• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حماس یو بنسټګر د اسراییل په پوځي عملیاتو کې ووژل شو

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۱

امریکایۍ فاکس نیوز خبري شبکې راپور ورکړی چې اسراییلي پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې (ISA) په غزه کې د ګډو عملیاتو پر مهال د حماس یو مهم غړی وژلی دی. د راپور له‌مخې، دا کس عیسی نومېده او د حماس د بنسټګرو له ډلې و.

په راپور کې راغلي چې هغه د حماس د جنګي ملاتړ مرکزي دفتر د مشر په توګه دنده ترسره کړې او پر اسراییل د اکټوبر ۷مې په مرګوني برید کې یې مهم رول لوبولی دی.

اسراییلي پوځ ویلي چې عیسی په ​​دې وروستیو ورځو کې په غزه کې د اسراییليانو پر وړاندې د نویو بریدونو په پلانولو کې هم ښکېل و.

حماس ډلې تر اوسه د خپل دې وژل شوي کس په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پخوانی لوی څارنوال: ګاونډیانو افغان کډوال له بشري حقونو محروم کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۴۲ GMT+۱

د مخکني جمهوري نظام لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ناڅرګند وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده. هغه وايي چې انساني ارزښتونه، انساني وقار او بشري حقونه په نړۍ کې د وروستیو سیاسي، پوځي او اقتصادي ناورینونو لومړني قربانیان دي.

هغه زیاته کړه: «کډوال د انسانیت تر ټولو زیان‌منونکې ډله ده. نن ورځ ان په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې ځینې مشهور سیاستوال، افراطي رسنۍ او نژاد پرستې ډلې د خپلو ناکامیو پړه پر کډوالو اچوي او د هغوی پر وړاندې د نفرت فضا رامینځته کوي.»

د پخواني لوی څارنوال په خبره، د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې یو وخت یې د افغانانو په بې‌ځایه کېدو کې یې کلیدي رول لوبولی و، اوس د ژوند خطرونو او جدي ګواښونو ته په پام، د ځپونکو تګلارو له‌مخې افغان کډوال له خپلو هېوادونو باسي.

هغه په ځانګړې توګه د ایران د ځینو چارواکو وروستي تورونه «بې‌اساسه او خندوونکي» بللي چې ګواکي افغان کډوال د ایران دښمنانو ته پوځي معلومات رسوي. د هغه په وینا، دا ډول ادعاوې د وروستیو جګړو پر مهال د استخباراتي ناکامیو د پټولو هڅه ده.

دې پخواني چارواکي ټینګار کړی چې په ایران کې افغان کډوال پوځي ادارو، چارواکو یا حساسو معلوماتو ته لاسرسی نه لري او ان د کار کولو، پارکونو ته د تګ یا ډوډۍ اخیستلو له حق نه هم محروم شوي دي.

هغه د ګاونډیو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د بیاکتنې غوښتنه کړې ده او د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالو بنسټونو نه غوښتي چې له کډوالو سره د لازمو مرستو په موخه اقدامات وکړي.

له غربت سره مخ؛ متقاعدینو یو ځل بیا کابل کې د خپلو حقونو لپاره اعتراض کړی

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

لسګونو متقاعدینو چې مېرمنې هم په کې وې، د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۷مه) یو ځل بیا په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې د تقاعد ریاست مخې ته د خپلو حقونو د نه ورکړې له کبله اعتراض وکړ او له واکمنې ډلې یې وغوښتل چې د دوی لاسېنوی وکړي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړونده ادارو په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.

یوه متقاعد حبیب الله په سیمه کې رسنیو ته ویلي که څه هم څو ځلې یې په دې اړه اعتراضونه کړي خو اړونده مسولینو او ادارو پرې غوږ نه دی ګرولی.هغه وویل: «اولادونه مې رانه ډوډۍ غواړي، زه چاته ورشم او کومې ادارې سره خپله ستونزه شریکه کړم چې د حل یوه لاره راته وښايي».

نوموړي زیاته کړه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې دوی د حق غوښتنې دې بهیر ته دوام ورکړی، خو لا یې هم غوښتنو ته رسېدنه نه ده شوې.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

له ایران نه د افغانانو جبري ایستل؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې بې‌ثباتۍ ته اندېښمن دي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې له ایران نه په سختو شرایطو کې هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو شمېر لوړ شوی دی. نوموړي سازمان خبرداری ورکړی چې د افغانانو ډله‌ییز ستنېدل کولای شي د افغانستان نازک وضعیت نور هم بې‌ثباته کړي.

د یاد سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۲۰مې راهیسې، له ۶۴۰ زرو ډېر افغانان له ایران نه ستانه شوي چې له دې ډلې نه تر ۳۶۶ ډېر یې په جبري ډول شړل شوي دي. یوازې د جون پر ۲۶مه، په یوه ورځ کې شاوخوا ۳۶ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. دا لړۍ د جون له ۱۳مې راهیسې پراخه او چټکه شوې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي عرفات جمال د ایران او افغانستان پولې تر لیدنې وروسته وویل: «زرګونه افغانان په سختو شرایطو کې راستنېږي.داسې کورنۍ شته چې افغانستان ته خالي لاس، ستړي، وږي او اندېښمن راستنېږي. ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اندېښمنې دي، ځکه چې دوی د کار او زده‌کړې د بندیزونو له محدودیتونو وېرېږي.»

په ټولیزه توګه، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې تر ۱.۲ مېلیون ډېر افغانان له ایران او پاکستان نه ستانه شوي یا په جبري ډول شړل شوي دي. دې وضعیت په افغانستان کې د بېړنۍ او دوامداره مرستې اړتیا ډېره کړې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان له نیمایي نفوس ډېر خلک بشري مرستو اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د نړۍوالو مرستو کمښت د افغانستان څو بحرانونه لا ژوروي. دغه بنسټ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې نه یوازې د بېړنیو مرستو، بلکې د اوږدمهاله ملاتړ له لارې هم له راستنېدونکو سره مرسته وکړي تر څو د بې‌ثباتۍ او بیا بې‌ځایه کیدو مخه ونیول شي.

نوموړي سازمان همدارازټینګار کړی چې د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او د انساني وقار سره وي او د بېرته ستنېدو لپاره فشار یا زور د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لري. تر اوسه پورې، یوازې ۲۳ سلنه مرستې د کډوالو لپاره چمتو شوي، په داسې حال کې چې اړتیا مېلونونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ زور اخیستی. پاکستان هم د روانې جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده د پي‌اوار کارټ لرونکو افغانانو ته د وتلو خبرداری ورکړی. دا لړۍ اوس د محرم میاشتې تر ۱۰ مې پورې ځنډېدلې ده.

د صادراتو ډېروالی؛ افغانستان لا هم وارداتو ته اړ هېواد دی

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو اداره وايي، په تېره غويي میاشت کې د افغانستان صادرات ډېر شوي چې ۱۰۲.۷ مېلیون ډالرو ته رسېدلي دي. دا شمېره د وري میاشتې پرتله چې هغه مهال صادرات ۸۵.۷ مېلونه ډالر وو، شاوخوا ۱۷ مېلیونه ډالر زیاتوالی ښیي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې، د افغانستان واردات هم ډېر شوي او شاوخوا ۱.۲۴۴ مېليارډه ډالرو ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په حمل میاشت کې د هېواد واردات ۸۴۲.۸ مېلیون ډالر ښودل شوی و. په وارداتو کې میاشتنی زیاتوالی شاوخوا ۴۰۱.۲ مېلیونه ډالر و.

په دې موده کې د افغانستان اصلي صادراتي ځایونه پاکستان، هند او متحده عربي امارات یاد شوي، په داسې حال حال کې چې دېری وارداتي توکي له ایران، پاکستان او چین نه افغانستان ته رسېدلي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې دفتر همدا راز ویلي چې د صادراتو په ارقامو کې لومړی د افغانستان تولیدي شوي توکي او بیا نور صادراتي توکي شامل دي، په داسې حال کې چې د وارداتو په ارقامو کې تولید شوي او غیرتولید شوي توکي دواړه شامل دي، خو په دې کې د برېښنا واردات نه دی شامل.

که څه هم د افغانستان د صادراتو ډېروالی د هېواد د اقتصاد لپاره یو مثبت خبر دی، خو د صادراتو او وارداتو ترمنځ لوی توپیر ښیي چې افغانستان سوداګریز توازن لا هم په جدي توګه منفي او پر وارداتو پورې تړلی دی.

افغانستان د خپلو صادراتو نه ۱۰ چنده ډېر توکي واردوي چې دا د کورني تولید په برخه کې د افغانستان د بازار اړتیاوې نه پوره کول په ګوته کوي. د دې ترڅنګ، د نړۍوالې بانکولۍ نشتوالی، بندیزونه او د دوامداره صادراتو لپاره د تضمین نشتوالی هغه لویې ننګونې دي چې کولای شي په راتلونکي کې د هېواد د صادراتو وده له خطر سره مخ کړي.

رافایل ګروسي: ایران ښايي په کمه موده کې بېرته غني شوي یورانیم تولید کړي

۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۹ جون ۲۰۲۵، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، که څه هم د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، خو ښایي تهران وکولای شي په څو میاشتو یا ان تر هغه کم وخت کې د غني شویو یورانیمو تولید بیا پیل کړي.

رافایل ګروسي دا څرګندونې د امریکا له سي بي اېس شبکې سره په یوه تازه مرکه کې کړي، چې متن یې د شنبې په ورځ خپور شوی.

هغه ویلي: «ایران دا وړتیا لري چې تر څو میاشتو یا لږ وخت کې څو سانتریفیوژي فعال کړي او بېرته غني شوي یورانیم تولید کړي.»

نوموړي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د بریدونو تر مخه خپلې ټولې یا یوه برخه د ۴۰۸.۶ کیلو ګرامه لوړ غني شوي یورانیم ذخیرې بل ځای ته لېږدولې که نه، وویل: «موږ نه پوهېږو چې دا مواد اوس چېرې دي.»

هغه زیاته کړه: «احتمال شته چې یوه برخه یې د بریدونو پر مهال له منځه تللې وي، خو دا هم شونې ده چې یوه برخه یې انتقال شوې وي. نو اړتیا ده چې دا موضوع باید په مناسب وخت کې روښانه شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کېږي، چې د ایران د اټومي پروګرام شفافیت د نړۍوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.