په سوډان کې د سرو زرو کان نړېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي

د سوډان په شمال ختیځ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله ۱۱ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د سوډان په یوې ناکراره او جنګ ځپلې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سوډان په شمال ختیځ کې د سرو زرو کان نړېدو له امله ۱۱ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د سوډان په یوې ناکراره او جنګ ځپلې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سوډان د معدني سرچینو شرکت (SMRC) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه د هوید په لرې پرتې صحرايي سیمه کې چې د SAF ډلې تر کنټرول لاندې اتبارا او هایا ښارونو ترمنځ پرته ده؛ رامنځته شوې.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پیل اعلان کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د خبرو اترو لړۍ له هغه وروسته پیل شوه، چې کاناډا پر یوشمېر امریکایي شرکتونو د ۳ سلنه مالیې پلان لغوه کړ.
تمه کېده، چې د کاناډا لهخوا د امریکايي شرکتونو پر عوایدو د مالیې اعلان سر له نن نه پلی شي چې ورسره به د امریکا امازون، ګوګل، میټا او ځینو نورو شرکتونو ته شاخوا دوه مېلیارد ډالره زیان رسېدلی وای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و، که کاناډا له دې مالیې لاس وانهخلي؛ نو سوداګریزې خبرې به وځنډوي او دا یې د امریکا پر وړاندې ښکاره برید بللی و.
تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تعرفې ولګولې، چې د کاناډایانو سخته غوسه یې راوپاروله.
د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۸مه) د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي.
د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فارو ق احمد وایي، چې د دیوالونو، چتونو، د اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د د شارټۍ له امله دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ تر ټولو لویه پېښه د لاهور ښار د شریفپورې احمد ټاون په سیمه کې رامنځته شوې، چې یو کور خامه کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.
په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره یې مړه شوې او ۴۵ کلن خاوند یې بیا ټپي شوی دی.
د امریکا سنا مجلس له اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورني سیاست پر پراخې قانونمسودې رسمي بحث ته چمتو شوی دی. دا قانون چې ټرمپ یې «لوی او ښکلی قانون» بولي، له اقتصادي پروګرامونو نیولې تر فډرالي لګښتونو پورې ګڼې برخې پکې شاملې دي.
د سنا منشيانو د قانونمسودې بشپړ متن ولوست او اوس سناتوران د دې لایحې د مالي لګښتونو په محاسبه کې د راپورته شویو اعتراضونو ارزونه کوي، دا اعتراضونه ډېری د ډیموکراټانو له خوا مطرح شوي دي.
ټاکل شوې چې ډېر ژر د دې لایحې پر سر رسمي بحث پیل شي.
د قواعدو له مخې، دواړو ګوندونو ته لس لس ساعته بحثي وخت ورکړل شوی، خو تمه ده چې ډېموکراټان به خپل ټول وخت وکاروي، په داسې حال کې چې جمهوريپال سناتوران ښايي لږ وخت ونیسي.
له بحث وروسته سناتوران په لسګونو تعدیلاتو رایې ورکوي او دا کار ممکن څو ساعته وخت ونیسي، نو له همدې امله سنا ته یوې اوږدې او شپهنۍ ناستې تمه کېږي.
که څه هم دا قانون د ټرمپ د کورني سیاست لپاره یوه مهمه طرحه بلل کېږي، خو د لګښتونو، اغېزو او محتوا په اړه یې لا هم سیاسي مخالفتونه روان دي او دا څرګنده نه ده، چې وروستۍ پایله به د چا په ګټه تمامه شي.
د بیت المقدس ولسوالۍ محکمې ویلي، چې محکمې ته د اسرایل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حاضرېدو وروسته د نوموړي د شهادت او محاکمې ناسته ځنډېدلې ده. د محکمې قاضیانو ویلي، چې د اسراییل د لوړ پوړو امنیتي چارواکو له دلایلو اورېدو وروسته یې دا ناسته ځنډولې ده.
