
د افغانستان ازادۍ جبهې په مسکو کې له یوه افغان ماشوم سره د بېلاروسي وګړي له لوري شوی چلند غندلی او دا یې د طالبانو له کړنو سره ورته عمل بللی دی. یاد دوه کلن ماشوم په ایران کې تر کډوالۍ وروسته له خپلې مور سره مسکو ته تللی.
د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي: « له دې ماشوم سره شوی تاوتریخوالی د طالبانو له لوري له افغان نجونو او عامو وګړو سره کېدونکي ظلم سره هېڅ توپیر نه لري».
دغه جبهې زیاته کړې، چې پر افغانستان واکمنه ډله له هېواده بهر او دننه د افغانانو عزت او امنیت ته هېڅ ډول ارزښت نه ورکوي.
په اعلامیه کې له روسي چارواکو غوښتنه شوې، چې د دغې پېښې پر عامل ژر تر ژره قانون پلی کړي او د افغان کډوالو د امنیت لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
په اعلامیه کې همداراز له ملګرو ملتونو، نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو، کرامت او خوندیتوب لپاره جدي تدابیر ونیسي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ د بېلاروسي وګړي له لوري پر ځمکه د ویشتل شوي افغان ماشوم روغتیایي وضعیت اوس هم نازک دی.
د پېښې عامل د پولیسو له لوري نیول شوی او له ۱۵ کلونو سزا سره مخ دی.
طالبانو هم په مسکو کې خپل سفارت ته سپارښتنه کړې، چې د روسیې له حکومت سره دغه موضوع وڅېړي او د پېښې عامل پر وړاندې په قضایي او عدلي ارګانونو کې د سزاوو اړوند غوښتنې درج کړي.

د کوچنیو کاروبارونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې افغانانو سره به د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ په برخه کې خپلې مرستې روانې ساتي. دغه ادارې زیاته کړې: «کوچني کاروبارونه د اقتصادي ودې او ټیکاو ستنې دي».
اروپايي ټولنې په پېغام کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې روزنې، ملاتړ، وسایلو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.
دا سازمان په داسې حال کې د کاربارونو د ملاتړ ډاډ ورکوي، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې افغانان له سختې بې روزګارۍ کړېږي.
د مخکني جمهوري نظام په نسکورېدو سره سلګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړې، د کاروبارونو کچه را کمه شوې او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت د کوچنیو تر څنګ پر لویو کاروبارونو هم ژورې اغېزې کړې دي.
یو شمېر بشري سازمانونو په افغانستان کې د «اقتصادي ناورین» پراخېدو په تړاو خبرداری ورکړی او اندېښنې یې ښودلې، چې د فقر کچه هم مخ په لوړېدو ده.
طالبان که څه هم د اقتصادي ټیکاو ادعاوې کوي؛ خو د چارو کارپوهان په دې باور دي، چې یوازې شعاري او تبلیغاتي بڼه لري.
پر افغانستان دا واکمنه ډله نه ده توانېدلې، چې پراخ کاري فرصتونه رامنځته کړي او یا هم په هېواد کې مخ په ځوړ روان «اقتصادي وضعیت» کنټرول کړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوه ورځو کې له ایرانه ۴۲زره کسان د هرات او نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۳۷۸۲ کورنۍ هم شاملې دي.
د جمعې په ورځ د (غبرګولي ۶مه) د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې ویلي، چې دغو کسانو ته یې په پولو کې د اړینو خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدو پنډغالي هم جوړ کړي دي.
هممهاله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان هم خبر ورکړی، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له امله هېواد ته د افغانانو جبري ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.
د ایران په یو شمېر ښارونو کې بیا د افغانانو پر ګرځېدو هم بندیز لګېدلی او کرمانشاه ولایت کې یې بیا خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به افغانان په زوره خپل هېواد ته لېږي.
ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې تر بل هر ځایه په کې افغان کډوال ډېر مېشت دي او شمېر یې تر څلور مېلیونه کسانو هم اوړي.
د ماژان صالحي په نوم ایران کې یو مېشت افغان کډوال وایي: «تر اوسه پورې هغه کډوالو ته چې قانوني اسناد لري، څه ستونزه نهشته؛ خو هغوی چې اسناد نه لري اېستل کېږي».
ایراني چارواکو له دې وړاندې طالبانو سره هم د افغانانو د ستنېدو پر بهیر خبرې اترې کړې وې.
