د طالبانو د لوګر ځايي چارواکي وايي چې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۰ کورونه وېجاړ شوي

په لوګر کې د طالبانو د ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لومړۍ سروې له مخې په محمداغې ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور یې په قسمي توګه تخریب کړي. دوی زیاتوي په دې ولسوالۍ کې سېلابونو ۱۵ زره هکتاره کرنیزه ځمکه له منځه وړې.
