په میدان وردګ کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او ۳ نور ټپيان دي

د میدان وردګ د والي ویاند وحیدالله سروري وايي، د دغه ولایت په نرخ، چک، دایمیر داد او جغتو ولسوالیو کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله له اوښتې مرګ ژوبلې سربېره سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم ویجاړ شوي دي.