طالبانو په وار، وار د ایران تر څنګ پر پاکستان هم غږ کړی، چې افغانان دې په جبري توګه ستنېدو ته نه اړ کوي او باید اجازه ورکړي چې په خپله خوښه او باعزته توګه افغانستان ته ستانه شي.
هره ورځ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو نیول کېدو پسې ګرځي او په زوره یې خپل هېواد ته استوي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۰۰زره کسان په جبري توګه له یاد هېواد څخه اېستل شوي او همدا راز معلوماتو څرګنده کړې، چې له ایرانه هم روان کال کې تر ۶۰۰زرو ډېر افغانان اېستل شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه ۵۳۶ ځوانانو په بېلابېلو برخو کې د لېسانس دورې بشپړې کړې دي. هممهاله د ملاهبت الله د بندیزونو له امله نجونې په کور ناستې دي او د فارغانو په کتار کې نه وې.
د دغو فارغانو له ډلې ۱۹۶ کسان له انجینرۍ، ۱۰۴ له ساینس، ۱۶۰ له اقتصاد او ۷۶ نور بیا له وترنرۍ پوهنځي فارغ شوي دي.
په همدې تړاو د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون استادانو او د طالبي رهبرۍ یې له خپل حکومته وغوښتل، چې دغو نویو فارغانو ته په حکومتي چوکاټ کې د دندو فرصت ورکړي.
خو د ننګرهار پوهنتون په دغو مراسمو کې هېڅ ښځینه فارغه نه وه.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په ټول هېواد کې د نجونو پر زدهکړو سخت بندیزونه لګېدلي او په ټولو پوهنتونو کې د نجونو زدهکړې د ملاهبت الله د یوه فرمان له مخې منعه اعلان شوې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بيبيسي سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې لا هم له «شرعي لیده د نجونو زدهکړو بیا پیلېدو لپاره کومه حل لاره نه ده موندل شوې».
طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د «ترتیب او شرعي چوکاټ» په نوم د نجونو زدهکړو پیلېدو لپاره خلکو ته هیلې ورکوي؛ خو ښکاري چې دوی په دغو ژمنو کې دروغجن دي.
راپورونو ښودلې، چې د ملاهبت الله په ګډون د هغه نږدې کړۍ نه غواړي چې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي او له همدې کبله یې د تورې تیارې څادر غوړولی.
د طالبانو ترمنځ هم د نجونو د زدهکړو پر سر ناندرۍ او سخت مخالفتونه رامنځته شوي دي.
د یادې ډلې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي نږدې څلور میاشتې وړاندې په خوست کې د یوې غونډې پر مهال نیوکه وکړه، چې د دوی مشر د خپل «شخصي فکر او طبعیت» له مخې د نجونو زدهکړې بندې کړې دي او دغه بندیز هېڅ ډول شرعي بڼه نه لري.
له دغه ډول تکراري څرګندونو وروسته په افغانستان کې د نوموړي ژوند هم سخت شو او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر وکړ؛ خو عباس ستانکزي وار لومړی کړ او متحده عربي اماراتو ته یې پښې سپکې کړې، چې لا تر اوسه هلته دی.
د ملاهبت الله د امر له مخې؛ هر هغه کس، د بشري حقونو او زدهکړو فعال چې د افغانستان دننه د نجونو د تعلیم په ملاتړ غږ پورته کوي؛ باید ونیول شي.
تر اوسه لسګونه هم نه بلکې سلګونه کسان طالبانو له همدې امله ځورولي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي دي.
که څه هم یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځي او پوهنځي بېرته پرانېزي؛ خو نه یوازې پر دې غوښتنو غوږونه کاڼه اچول شوي، بلکې ورسره پر ښځو او نجونو بندیزونه لا نور هم ډېر شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر د پنجشنبې په ورځ د دغې کمېټې په غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه د بایډن ادارې په بېړه وتلو او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په سوېلي او مرکزي اسیا کې د ترهګرۍ ګواښ لا په خپل ځای دی.
بل هایزینګا وایي، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو د ژمنو سره، سره افغانستان یو وار بیا د هغو ترهګرو په مرکز بدل شوی چې د خوندي پټنځایونو په لټه کې دي.
هغه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان ډله په سیمه کې تر ټولو مهم ترهګریز ګواښونه وبلل.
هغه خبرداری ورکړ، چې ترهګرې ډلې په ټوله سیمه او نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.
