د طالبانو یو پلاوی له نشه‌یي توکو سره د مبارزې کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته تللی

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دې ډلې د بېلابېلو وزارتونو یو ۷کسیز پلاوی د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې په درېیمه ناسته او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې د ګډون لپاره قطر هېواد ته تللی دی.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۸مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبان به په یادو ناستو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د نشه‌يي توکو د مخنېوي او کنټرول په برخه کې د ګډون هڅو تر څنګ پر همکاریو هم بحثونه وکړي.