جاپان 'ټویټري قاتل' اعدام کړ

جاپان هغه کس اعدام کړ، چې د خواله رسنۍ له لارې د نهو کسانو د وژلو په قضیه کې مجرم پېژندل شوی و. تاکاهیرو شیرایشي ټوکیو ته چې د 'ټویټري قاتل' په نوم هم مشهور دی؛ د اتو ښځو او یو سړي د وژنې په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

جاپان هغه کس اعدام کړ، چې د خواله رسنۍ له لارې د نهو کسانو د وژلو په قضیه کې مجرم پېژندل شوی و. تاکاهیرو شیرایشي ټوکیو ته چې د 'ټویټري قاتل' په نوم هم مشهور دی؛ د اتو ښځو او یو سړي د وژنې په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.
د الجزیرې د راپور له مخې؛ هغه ته د "ټویټري قاتل" نوم له دې امله ورکړل شوی، چې د پخواني ټویټر یا اوسني اېکس له لارې یې قربانیانو سره اړیکه نیولې وه او له هغه وروسته یې دغه کسان وژلي وو.
په تېرو درېیو کلونو کې دا په جاپان کې د اعدام لومړۍ پېښه ده؛ تر دې وړاندې په جاپان کې په ۲۰۲۲ کال کې یو کس اعدام شوی و.


د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونه له امله په بېلابېلو پېښو کې ۷ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې؛ د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې د چت پرېوتو په جلا، جلا پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي دي.
دغه ورښتونو په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې کړي او په لاهور کې یې د الوتنو چارې هم ګډوډې کړې دي.
له بل پلوه د پاکستان د هواپوهنې ادارې بیا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې د شړکنده بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری خپور کړی دی.

