• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې ځانګړی استازی: لوېدیځ دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې متحده ایالات باید شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره افغان کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي او اروپا دې ۲،۵ میلیارد ډالره چې د بشرپالې مرستې په نوم د سویس بانکونو کې د کابل لپاره زېرمه شوې وې، بېرته ورکړي.

کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان پر موضوع د کاري ګروپونو تر غونډې وروسته وکړې.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه ټینګار وکړ، « موږ پام راوګرځاوه چې د افغانستان ستونزې یوازې د غونډو او کنفرانسونو له لارې نه حلېږي. افغانان ژمنو او تشو تحلیلي خبرو ته اړتیا نه لري، بلکې عملي مرستو ته اړتیا لري».

کابلوف زیاته کړې چې روسیه "صادقانه او واقعبینانه" چلند کوي، او یادونه یې کړې، چې په کازان کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د سوداګرۍ فورم پر مهال د روسیې او افغانستان پلاویو د عملیاتي اقتصادي همکاریو په اړه بحث کړی و.

هغه وویل، « دوی پر هغو پروژو وغږېدل چې روسیه یې د خپلو اقتصادي او تخنیکي ظرفیتونو پر بنسټ ترسره کولی شي، څو افغان ولس ته په اوسني وضعیت کې د بقا زمینه برابره کړي».

روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې رغولې دي، خو د شنونکو په باور، د چین، روسیې، ایران او هند مرستې هغه ځای نه شي نیولای، چې لویدیز یې له افغانستان سره کوي.

په تېره غبرګولي میاشت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزي وویل، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سور صليب او سرې میاشتې نړيوال فدراسيون: د افغانستان له ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د اسيا پاسيفيك حوزې مشر الكساندر ماتيو وایي، اوس مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده. نوموړي ژمنه وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه شي.

ماتیو دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ لسمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په ناسته کې کړې.

په ناسته کې متقي له سره صليب نه له اړمنو افغانانو سره د موثرو همکاریو غوښتنه کړې ده. متقي دغه راز د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په شمول په ټولو نړیوالو خیریه موسسو او بنسټونو غږ کړی، چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي وویل: « دا چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنول او راتلل زیات شوي نو اړتیا ده چې له هغوی سره د سرپنا، پاکو اوبو، صحي خدماتو برابرولو په برخه او اقتصادي بوختیا کې اغیزمن ګامونه واخیستل شي.»

همدا راز متقي غوښتنه کړې، چي د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره په هېواد کې دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.

د یاد وزارت خبرپاڼه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د رییس له قوله وايي، چې د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

ماتیو په داسې حال کې له ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو د لړۍ د دوام په هکله څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه تر ۵۷ زیات د پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ملاله یوسفزۍ: له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ د طالبانو پر وړاندې یو ډول مقاومت دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۱

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې نړیوالې ورزشي ادارې باید د طالبانو پر ضد زړورتیا او جرئت وښيي او افغان ښځینه ورزشکارانو ته د لوبو فرصتونه برابر کړي، څو له دې لارې د ظلم پر وړاندې مقاومت وشي.

ملالې، چې د ښځو د حقونو لپاره یې مبارزې ژوند ګواښلی و، سي این این ته ویلي، « کله چې موږ افغان ښځینه لوبغاړې ځواکمنوو چې لوبې وکړي، دا پخپله د طالبانو پر ضد د مقاومت یو ډول دی».

نوموړې وايي، د فیفا او د کرکټ نړیوالې شورا په څېر نړیوال ورزشي بنسټونه باید له لفظي ملاتړ ور اخوا اوس عملي ګامونه واخلي.

یوسفزۍ زیاته کړې، چې « دوی خپل ژوند په خطر کې اچولی، اوس دا زموږ مسوولیت دی چې د دوی لپاره زمینه مساعده کړو. لوبې، تمرین او د ژوند حق د ښځو لپاره یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه مبارزه ده».

ملاله یوسفزۍ وايي، په سپورټي ډګرونو کې له ښځینه افغان ورزشکارانو هر اړخیز ملاتړ د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یوه بڼه ده او باید په دې برخه کې هڅې ونه سپمول شي.

یوسفزۍ سي این این ته وویل، « دا خپله د طالبانو پر وړاندې د مقاومت یو ډول دی، چې موږ افغان ښځینه لوبغاړو ته دا چانس ورکړو چې دوی ورزش ته دوام ورکړي. نړیوال سازمانونه باید دغه زړه وکړي او دا زړوتیا وښيي».

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې اوس د ښځو د حقونو له پلوه تر ټولو محدود هېواد دی. نجونې له منځنیو ښوونځیو محرومې دي، پوهنتونونو ته د ورتګ اجازه نه لري او د سفر لپاره هم له نارینه محرم پرته نه شي وتلی.

په تېرو څلورو کلونو کې، ښځې له پارکونو، ورزش‌ځایونو او عامه فضاوو منع شوې دي، چې دې پخپله یو ډول کوربندۍ ته ورته حالت رامنځته کړی.

