د امریکا د کډوالۍ ادارې په امریکا کې مېشت غېر قانوني ۱۳۰ ایرانیان نیولي دي

په امریکا کې د ایران اړوند د ګواښوونګو اقداماتو په تړاو د اندېښنو په ډېرېدو سره د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې یوازې په تېره اوونۍ کې یې ۱۳۰ ایرانیان چې په ناقانونه توګه په امریکا کې اوسېدل، نیولي او دغه بهیر همداراز دوام لري.