ځايي اوسېدونکي د روزګان ـ کندهار سړک له خرابوالي شکایت کوي

د روزګان ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې د روزګان ـ کندهار سړک له کلونو راهیسې خراب دی دوی د دغه سړک په اساسي ډول د رغولو غوښته کوي. د دغې لارې موټر چلوونکي وايي، د دې سړک د خرابوالي له امله نه یوازې موټرونه خرابیږي، بلکې مسافرین هم له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.