوي دي. دا زیاتوالی د هغو نښو له امله دی چې ښيي د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند لا هم دوام لري او د اروپايي اتحادیې مشران له امریکا سره د سوداګریزو تعرفو د خبرو لپاره خپل دریځ ټاکي.

یورو هم په ۰،۶ سلنې زیاتوالي سره ۱،۱۷۳ ډالرو ته رسېدلې، چې دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو لوړ ارزښت بلل کېږي.

د یورو معامله‌کوونکي د ناټو د چهارشنبې ورځې د ناستې له پایلو هم هیله‌من شوي دي.

په دې ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو هوکړه وکړه چې خپل د ناخالص کورني تولید ۵ سلنه دې دفاعي چارو ته ځانګړی کړي؛ له دې ډلې ۳،۵ سلنه به د پوځ او وسلو لپاره وي او ۱،۵ سلنه به د غیرمستقیمو دفاعي تدابیرو لپاره ځانګړې شي.

د اسعارو بازار کې، د سویس فرانک په تېرو لسو کلونو کې خپل تر ټولو لوړ ارزښت ته رسېدلی او د جاپان ین یو ځل بیا پیاوړی شوی، چې ارزښت یې د ډالر په وړاندې ۱۴۴ته رسېدلی.

د ډالر شاخص، چې د ډالر ارزښت د شپږو عمده اسعارو پر وړاندې سنجوي، اوس د ۲۰۲۲ کال د مارچ له میاشتې راهیسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

د اسپانیا صدراعظم د غزې جګړه نسل‌وژنه وبلله

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچېز د غزې وضعیت نسل‌ وژنه بللې او وايي، غزه د نسل‌ وژنې له یوه بوږنووکي حالت سره مخ ده. هغه له اروپايي ټولنې غوښتي چې له اسراییل سره د همکارۍ تړون ژر تر ژره وځنډوي. اسراییل په غزه کې تازه د خوړو د وېش چارې درولې دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ژغورونکو راپور ورکړی اسراییلي ځواکونو د غزې په جګړه‌ ځپلې سیمه کې ۵۶ کسان وژلي دي او د مرستو د وېش چارې یې ځنډولې دي.

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې، تر شاوخوا ۲۰ میاشتو خونړۍ جګړې وروسته، د بشري حقونو ډلې وایي، د غزې له دوو میلیونو زیات وګړي د لوږې له وضعیت سره مخامخ دي.

اسراییل د مې میاشتې تر پایه له دوه میاشتو کلک بندیز وروسته د مرستو وقفه يي اجازه ورکړه، خو د خوراکي توکو ویش له ګډوډیو او نږدې ورځنيو مرګ‌ژوبلو سره مل و او نن یې دغه بهیر درولی دی.

د اسپانیا صدراعظم د اروپايي ټولنې یوه رپوټ ته اشاره کړې چې وایي، شواهد شته چې ښيي اسراییل د اروپا د همکاریو تړون له مخې خپلې بشري ژمنې نه پوره کوي.

شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري او وسلې لېږي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۴:۰۶ GMT+۱

رویټرز وايي شونې ده، چې شمالي کوریا د جولای یا اګست په میاشت کې روسیې ته نورې وسلې او سرتېري واستوي څو له اوکراین سره د روسیې په جګړه کې برخه واخلي. د پنجشنبې په ورځ د سویلي کوریا پارلماني وکیلانو وویل، چې دا معلومات یې د استخباراتي ادارې له یوه راپور څخه رانقل کړي دي.

د سويلي کوریا د ملي استخباراتو اداره یا (NIS) باور لري، چې ښايي روسیه د جولای یا اګست په میاشت کې پر اوکراین یو پراخ برید وکړي.

د سویلي کوریا د پارلمان غړي لي سونګ کوين تر یوې پټې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، « مهالوېش دا دی چې ښايي روسیې ته نور سرتېري د جولای یا اګست په میاشت کې واستول شي».

ده زیاته کړه چې د شمالي کوریا د استخباراتي ادارې له خوا د نورو سرتېرو راغونډول، پیویانګ ته د روسیې د ولسمشر د امنیتي سلاکار د وروستي سفر له اساسي خبرو سره اړه لري.

د دې سرتېرو ترڅنګ شمالي کوریا روسیې ته د توپونو مهمات او توغندي هم ورکوي.

ښايي روسیه د دې نظامي مرستو په بدل کې پیونګ یانګ ته د سپوږمکۍ توغولو او توغندیو د تخنيکي سیسټمونو په برخه کې مشورې ورکړي. لي دا خبرې د (NIS) له راپور څخه رانقل کړي دي.

رویټرز وايي، تر څو میاشتنۍ چوپتیا وروسته مسکو ته د شمالي کوریا د سرتېرو استول پر اوکراین د روسیې د برید چمتووالی په ډاګه کوي چې هدف یې د کورسک سیمې بېرته نیول دي.

دې دواړو هېوادونو ویلي، دا همکاري د هغه تړون پر بنسټ کېږي چې د دوی مشرانو د تېر کال په جون کې لاسلیک کړی و. په تړون کې یو له بل څخه د دفاع ژمنه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان: که پوتین د سولې خبرو لپاره ترکیې ته راشي ټرمپ هم ګډون کوي

۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۶ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته ویلي، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ترکیه کې د اوکراین او روسیې د مشرانو ترمنځ د سولې احتمالي خبرو ته ورشي، نو دی به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر د نوموړي له قوله ویلي، چې اردوغان ټرمپ ته ویلي، انقره هڅه کوي، چې د روسیې او اوکراین مشران د سولې خبرو لپاره ترکیې ته راوبولي.

اردوغان ویلي:«هغه (ټرمپ) وویل، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د حل لپاره استانبول یا انقرې ته راشي، نو زه به هم راشم.»

د ترکیې ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ناټو په سرمشریزه کې له ډونالډ ټرمپ سره تر لېدو وروسته کړې دي.

د اردوغان د دفتر له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د نوموړي له قوله ویل شوي:«موږ به اړین تماسونه ونیسو او که خدای کړل دا غونډه به ژر ترسره کړو.»

تر اوسه د امریکا او روسیې حکومت د اردوغان د یادو څرګندونو د تایید او رد په اړه څه نه دي ویلي.