• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: روسیه د جرمني سولې او ازادۍ ته مستقیم ګواښ پېښوي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول خبرداری ورکړی چې برلین ته د روسیې ګواښ باید کم ارزښته ونه ګڼل شي. نوموړي "فنکه" رسنیزې ډلې ته ویلي، « روسیه زموږ د سولې او ازادۍ ژوند ته هم په مستقیم ډول ګواښ پېښوي».

واډیفول ټینګار کړی چې د اوکراین پر ضد د روسیې یرغل نه یوازې اروپا، بلکې د جرمني ملي امنیت ته تر ټولو ستر خطر دی او دا به د جرمني د بهرنۍ پالیسۍ مهمه موضوع پاتې شي.

واډیفول د ناټو د هاګ غونډې پرېکړې، چې د غړو هېوادونو د دفاعي بودجې د زیاتولو لپاره یې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۵ سلنه ټاکلې، سمې او وړ وبللې.

هغه زیاته کړه، « ولادیمیر پوتین د بې هدفه بمباریو له لارې هڅه کوي د اوکراینیانو مورال مات کړي. د اوکراین ازادي د اروپایانو د ثبات یو مهم امتحان دی».

په ورته وخت کې د جرمني د سوسیال دموکرات ګوند یو شمېر مهمو غړو، په ځانګړي ډول د پارلمان پخواني رییس رولف موڅ‌نیش، د ګوند پخواني رییس نوربرت فالتربوریانس او د بهرنۍ پالیسۍ کارپوه رالف شتیګنر پر هغه څه نیوکه کړې، چې ددوی په باور، «پوځي خبرداریو ته زمینه برابرول او پراخ تسلیحاتي پلانونه» دي.

دوی د دې پر ځای له روسیې سره د دیپلوماټیکو خبرو د پیل غوښتنه کړې ده.

خو په مقابل کې د سوسیال دموکرات ګوند اوسني مشر او د صدراعظم مرستیال لارس کلینګبایل د ګوند په عمومي کنفرانس کې دا څرګنده کړه چې له روسیې سره د اړیکو په لاره کې هیڅ بدلون نه ښکاري. هغه ټینګار وکړ چې باید د پوتین د واکمنۍ پر مهال، د روسیې پر وړاندې هر اړخیز دفاعي چمتووالی موجود وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ۴۷۷ ډرون او ۶۰ توغندیو برید؛ روسیې د اوکراین یوه اېف ۱۶ الوتکه غورځولې ده

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک تایید کړې چې د یوې اېف ۱۶جنګي الوتکې پیلوټ یې د روسیې د تېرې شپې په برید کې وژل شوی او الوتکه هم له منځه تللې ده. زیلینسکي وايي، مسکو یواځې دا اونۍ ۱۱۴ توغندي، ۱۲۷۰ ډرونونه او نږدې ۱۱۰۰بمونه کارولي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په غبرګون کې له لویدیزو متحدینو د لا زیاتو هوایي دفاعي سیستمونو غوښتنه کړې ده. برید لږ تر لږه اووه تنه ژوبل کړي او ګڼ شمېر کورونه، تعلیمي او صنعتي تاسیسات یې زیانمن کړي دي.

اوکراین وایي، دا درېیمه اېف ۱۶جنګي الوتکه ده چې له جګړې راپه دېخوا یې له لاسه ورکوي.

که څه هم اوکراین تر اوسه دا نه ده افشا کړې چې څو اېف ۱۶الوتکې لري، خو دا الوتکې د کیېف د هوایي دفاع مهمه برخه جوړوي.

زیلینسکي پر خپل اېکس ولیکل، « د روسیې چې تر څو د پراخو بریدونو توان رسیږي، نه به دریږي. یواځې دا اونۍ له ۱۱۴ زیات توغندي، تر ۱۲۷۰ ډرونونه او نږدې ۱۱۰۰بمونه کارول شوي دي».

د اوکرایني پوځ په وینا، یوازې تېره شپه ۴۷۷ ډرونونه او ۶۰ ډوله توغندي پر اوکراین وتوغول شول، چې له دې ډلې ۲۱۱ ډرونونه او ۳۸ توغندي د دفاعي ځواکونو له خوا له منځه یووړل شول.

د برید غږونه په لویف، پولتاوا، میکولایف، دنیپروپتروفسک، چرکاسي او ایوانوفرانکیفسک ولایتونو کې اوریدل شوي دي.

په چرکاسي کې شپږ تنه ژوبل شوي، چې یو یې ماشوم دی. همدارنګه درې پوړیزې ودانۍ او یو کالج هم زیانمن شوي دي.

اوکرایني هوایي ځواک ویلي چې وژل شوي پیلوټ خپلې ټولې وسلې کارولې او اووه هدفونه یې را غورځولي، خو د وروستي هدف ویشتلو پرمهال یې الوتکه زیانمنه شوه. پیلوټ هڅه وکړه چې الوتکه له ښارګوټي لرې بوځي، خو له الوتکې د وتلو وخت یې ونه موند.

د حماس یو بنسټګر د اسراییل په پوځي عملیاتو کې ووژل شو

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۱

امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې (ISA) په غزه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د حماس یو مهم غړی وژلی دی. د راپور له‌مخې، دا کس عیسی نومېده او د حماس د بنسټګرو له ډلې و.

