ناروې افغانستان سره ۴.۲۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق ویلي، چې ناروې له دغه هېواد سره ۴.۲۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق ویلي، چې ناروې له دغه هېواد سره ۴.۲۵ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
یاد صندوق د جمعې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې دا مرسته به د حیاتي خدماتو د پراخېدو او هغو سیمو کې چې تر ټولو زیات اهمیت لري، د اوږدمهاله ملاتړ لپاره ولګول شي.
د دغه صندوق د مسوولینو په وینا، دغه مرسته له ۴۲ میلیونو ناروېژي کرونو سره برابره ده.
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې صندوق له لارې ډنمارک له افغانستان سره ۵۰ میلیونه کرونۍ مرسته کړې وه، چې ارزښت یې ۶.۹ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېده.


د خوست ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې نن جمعه (د چنګاښ ۶مه) د زورورو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او په ترڅ کې یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
که څه هم طالبانو لاتراوسه د دغه سېلابونو له امله د اوښتو زیانونه په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د خوست ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغو سېلابونو تر ټولو ډېر زیان په نادرشاه کوټ، صبریو او موسی خېلو ولسوالیو کې اړولی دی.
همداراز، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې سېلابونو دوه وروڼه وړي، چې یو یې مړ شوی او بل یې د خوست په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
له بل پلوه، په صبریو ولسوالۍ کې سېلابونو د حلبسات بازار لاندې کړی چې له امله یې ګڼې هټۍ تخریب شوې دي او خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.
دې سره جوخت د خوست اوسېدونکي زیاتوي، چې د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د غلنګ په سیمه کې د شاوخوا ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي پُل یوه برخه سېلابونو ویجاړه کړې.
دا پُل چې د ولس په شخصي لګښت جوړ شوی او یوازې یوه میاشت وړاندې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و؛ اوس د سېلابونو له امله زیانمن شوی او خلکو ته یې د تګ راتګ ستونزې ډېرې کړې دي.
ورته مهال، د طالبانو د هواپېژندنې ادارې له خلکو غوښتي، چې د دوی د خونديتوب لپاره خوندي سیمو ته لاړ شي او د بارانونو پر مهال له سېندونو او خوړونو نه واټن ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو فرعي کمېټې وروستۍ څرګندونې رد کړې. هغه ویلي، دوی پیاوړی حکومت او د افغانستان په ټولې خاورې کنټرول لري او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل خلاف وکاروي.
تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ د دغې کمېټې په غونډه کې ویلي و، چې له افغانستانه د بایډن ادارې په بېړه وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په سوېلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی.
بل هایزینګا ویلي، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو سره، سره افغانستان یو وار بیا د هغو ترهګرو په مرکز بدل شوی چې د خوندي پټنځایونو په لټه کې دي.
خو د دغو ادعاوو په ځواب کې ښاغلي مجاهد پر اېکس پاڼه کاږلي، «موږ د امریکا استازو جرګې له ادرسه هغه شوې ادعا په کلکه ردوو، چې وايي په افغانستان کې بهرنۍ ډلې شتون لري او یا چاته خطر متوجه دی.»
خو ښاغلي بل هایزینګا د داعش خراسان په کنټرول کې د طالبانو ناکامۍ ته په اشارې سره ویلي و، په داسې حال کې چې طالبان د بریا ادعا کوي؛ داعش خراسان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او ان له مرکزي اسیا څخه ور هاخوا له کډوالو ټولنو څخه د افراطیت او استخدام هڅه کوي.