ملاله یوسفزۍ، چې په ۲۰۱۲ کال کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر سر وویشتل شوه، له هغه وخت راهیسې د تعلیم او ښځو د حقونو نړیوال غږ ګرځېدلې. هغې د ۱۷ کلنۍ په عمر کې د سولې نوبل جایزه وګټله او د افغان ښځو د وضعیت په اړه یې تل غږ پورته کړی.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله، چې په ۲۰۲۱ کې له هېواده وتښتېده، دا مهال په استرالیا کې ده.

ملاله د ۲۰۲۳ کال د ښځو نړیوال جام پر مهال ملبورن ته لاړه او له فیفا یې د دې لوبډلې په رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

فیفا تېره میاشت د افغان ښځو د فوټبال لپاره د اقدام ستراتیژي تصویب کړه، چې هیله ده ډېر ژر د افغان کډوالو ښځینه ټیم فعال شي.

افغان لوبغاړې مرسل سادات سي این این ته وویل، « موږ له مخکې دوو نړیوالو جامونو ته د ورتګ چانس له لاسه ورکړی. موږ له فیفا او د دغه سازمان له ټولو غړو غواړو چې د جنسیتي توپیرونو د دوام مخه ونیسي، او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې پاتې ښځې او نجونې هېرې نه شي».

د ښځو د کرېکټ افغان لوبغاړې هم له ورته وضعیت سره مخ دي. د اپرېل په میاشت کې، د کرېکټ نړیوالې شورا یو کاري ګروپ جوړ کړ، څو بې‌ځایه شوې ښځینه لوبغاړې حمایه کړي او یو ځانګړی مالي صندوق هم جوړ شو.

ملاله ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید له افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

هغه وايي، « دوی له خپلو کورونو وتلې، ژوند یې په خطر کې اچولی او موږ باید دا فرصتونه له لاسه ور نه کړو».

د روسیې لپاره د طالبانو نوی سفیر نن مسکو ته رسیږي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی او جګپوړی سلاکار ضمیر کابلوف وايي، چې تمه ده د طالبانو نوی سفیر مولوي ګل حسن به نن ماښام مسکو ته ورسېږي. د کابلوف په وینا، «نوی سفیر به د خپل هېواد د بشپړ رسمي سفیر په توګه دنده پیل کړي».

دا څرګندونې هغه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې په دوحه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره د کاري ډلو له ناستې وروسته تاس اژانس ته وکړې.

د کابلوف په وینا، «څنګه چې نوي سفیر اړین رسمي پروتوکولي مراحل بشپړ کړي، نو د خپل هېواد د بشپړ رسمي سفیر په توګه به دنده پیل کړي».

د مې میاشتې پر۱۶مه، د کازان نړیوال اقتصادي فورم په څنډو کې کابلوف ویلي و، چې طالبانو د مسکو لپاره د خپل نوي سفیر نوم روسي لوري ته سپارلی دی.

وروسته په مسکو کې د طالبانو سفارت تایید کړه چې مولوي ګل حسن د دغه ماموریت د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.

د اپریل پر ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د لوی څارنوال د غوښتنې له مخې، په دغه هېواد کې د طالبانو پر فعالیتونو بندیز وځنډاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو نوم اېستل له کابل سره د رسمي شراکت لپاره لاره هواروي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېږي. دا پرېکړه د مې پر ۲۰مه عملي شوه.

افغان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د شل اوریزو غوره لیګ لپاره یې له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی. کرکټ بورډ وايی چې یاده کمپنۍ د پانګونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله خپرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو د نیټې، ځای او نورو اړوندو پرېکړو په پار به له ITW UNIVERSE شرکت سره په ګډه رهبري شورا رامنځته کېږي او د لیګ په تړاو به اړینې پریکړې کوي.

دوی همدراز زیاتوي چې د یاد لیګ د پرانېستې ستره غونډه به په را روانه اګست میاشت کې ترسره شي چې د ښکیلو خواوو ( د ادارو استازو، د بورډونو غړو او نورو اړوندو شریکانو) ترڅنګ به د نړۍ د کرکټ چارسنبالو ادارو او بورډونو استازي، لوبغاړي او موثرې څیرې، رسنۍ، پانګوال او نور اړوند اشخاص پکې ګډون ولري.

د یادې غونډې په ترڅ کې به د دویم پړاو سیالیو ځای او نیټې د کره کیدو ترڅنګ د لیګ په تړاو د رهبري شورا د کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل شي.

په کونړ کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۶۶ کیلوګرامه ګرانبیه تیږې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانود کانونو او نفتو ریاست وايي، ۵۶۶،۳۹ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې د۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

د دې ادارې رییس مولوي شیرین اغا وايي، چې یاده اندازه ډبرې یوې خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شوې او د قانون له مخې به لس فیصده عواید یا ۷میلیونه افغانۍ، د دولت خزانې ته انتقال شي.

شیرین زیاتوي،چې پخوا به دا ډول کانونه په غیرقانوني او خپل‌سرې توګه استخراجېدل، خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا بهیر قانوني شوی او اوس شرکتونه کولای شي ګرانبیه ډبرې له کومې ستونزې پرته د د هېواد دننه او بهر صادرې کړي.

د طالبانو د کونړ د کانونو او نفتو رییس دا خبره په داسې حال کې کوي چې طالبان په کور دننه او بهر د کاني زیرمو په ناقانونه کېندنو او قاچاق تورن دي.