ښاغلي هایزینګا زیاته کړه، چې اوسمهال د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ګواښونه تر بل هر وخت ډېر څرګند شوي دي.
هغه وایي، چې پاکستان په وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات د ترهګريزو بريدونو شاهد و.
هغه دارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا رول ته په اشارې سره وویل، چې واشنګټن د دوه اړخیزو تړونونو او څو اړخیزو تګلارو له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له خپلو نړۍوالو شریکانو سره مرسته کوي.
هغه د داعش خراسان په کنټرول کې د طالبانو ناکامۍ ته اشارې سره ویلي، په داسې حال کې چې طالبان د بریا ادعا کوي؛ داعش خراسان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او ان له مرکزي اسیا څخه ور هاخوا له کډوالو ټولنو څخه د افراطیت او استخدام هڅه کوي.
په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال اندریکا راتواټ وایي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا یو مېلیون افغانان بېرته له کډوالۍ څخه هېواد ته راستانه شوي او نړۍواله ټولنه باید سمدلاسه اقدام وکړي.
هغې زیاته کړې، « هر راستنېدونکی د خوندیتوب او وقار مستحق دی، مګر د بیړني ملاتړ پرته، مونږ د کورنیو د بې وزلۍ او ناهیلۍ ژور حالت ته د تلو له ګواښ سره مخامخ یو.»
راتواټ خبرداری ورکړ، چې د بشپړ بشري ناورین مخنیوي کړکۍ په چټکۍ سره تړل کیږي. د دوامداره بیا یوځای کېدو ډاډ ترلاسه کولو او د نویو کډوالو د راتګ او میشته کېدو لپاره سمدستي او د پام وړ تمویل خورا مهم دی، که نه نو دا پرمختګونه کولی شي سیمه بې ثباته کړي.
نوموړی زیاتوي، « د پاکستان او ایران څخه د راستنېدو جریان په چټکۍ سره روان دی، ډیری راستنیدونکي د هیڅ شتمنۍ، خدماتو ته محدود لاسرسی، او د کار امکانات نلري، چې دا د لا بې ثباتۍ ګواښ زیاتوي.
هغه وایي په ۲۰۲۴کال کې، د نړیوالې ټولنې په ملاتړ، ملګرو ملتونو او شریکانو د منځمهاله ملاتړ په برخه کې ۱۸۳ میلیون امریکایي ډالر چمتو کړل، چې د سرپناه، معیشت، د کار پیدا کولو، او اړینو خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ۳میلیون څخه زیاتو راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته رسیدلي، چې د ټولنیز یووالي او سیمه ایز ثبات په رامینځته کولو کې یې مرسته کړې.
برسیره پردې، بشري شریکانو د پاکستان او ایران څخه له ۴۶۰،۰۰۰څخه زیاتو راستنېدونکو سره د بیړنۍ مرستې په برخه کې مرسته وکړه. له بده مرغه، د نړیوال تمویل کمښت له امله، دا ملاتړ په ۲۰۲۵کال کې د پام وړ کم شوی دی.
راتواټ وویل: « دا راستنیدونکي بیرته هغو ټولنو ته ځي چې دمخه تر فشار لاندې دي، که موږ د دوی د بیا یوځای کېدو ملاتړ نشو کولی، نو موږ به د کډوالۍ د یوې نوې دورې د پیل له کواښ سره مخ شو.»
بلخوا په افغانستان کې کډوالۍ نړیوال ملاتړ ادارې مشر میهیونګ پارک وایي، چې د راستنیدونکو لویه برخه بې اسناده کډوال دي، دا کورنۍ د خپلو جامو پرته ډیر لږ څه له ځان سره راوړي، چې په بیړني ډول سرپناه، روغتیا پاملرنې او ساتنې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، «مونږ او بشري شریکان چمتو یو چې ځواب ووایو، مګر موږ اړتیا لرو چې نړیوالې ټولنې د دې ننګونې سره د مقابلې لپاره د اړین تمویل ګام پورته کړي.»
د یادولو وړ ده، چې د تمویل اوسنۍ کچه د دې بې ساري راستنېدونکو کچې پوره کولو لپاره د اړتیا وړ څخه ډیره ټیټه ده. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې اوس مهال په دې وخت پانګونه کولی شي د سیمه ییز ثبات او نورو ګډوډیو ترمنځ یو روښانه توپیر رامنځته کړي.