د اروپایي ټولنې یوه چارواکي د جون پر ۲۶مه تایید کړې چې د روسیې پر ضد به اوسني بندیزونه شپږ میاشتې نور هم وغزوي. د پولنډ صدراعظم ډونالډټاسک هم دا پرېکړه رسما تایید کړې ده.
اروپایي ټولنه هر کال دوه ځل، د جنورۍ او جولای په میاشتو کې، د روسیې پر ضد اقتصادي بندیزونه تمدیدوي. دا بندیزونه د سوداګرۍ، مالي چارو، ټکنالوژۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ او نورو برخو پراخ محدودیتونه رانغاړي.
دغه پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې اندېښنه وه ممکن هنګري چې د روسیې نږدې متحد ګڼل کېږي د بندیزونو د غزولو مخالفت وکړي.
د اروپایي ټولنې بندیزونه له ۲۰۱۴ کال راهیسې، د کریمیا نیولو او د دونباس جګړې له امله پیل شوي، خو له ۲۰۲۲ کال وروسته چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، دا بندیزونه څو چنده پراخ شوي دي.
یادې ټولنې د روانې جون میاشتې په ۱۰مه خپله اتلسمه بسته بندیزونه هم اعلان کړه، چې پکې د انرژۍ، بانکداري، او تیلو پر برخو تازه محدودیتونه لګول شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ هڅه کوي چې ځان د تاریخ د غلط لوري سره لا ژور وتړي، او خپل موقف د یو نسلوژونکي یرغلګر سخت ملاتړ کوونکي او توجیهکوونکي په توګه ثابته کړي.
هغه په خواله رسنۍ ایکس مېرڅ ته په اشارې سره لیکلي: « دا د هر سیاسي مشر لهپاره تر ټولو ټيټه کچه ده، چې نه یوازې په ښکاره یرغل سترګې پټوي، بلکې هڅه کوي چې د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه توجیه کړي.»
هغه زیاته کړې ده، « کله چې د یوه داسې هېواد مشر، چې د ۱۹۴۵ کال د برلین تاریخي میراث لري، د (نور هېڅکله جګړه نه) شعار له پامه غورځوي او د اسراییل د یرغلونو، جنګي جنایتونو او نسلوژنې ملاتړ کوي، نه یوازې د تاریخ له وجدان څخه ځان لیرې کوي، بلکې د جرمني د ولس له ګډ وجدان ته هم بېاحترامي کوي.»
بقایي په خپله لیکنه کې د جرمني لومړی وزیر فرېدریښ مېرڅ مخاطب کړی او وایي چې ایران به هېڅکله هغه کسان و نه بښي، چې پخوا یې صدام حسین « د عراق پخواني ولسمشر » ته کیمیاوي وسلې ورکولې او نه به نن هغه کسان هېر کړي، چې د ایران پر وړاندې د یرغل ملاتړ کوي.
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، « تاریخ ډیر بې رحمه دی او هېڅوک داسې په اسانه نه بښي، همداراز د میلتونو حافظه ډیره اوږده وي.»
د یادولو وړ ده، چې د فرېدرېښ مرتڅ دریځ د جرمنۍ ټولنې د ارزښتونو پر وړاندې یو لانجمن دریځ ګڼل شوی، چې ښایي د جرمني د نړیوال دریځ او داخلي وجدان پر وړاندې ژورې پوښتنې راولاړې کړي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ او د بشري حقونو یو شمېر افغان فعالانو د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض د جرم په توګه وپېژني او د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د سختو تګلارو په وړاندې یو همغږی دریځ غوره کړي.
د چهارشنبې په ورځ، دغو فعالانو په لندن کې په یوه غونډه کې چې د نجونو د زده کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، د بشري حقونو د څار ادارې کارکوونکې هیډر بار او ځیني نورو فعالانو په کې برخه اخیستې وه، په اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو د رژیم پر مهال د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو په وړاندې کلک دریځ ونیسي.
د غونډې ګډونوالو وویل چې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونه باید د «نړیوال جرم» په توګه وپېژندل شي، او د دې سیاستونو سره د مبارزې لپاره یې د نړیوالې ټولنې لخوا د سمدستي، همغږي او اغیزمن اقدام غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هڅه کوي چې د جنسیت پر بنسټ تبعیض تعریف او جرم وګرځوي، لکه څنګه چې د نړیوال کنوانسیون په چوکاټ کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو واکمنۍ لاندې نژادي تبعیض و.
د بشري حقونو فعالانې وايي چې دا مهال په افغانستان کې مېرمنې د جنوبي افریقا د تبعیض په دوره کې د تور پوستو ښځو په څیر وضعیت لري.
د لندن په دغه غونډه کې ګډونوالو د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر حکومتونو غږ وکړ چې پر طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د مرتکبینو په توګه فشار راوړي او هغوی حساب ورکوونکي وګڼي. دغو فعالانو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د سرغړونې پر وړاندې کلک دریځ غوره کړي.
بلخوا د ښځو د حقونو د درناوي لپاره د لوېدیځو او اسلامي هېوادونو د غوښتنو په ځواب کې، طالبانو ویلي چې دا یوه داخلي مسله ده او دوی په کور کې د کلتوري حساسیتونو له امله د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانستلو څخه انکار کړی دی.

د نړيوال وجهي صندوق (IMF) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د ناخالص کورني توليد د ۲۰۲۵ کال د ودې وړاندوینه یې له پخوا ۳ سلنه څخه ۳.۵ سلنه ته لوړه کړې ده.
دا بدلون په جزوي ډول د دولت لهخوا پر مخ وړل کېدونکو لویو پروژو ته د زیاتې تقاضا او همدا ډول دا پرمختګ د هغو هېوادونو د پلان له امله شوی چې د تېلو تولید همغږي کوي او غواړي د تولیدي بندیزونه ورو ورو لرې کړي..
سره له دې چې د تېلو ټیټه بیه د سعودي عایدات کم کړي، تمه کېږي چې سږ کال به شاوخوا ۲۷ میلیارده ډالره مالي کسر ولري.
خو بیا هم، سعودي عربستان د خپل «وژن ۲۰۳۰» تر چتر لاندې پراخ اقتصادي بدلون ته دوام ورکړی، چې موخه یې له نفتو څخه د اقتصادي اتکا کمول دي. په دې چوکاټ کې، دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د سپورټ، سیاحت او تفریح برخو کې پراخې پانګونې کړې دي.