په راپور کې راغلي چې هغه د حماس د جنګي ملاتړ مرکزي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کړې او پر اسراییل د اکټوبر ۷مې په مرګوني برید کې یې مهم رول لوبولی دی.

اسراییلي پوځ ویلي چې عیسی په ​​دې وروستیو ورځو کې په غزه کې د اسراییليانو پر وړاندې د نویو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.

حماس ډلې تر اوسه د خپل دې وژل شوي کس په تړاو څه نه دي ویلي.

رافایل ګروسي: ایران ښايي په کمه موده کې بېرته غني شوي یورانیم تولید کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، که څه هم د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، خو ښایي تهران وکولای شي په څو میاشتو یا ان تر هغه کم وخت کې د غني شویو یورانیمو تولید بیا پیل کړي.

رافایل ګروسي دا څرګندونې د امریکا له سي بي اېس شبکې سره په یوه تازه مرکه کې کړي، چې متن یې د شنبې په ورځ خپور شوی.

هغه ویلي: «ایران دا وړتیا لري چې تر څو میاشتو یا لږ وخت کې څو سانتریفیوژي فعال کړي او بېرته غني شوي یورانیم تولید کړي.»

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د بریدونو تر مخه خپلې ټولې یا یوه برخه د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه لوړ غني شوي یورانیم ذخیرې بل ځای ته لېږدولې که نه، وویل: «موږ نه پوهېږو چې دا مواد اوس چېرې دي.»

هغه زیاته کړه: «احتمال شته چې یوه برخه یې د بریدونو پر مهال له منځه تللې وي، خو دا هم شونې ده چې یوه برخه یې انتقال شوې وي. نو اړتیا ده چې دا موضوع باید په مناسب وخت کې روښانه شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام شفافیت د نړۍوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

هند د وزیرستان د برید په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ هغه تور رد کړی، چې د شمالي وزیرستان د ځانمرګي برید مسوولیت یې پر ډیلي ور اچولی و. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د پاکستان د پوځ هغه خبرپاڼه لېدلې چې هڅه کوي د جون د ۲۸مې د برید مسوولیت پر هند واچوي. موږ دا ادعا په کلکه ردوو.»

دغه برید په وروستیو کې د شمالي وزیرستان په ناامنه سیمه کې یو له خونړیو بریدونو څخه و.

د پاکستان پوځ د برید مسوولیت پر هند واچوله؛ خو د دې ادعا د اثبات لپاره یې هېڅ شواهد وړاندې نه کړل.

چاودنه د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۷مه) غرمه مهال هغه وخت وشوه، کله چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په سیمه کې ګرځبندیز ولګاوه.

د لومړنيو راپورونو له مخې، پلټني ښيي چې په دې ځانمرګي برید کې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي، چې شاوخوا کورونو ته یې سخت زیان اړولی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په برید کې ۱۳پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د حافظ ګل بهادر ډلې چې د پاکستاني طالبانو یوه څانګه ده، د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي، چې دوی ته پناه ورکوي؛ خو کابل دا تورونه رد کړي دي.

یو پاکستاني شنونکي عبدالله خان د مارچ په میاشت کې له اسوشېټېډ پرېس سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د حافظ ګل بهادر ډله «تر پاکستانیو طالبانو ډېره خطرناکه» ده او فعاله هڅه کوي چې خپل نفوذ پراخ کړي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار کابل ته سفر وکړ، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو مشرتابه پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو مخنیوی به وکړي.

د اوکراین په اوډیسا ښار کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

روسیې د اوکراین د سوېلي ښار اوډیسا په یوه ۲۱ پوړییزه استوګنیزې ودانۍ د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی، چې په پایله کې یوه مېرمن او مېړه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بېړنیو حالاتو دولتي ادارې وویل، برید د ودانۍ په اووم، اتم او نهمو پوړونو کې اور بل کړ، چې له امله یې ګڼ اوسېدونکي په خپلو اپارتمانونو کې بند پاتې شول.

ژغورونکو پنځه تنه چې یو کوچنی ماشوم هم پکې و، وژغورل.

د اوډیسا د والي اولېه کیپر په وینا، وژل شوي کسان واده شوي جوړه وه چې جسدونه یې د ویجاړې شوې ودانۍ له دننه را واېستل شول.

د راپورونو له مخې، په دې پېښه لږ تر لږه ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شوي چې درې ماشومان هم پکې شامل دي. ټپیان دا مهال روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د بېړنیو حالاتو ادارې زیاته کړې، چې د شپې د هوايي بریدونو خبرداریو د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې.

اوډیسا چې د تور سمندر پر غاړه پروت بندري ښار دی او شاوخوا یو میلیون نفوس لري، له پراخ یرغل راهیسې د روسیې د پرله پسې بریدونو هدف ګرځېدلی.

د جون پر ۲۰مه هم په یوه لویه ډرون برید کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۴ تنه نور چې درې ژغورونکي هم پکې وو، ټپیان شوي وو.

روسیه په وروستیو میاشتو په ځانګړي ډول د مې او جون په اوږدو کې پر اوکرایني ښارونو خپل د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي.