• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهه: ایران دې د افغان کډوالو پر اېستنې بیا کتنه وکړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱

د ایران، اسراییل او امریکا تر منځ له جګړې وروسته ایران له دغه هېواده د افغان کډوالو ډله‌ییزې ایستنې ته مخه کړې او په همدې څو لنډو ورځو کې یې سلګونه زره افغانان له خپلو کورنیو سره ایستلي دي، چې دا بهیر لا هم دوام لري.

دغه وضعیت ته له کورنيو او نړۍوالو غبرګونونو سربېره د مقاومت جبهې هم په همدې تړاو غبرګون ښودلی او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو بیا کتنه وکړي.
دغې جبهې په یوې اعلامیې کې ویلي: «د ګاونډیتوب د اصولو ، د دوو ملتونو تر منځ د ګډو ژورو کلتوري او انساني مشترکاتو او منل شویو نړۍوالو قواعدو پر بنست دا ښه ده چې په افغانستان کې د وضعیت تر ښه والي، د افغان کډوالو پر وړاندې له سخت چلنده ډډه وشي.»
یادې جبهې د ایران له دولت او خلکو له څو کلونو راهیسې د افغان پناه غوښتونکو د کوربتوب له امله مننه کړې او د دغه ډول وضعیت پر دوام یې ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «افغانستان د یوه ظالم، نامشروع او نه ځواب ویوونکو ډلې تر واکمنۍ لاندې راغلی او د میلیونونه بې دفاع افغانانو پر یوه لوی زندان بدل شوی دی، د دغې ډلې د ښکاره ظلم له امله د کډوالۍ یوه نوې څپه او په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته پیل شوې. دغه کډوالي هم د ځان، عزت او د بجیانو د راتلونکې د ژغورنې لپاره یوه هڅه ده.»
دغې جبهې زیاته کړې، کله نا کله چې د کډوالو په منځ کې بوږنوونکې پېښې رامنځته کېږي استثنايي دي او د ایران دولت د قوانینو له مخې، د څارنې او رسېدنې وړ دي او په وینا یې په ایران کې مېشت افغانان او په ځانګړې توګه د ملي مقاومت جبهه به په دې برخه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي.
دغې جبهې همداراز هیله مندي ښودلې، چې ایران د ګډو دوښمنانو د ناوړه تبلیغاتو پر وړاندې باید هوښیار واوسي او همداراز په یاده اعلامیه کې په ایران کې له مېشتو افغانانو غوښتل شوي، چې د کوربه هېواد قوانین مراعات کړي.
د کډوالو د نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو وخت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو او یوازې په تېر جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
د نړۍوالو بنسټونو په وینا، افغانستان د دومره ډېرو کډوالو د سمبالولو وړتیا نه لري او دمګړی دغه ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او د اړوندو بنسټونو مرستو ته سترګې په لاره دي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د طبيعي پېښو زياتوالي ټولنه له جدي ګواښ سره مخ کړې ده

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع الله خالص د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د سیمه ييز مشر سره په لیدنه کې ویلي: «د طبيعي پېښو زیاتوالی ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.» طالبانو زياته کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون په اړه هم خبرې شوي.

د طالبانو د چاپېريال ساتنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مطیع الله خالص د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د سیمه ییز مشر الکساندر سره په لیدنه کې ویلي: «د افغانستان بدلونونه له سختو پایلو سره مخ دي.»

خالص په دې لیدنه کې زياته کړې: «وروستیو وچکالیو، بې وخته سېلابونو او د طبیعي پېښو زیاتوالي زموږ ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده. د دې ننګونو سره مبارزه یوازې د ملي هڅو له لارې ممکنه نه ده، بلکې د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.»

نوموړي د ظرفیت لوړولو، عملي تجربو شریکولو او د نوښتونو په رامنځته کولو کې د سره صلیب نړۍوال فدراسیون د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې.

خالص زياته کړې، چې دوی د نړۍوالو مرسته کوونکو بنسټونو سره د ګډې تخنیکي طرحې او پلان شریکولو ته چمتو دي، تر څو په دې برخه کې لازم اقدامات وشي.

طالبانو د الکساندر له قوله لیکلي: «موږ د افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله د رامنځته شويو ننګونو خبر یو او دا مسوولیت ګڼو چې د طبيعي پېښو د خطرونو د کمولو او د خلکو د چمتوالي لپاره همکاري وکړو.»

څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم خبرداری ورکړی و، چې اقلیمي بدلونونو د سوېلي او مرکزي اسیا د تودوخې څپې زیاتې کړې او افغانستان به د یوې سختې تودې څپې شاهد وي، چې د هوا تودوخه به د معمول په پرتله لوړه وي.

د ملګرو ملتونو د دوامداره ښاري پراختیا پروګرام مخکې د چاپېریال د خرابوالي او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و، چې د اوبو او فاضله موادو ضعیف مدیریت او د شنو ځایونو نشتوالی د افغانانو روغتیا له خطر سره مخ کوي.

د برېتانیا حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه په ناڅاپي ډول وتړل

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، چې د برېتانیا حکومت د هغو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د دوی د ځواکونو او هڅو ملاتړ کړی و، په دغه هېواد کې د بیا مېشتېدنې پروګرامونه په ناڅاپي ډول وتړل.

د دغه پرېکړې اعلان د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا د نویو کډوالو د قوانینو د تشریحي مسودې له لارې شوی دی.

د راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت د افغانانو د لېږد ځانګړی پروګرام چې د افغانانو د لېږد او مرستې تګلاره «ARAP» نومېږي، پرون د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د نویو غوښتونکو پر مخ وتړل شو.

د نویو مقرراتو له مخې، یوازې هغه افغانان به د مرستې لپاره وړ وګڼل شي چې د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې یې غوښتنلیکونه سپارلي دي.

همداراز، د هغو زیانمنو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې یې د برېتانیا له هڅو سره همکاري کړې وه، د کورنیو چارو وزارت د بیا مېشتېدو بل پروګرام «ای ار سي اېس» هم تړل شوې او نور به له دې لارې هم برېتانیا ته د لېږد لپاره غوښتنې و نه منل شي.

مرستندویه موسسو او خیریه بنسټونو د برېتانیا حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې حکومت د افغانانو پر وړاندې د ژوند ژغورنې یوه بله مهمه لاره هم بنده کړه.

د «خوندي سفر» په نوم د نړۍوالې ادارې مشر ګونس کالکان وویل: «دا پرېکړه به ماشومان، کورنۍ او نور افغانان له ګواښ سره مخ کړي او د ژوندي پاتې کېدو هېڅ هیله به ورته پاتې نه شي.»

هغه زیاته کړه: «موږ حیران یو چې حکومت نن د افغانانو لپاره د بیا مېشتېدو لارې پرته له کوم رسمي اعلان څخه بندې کړې. دا هغه کسان دي چې له طالبانو څخه په تېښته دي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.»

ډاکتره سارا ډي یونګ چې د یارک پوهنتون استاده او د یوه خیریه بنسټ، بنسټ اېښودونکې ده، وایي: «دا ناڅاپي پرېکړه موږ ته هم حیرانوونکې وه، ځکه حکومت مخکې له مخکې هېڅ خبر نه دی ورکړی. د بندېدو له نېټې نیم ساعت مخکې هم د دواړو پروګرامونو وېبپاڼو هېڅ ډول خبرداری نه درلود.»

هغې دا هم وویل، چې د «ای سي ار اېس » بندېدل هم د اندېښنې وړ دي، ځکه حکومت د دې پروګرام په لړ کې کړې وعدې پوره نه کړې.

ډاکټر سارا زیاته کړه: «په ۲۰۲۱کال کې حکومت ویلي و، چې تر ۲۰،۰۰۰تنو پورې افغانان به برېتانیا ته راوستل شي، خو اوس یوازې ۶۵ سلنه دغه موخه ترلاسه شوې ده.

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلي له دې وړاندې ویلي و، چې دا دواړه پروګرامونه به سره یو ځای کړي او ورسته به وتړل شي، خو د بندېدو په تړاو یې روښانه معلومات ورکړي نه و.

د برېتانیا حکومت په وینا، د «۲۰۲۵ کال مې میاشت» پورې د «ای ار ای پي» پروګرام له لارې ۲۱۳۱۶ تنه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي دي.

د برېتانیا د وسله‌والو ځواکونو مشر لوک پولارډ وویل: «تر دې دمه ترلاسه شوې ټولې غوښتنې به لا هم پروسس شي، خو پر دغه پروګرام د تېروتنو له امله سختې نیوکې شوي، ځکه ډېر مستحق کسان رد شوي او له ګواښونو سره مخ پاتې شوي دي.»

د یادولو وړ ده، چې د مې په میاشت کې د دغه هېواد عالي محکمې وویل، چې د افغان ځانګړو ځواکونو د غړو د وړتیا معلومولو بهیر دومره ستونزمن و، چې د یوې جنايي پېښې د څېړلو سره یې ورته و.

که څه هم اوسنیو وړ کسانو ته به لا هم دا اجازه وي، چې خپلې کورنۍ له ګواښه وژغوري، خو د نویو غوښتونکو لپاره دا مهمې لارې بندې شوې دي.

خلیلزاد: د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو له امله تر فشار لاندې دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو د جبري اېستلو له امله تر فشار لاندې دي. نوموړي له طالبانو سره د همغږۍ پرته د افغان کډوالو جبري او ناڅاپي اېستل غندلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته په اشارې ویلي: «په تېرو څو ورځو کې ایران په زرګونه افغان کډوال اېستلي، ځکه دا یې وخت نه دی، دا ناڅاپي اېستل او د افغان لورې سره نه همغږي زه غندم.»

د خلیلزاد په خبره، ایران یو شمېر افغان کډوال د اسراییل د استخباراتو سره په همکارۍ تورن کړي؛ خو نوموړي ویلي: «که رښتیا هم ځیني افغان کډوال موساد ته د مهمو ځایونو معلومات ورکوي نو باید یوازې هغه اشخاص مشخص شي، نه لسګونه زره کسان پړ وبلل شي.»

د خلیلزاد په وینا، افغانان او ایرانیان ګډ کتلور، ژبه، تاريخ او ورځې لري او یو ځای یې سره لمانځي.

هغه زياته کړې: «افغانان او ایرانیان د ګډ کلتور سره ګاونډیان دي. څو ميلیونه افغانان په تېرو پنځوسو کلونو کې په ایران کې ژوند او کار کړی دی. ایران ډېری یې سوریې ته لېږلي ترڅو هلته د ایران په جګړه کې برخه واخلي.»

خلیلزاد ویلي، چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو حق لري؛ خو ګاونډ هېواد بیا مکلفیت لري چې د ستنېدونکو کډوالو پروسه په منظم ډول پلان کړي، تر څو د بشري بحران مخه ونیسي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې ایران په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان په جبري ډول له دغه هېواده شړلي دي.

سویډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره پراختیایي مرستې پای ته رسوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

سوېډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره د پراختیایي همکاریو ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته رسوي. د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرني تجارت وزیر بنیامین دوسا وویل چې سویډن له کلونو راهیسې له افغانستان سره پراختیايي او بشري مرستې کړې دي، خو اوس د دوامدارو پراختیايي پروژو امکانات محدود دي.

د سوېډن حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په روان کال کې به د اوکراین لپاره پراختیایي مرستې پراخې کړي او نړیوالو بېړنیو بشري اړتیاوو ته به ښه ځواب ووايي.

د دې لپاره، د سویډن حکومت د جغرافیايي او موضوعاتي مرستو لومړیتوبونه بیا تنظیموي، چې له مخې به یې د ۲۰۲۵ بودیجې لپاره نږدې ۱،۷ میلیارده سوېډني کرونه بېرته فعال شي.

د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر بنیامین دوسا وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د پراختیايي همکاریو ستراتیژي او له اسیا او ارام سمندر سیمې سره د سیمه‌ییزې مرستې ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، « موږ په یو له کړکېچ ډک نړیوال وضعیت کې ژوند کوو. بشري کړاوونه په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول اوکراین، سوډان، غزه او یمن کې ډېر زیات دي. د امریکا د پراختیايي مرستو ځنډ هم وضعیت لا سخت کړی. له همدې امله، سوېډن د ۲۰۲۵ کال د پراختیايي مرستو په بودجه کې پراخ بدلون راولي».

د نوې پالیسۍ له مخې، له افغانستان سره د سوېډن پراختیايي مرستې بندېږي، خو دوسا ټینګار وکړ، چې بشري مرستو ته اړتیا جدي ده.

هغه وویل، « سوېډن له افغانستان سره له اوږدې مودې راهیسې هم پراختیايي او هم بشري مرستې کړي. خو دا مهال هلته د دوامدارو پراختیايي همکاریو امکانات محدود دي. سره له دې، موږ د بشري ملاتړ اړتیا خورا مهمه بولو او دا مرستې به دوام ولري. د افغان ښځو او نجونو وضعیت زموږ لپاره لا هم یوه اساسي موضوع ده».

د اسیا او ارام سمندر لپاره د سیمه‌ییزې ستراتیژۍ له بندېدو سره، د سویډن حکومت وايي چې اوس غواړي له مرستو څخه سوداګریز تعامل ته واوړي.

د روسیې ځانګړی استازی: لوېدیځ دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې متحده ایالات باید شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره افغان کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي او اروپا دې ۲،۵ میلیارد ډالره چې د بشرپالې مرستې په نوم د سویس بانکونو کې د کابل لپاره زېرمه شوې وې، بېرته ورکړي.

کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان پر موضوع د کاري ګروپونو تر غونډې وروسته وکړې.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه ټینګار وکړ، « موږ پام راوګرځاوه چې د افغانستان ستونزې یوازې د غونډو او کنفرانسونو له لارې نه حلېږي. افغانان ژمنو او تشو تحلیلي خبرو ته اړتیا نه لري، بلکې عملي مرستو ته اړتیا لري».

کابلوف زیاته کړې چې روسیه "صادقانه او واقعبینانه" چلند کوي، او یادونه یې کړې، چې په کازان کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د سوداګرۍ فورم پر مهال د روسیې او افغانستان پلاویو د عملیاتي اقتصادي همکاریو په اړه بحث کړی و.

هغه وویل، « دوی پر هغو پروژو وغږېدل چې روسیه یې د خپلو اقتصادي او تخنیکي ظرفیتونو پر بنسټ ترسره کولی شي، څو افغان ولس ته په اوسني وضعیت کې د بقا زمینه برابره کړي».

روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې رغولې دي، خو د شنونکو په باور، د چین، روسیې، ایران او هند مرستې هغه ځای نه شي نیولای، چې لویدیز یې له افغانستان سره کوي.

په تېره غبرګولي میاشت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزي وویل، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.