د المپیک نړۍوالو سیالیو د کډوالو لوبډلې لومړنۍ مډال ګټونکې ذکیه خدادادي په فرانسه کې د «ښځو د بریا» جایزه ګټلې او بیا یې افغان نجونو ته ډالۍ کړې ده. دغه جایزه په فرانسه کې د یوې غونډې پر مهال یادې ورزشکارې ته سپارل شوې ده.
ذکیې د خپلې وینا پر مهال دا ویاړ «یو نههېرېدونکې» شېبه وبلله.
هغې دغه جایزه د سعودي او الجزایز هېوادونو له بریالیو ښځینه ګډونوالو سره یو ځای ترلاسه کړه.
ذکیه خدادي وویل: «په دې مراسمو کې د سیمې د ښځو یووالی، مقاومت او ګډو هیلو روحیه ژوره احساسېده».
نوموړې دغه جایزه خپلو ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول هغو افغان نجونو ته ډالۍ کړه، چې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې بیا هم له هیلو او زړورتیا سره ژوند کوي.
دې افغان ورزشکارې د خپل مور او پلار تر څنګ له ټولې کورنۍ مننه کړې، چې د ورزش په ډګر کې یې د هغې ملاتړ کړی دی.
خدادادي په ۲۰۲۴م کال کې د پاریس پارالمپیک سیالیو کې د تکواندو په برخه کې د برونز مډال ګټلی و.
دا لومړی ځل و، چې د کډوالو لوبډلې د المپیک تاریخ کې مدال تر لاسه کاوه.
دغه لاسته راوړنه نه یوازې د کډوالو لپاره؛ بلکې د ټولو افغانو مبارزو نجونو لپاره هم یوه الهام بښوونکې هڅه بلل شوې ده.

د افغانستان ازادۍ جبهې په مسکو کې له یوه افغان ماشوم سره د بېلاروسي وګړي له لوري شوی چلند غندلی او دا یې د طالبانو له کړنو سره ورته عمل بللی دی. یاد دوه کلن ماشوم په ایران کې تر کډوالۍ وروسته له خپلې مور سره مسکو ته تللی.
د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي: « له دې ماشوم سره شوی تاوتریخوالی د طالبانو له لوري له افغان نجونو او عامو وګړو سره کېدونکي ظلم سره هېڅ توپیر نه لري».
دغه جبهې زیاته کړې، چې پر افغانستان واکمنه ډله له هېواده بهر او دننه د افغانانو عزت او امنیت ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکوي.
په اعلامیه کې له روسي چارواکو غوښتنه شوې، چې د دغې پېښې پر عامل ژر تر ژره قانون پلی کړي او د افغان کډوالو د امنیت لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
په اعلامیه کې همداراز له ملګرو ملتونو، نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو، کرامت او خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ د بېلاروسي وګړي له لوري پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم روغتیایي وضعیت اوس هم نازک دی.
د پېښې عامل د پولیسو له لوري نیول شوی او له ۱۵ کلونو سزا سره مخ دی.
طالبانو هم په مسکو کې خپل سفارت ته سپارښتنه کړې، چې د روسیې له حکومت سره دغه موضوع وڅېړي او د پېښې عامل پر وړاندې په قضایي او عدلي ارګانونو کې د سزاوو اړوند غوښتنې درج کړي.

د کوچنیو کاروبارونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې افغانانو سره به د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي. دغه ادارې زیاته کړې: «کوچني کاروبارونه د اقتصادي ودې او ټیکاو ستنې دي».
اروپايي ټولنې په پېغام کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې روزنې، ملاتړ، وسایلو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.
دا سازمان په داسې حال کې د کاربارونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې افغانان له سختې بې روزګارۍ کړېږي.
د مخکني جمهوري نظام په نسکورېدو سره سلګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې، د کاروبارونو کچه را کمه شوې او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت د کوچنیو تر څنګ پر لویو کاروبارونو هم ژورې اغېزې کړې دي.
یو شمېر بشري سازمانونو په افغانستان کې د «اقتصادي ناورین» پراخېدو په تړاو خبرداری ورکړی او اندېښنې یې ښودلې، چې د فقر کچه هم مخ په لوړېدو ده.
طالبان که څه هم د اقتصادي ټیکاو ادعاوې کوي؛ خو د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې یوازې شعاري او تبلیغاتي بڼه لري.
پر افغانستان دا واکمنه ډله نه ده توانېدلې، چې پراخ کاري فرصتونه رامنځته کړي او یا هم په هېواد کې مخ په ځوړ روان «اقتصادي وضعیت» کنټرول کړي.