ورځپاڼه زیاتوي، د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي شخړو ترڅنګ، د پاکستان او افغانستان اړیکې له یو بل سره هم خړې پړې شوې دي. پاکستان ته د ترهګریزو بریدونو د ګواښ تر څنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې او خلاصې پولې هم د امنیت له مخې جدي ننګونه ده او له ۲۰۲۳ کال راهیسې،۸۰۰زره څخه د ډیرو افغان کډوالوله پاکستانه ایستل، چې دغه حالت دواړه هېوادونه سیاسي او بشري کړکېچ سره مخ کړي دي.
په سرمقاله کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، سره له دې چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه شوې، خو افغانستان کې امنیت لا هم بېثباته دی. د عراق او شام اسلامي دولت څانګه « داعش خراسان » لا هم د طالبانو د رژیم پر واکمنۍ څرګندې ننګونې دي.
ورځپاڼه د طالبانو پر وړاندې ننګونو ته ګوته نیسي او وایي، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې شتون یوه لوی ګواښ دي، او دغه ډلې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بریدونو ترڅنګ، د طالب لوړپوړو چارواکو لکه د ښار جوړونې وزارت پر دفتر برید هم کړی چې د دغه وزارت وزیر خلیل حقاني په کې ووژل شو.
همداراز، د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت جبهه" او ترڅنګ یې د "افغانستان د آزادۍ جبهه" لا هم فعالې دي. که څه هم، دا ډلې تراوسه نه دي توانېدلي چې د طالبانو سخت دريځه واک ته کوم جدي ګواښ رامنځته کړي.
اکسپرېس ټرېبیون په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د بشري مرستو کمښت یو بله جدي ستونزه ګڼي او زیاتوي، ملګري ملتونه وايي چې د ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پیلېدو سره، یو ځل بیا نجونې له ثانوي ښوونځیو او لوړو زدهکړو محرومې شوې دي. همداراز، د افغانستان بشري اړتیاوې خورا جدي پاتې دي. د ملګرو ملتونو د روان کال د بشري مرستو پلان، چې نږدې ۱۷ میلیونه افغانانو ته د مرستو نیت لري، یوازې د خپل ۲.۴۲ میلیارده ډالري بودیجې ۱۵ سلنه ترلاسه کړې، چې دا وضعیت د طالبانو حکومت له جدي ننګونو سره مخ کوي.
ورځپاڼه لیکي، د چین نفوذ په افغانستان کې مخ په زیاتېدو دی. چین هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له څلور کلن ځنډ وروسته د سیاسي اړیکو بېرته ټینګښت ته لاره هواره کړي. روانه میاشت، پاکستان اعلان وکړ چې په کابل کې خپل سرپرست سفیر په رسمي سفیر بدلوي، او افغانستان هم ورته ګام واخیست. سره له دې چې چین، روسیه او څو نور هېوادونه د طالبانو استازي مني، خو تر اوسه هیڅ هېواد دې ته تیار ندې چې د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني.
اکسپرېس ټرېبیون وایي، طالبانو ته نږدې څلور کاله وخت ورکړل شو، تر څو له یوې یاغي ډلې څخه فعال حکومت ته واوړي. د هغوی سختدریځی دریځ، چې لومړی د داعش خراسان د ملاتړ د لهلاس ورکولو له وېرې توجیه کېده، اوس نور د منلو وړ نه دی. طالبان باید خپله تنګنظري پرېږدي، په زور منلو حکومتدارۍ پر ځای د مسوولیت منلو او استازولۍ پر بنسټ یو حکومت رامنځته کړي.
تر اوسه د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت ندی منلی او خپله د طالبان د حکومت نږدې ټوله کابینه لا هم سرپرسته ده. نړۍوالنه دغه ډله د بشر د حقونو په نقض توروي او وایي چې انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نشته، سیاسي فعالیتونه بند دي، د بیان ازادي نشته او تر څنګ یې خلک اشخاص چې د طالبانو په حکومت نیوکې کوي زندانونو ته اچول کیږي او سخت شکنجه کیږي.