اسراییل ټایمز راپور ورکړی، چې بنیامین نتنیاهو د موساد مشر په ملتیا نن محکمې ته حاضر شوی و او قاضیانو ته یې د خپلې محاکمې د ځنډولو په اړه وضاحت ورکړی دی.
د محکمې قاضیانو ویلي، چې د اسراییل د لوړ پوړو امنیتي مشرانو له لوري د نننۍ لېدنې پرمهال د وړاندې شویو توضیحاتو له مخې یې د جمعې د ورځې له غوښتنلیکونو څخه زیات او قانع کوونکي دلایل ترلاسه کړي دي او له همدې امله یې د دې اونۍ دواړې ټاکل شوې ناستې لغو کړې.
خو محکمې لا هم د راتلونکې اونۍ د ناستو د لغو کولو پرېکړه نه ده کړې او ویلي یې دي، چې که قوي دلایل وړاندې شي، د راتلونکې اونۍ د محکمې د امکان ارزونه به وشي.
نتنیاهو وړاندې له محکمې غوښتي و، چې د سیاسي او امنیتي بوختیاوو له امله دې د راتلونکو دوو اونیو لپاره د نوموړي محاکمه وځنډول شي، خو د نوموړي دا غوښتنه مخکې رد شوې وه.
محکمې په داسې حال کې د نتنیاهو د محاکمې دوه ناستې ځنډولې دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که نتنیاهو محاکمه شي، له اسراییل سره به خپلې مرستې ودروي.
ډونالډ ټرمپ د نتنیاهو محاکمه یو "مغرضانه او سیاسي" څار بللی او زیاته کړې یې ده، چې دغه اقدام به «له ایران او حماس سره د مذاکراتو بهیر ټکنی کړي.»
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول خبرداری ورکړی چې برلین ته د روسیې ګواښ باید کم ارزښته ونه ګڼل شي. نوموړي "فنکه" رسنیزې ډلې ته ویلي، « روسیه زموږ د سولې او ازادۍ ژوند ته هم په مستقیم ډول ګواښ پېښوي».
واډیفول ټینګار کړی چې د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل نه یوازې اروپا، بلکې د جرمني ملي امنیت ته تر ټولو ستر خطر دی او دا به د جرمني د بهرنۍ پالیسۍ مهمه موضوع پاتې شي.
واډیفول د ناټو د هاګ غونډې پرېکړې، چې د غړو هېوادونو د دفاعي بودجې د زیاتولو لپاره یې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۵ سلنه ټاکلې، سمې او وړ وبللې.
هغه زیاته کړه، « ولادیمیر پوتین د بې هدفه بمباریو له لارې هڅه کوي د اوکراینیانو مورال مات کړي. د اوکراین ازادي د اروپایانو د ثبات یو مهم امتحان دی».
په ورته وخت کې د جرمني د سوسیال دموکرات ګوند یو شمېر مهمو غړو، په ځانګړي ډول د پارلمان پخواني رییس رولف موڅنیش، د ګوند پخواني رییس نوربرت فالتربوریانس او د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه رالف شتیګنر پر هغه څه نیوکه کړې، چې ددوی په باور، «پوځي خبرداریو ته زمینه برابرول او پراخ تسلیحاتي پلانونه» دي.
دوی د دې پر ځای له روسیې سره د دیپلوماټیکو خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.
خو په مقابل کې د سوسیال دموکرات ګوند اوسني مشر او د صدراعظم مرستیال لارس کلینګبایل د ګوند په عمومي کنفرانس کې دا څرګنده کړه چې له روسیې سره د اړیکو په لاره کې هیڅ بدلون نه ښکاري. هغه ټینګار وکړ چې باید د پوتین د واکمنۍ پر مهال، د روسیې پر وړاندې هر اړخیز دفاعي چمتووالی موجود وي.