• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان کرکټ بورډ د شل اوریز غوره لیګ لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړ

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۹ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د شل اوریزو غوره لیګ لپاره یې له یوې هندۍ کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی. کرکټ بورډ وايی چې یاده کمپنۍ د پانګونې، پروډکشن، برانډېنګ، مالي ملاتړ او د بازارموندنې په ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله خپرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د دویم پړاو سیالیو د ترسره کېدو د نیټې، ځای او نورو اړوندو پرېکړو په پار به له ITW UNIVERSE شرکت سره په ګډه رهبري شورا رامنځته کېږي او د لیګ په تړاو به اړینې پریکړې کوي.

دوی همدراز زیاتوي چې د یاد لیګ د پرانېستې ستره غونډه به په را روانه اګست میاشت کې ترسره شي چې د ښکیلو خواوو ( د ادارو استازو، د بورډونو غړو او نورو اړوندو شریکانو) ترڅنګ به د نړۍ د کرکټ چارسنبالو ادارو او بورډونو استازي، لوبغاړي او موثرې څیرې، رسنۍ، پانګوال او نور اړوند اشخاص پکې ګډون ولري.

د یادې غونډې په ترڅ کې به د دویم پړاو سیالیو ځای او نیټې د کره کیدو ترڅنګ د لیګ په تړاو د رهبري شورا د کړنو په اړه مالومات وړاندې کړل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په کونړ کې د ۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۶۶ کیلوګرامه ګرانبیه تیږې وپلورل شوې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

په کونړ کې د طالبانود کانونو او نفتو ریاست وايي، ۵۶۶،۳۹ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې د۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

د دې ادارې رییس مولوي شیرین اغا وايي، چې یاده اندازه ډبرې یوې خصوصي کمپنۍ ته وسپارل شوې او د قانون له مخې به لس فیصده عواید یا ۷میلیونه افغانۍ، د دولت خزانې ته انتقال شي.

شیرین زیاتوي،چې پخوا به دا ډول کانونه په غیرقانوني او خپل‌سرې توګه استخراجېدل، خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا بهیر قانوني شوی او اوس شرکتونه کولای شي ګرانبیه ډبرې له کومې ستونزې پرته د د هېواد دننه او بهر صادرې کړي.

د طالبانو د کونړ د کانونو او نفتو رییس دا خبره په داسې حال کې کوي چې طالبان په کور دننه او بهر د کاني زیرمو په ناقانونه کېندنو او قاچاق تورن دي.

طالب وزیر وايي چې د امیر اطاعت عبادت دی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د مشر له لوري د دې ډلې د کور او ښار جوړونې وزارت لپاره تازه ګومارل شوی سرپرست مولوی نجیب الله حیات حقاني وايي، چې د امیر اطاعت عبادت دی او ورسپارل شوې دنده به په رښتینولی ترسره کوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه « د چنګاښ ۱۰مه» د کور او ښار جوړونې وزارت کارکوونکو ته د ده د ورپیژندلو په غونډه کې کړې دي.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپلې کابینې دوه وزیران له یوه موقفه بل هغه ته بدل کړل.

د طالبانو د مشر د حکم له مخې د ښار او کور جوړونې پخوانی وزیر حمدالله نعماني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر نجیب الله حقاني د ښارجوړونې د وزیرپه توګه ټاکل شوي دي.

حقاني په دې غونډه کې وویل، چې « د امیر اطاعت عبادت دی او زه ژمن یم چې را سپارل شوې دنده په صداقت او اخلاص سره ترسره کړم».

د مراسمو پر مهال د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور، د وزارت مرستیالانو، د اترا چارواکواو د دې ډلې د مخابراتو وزارت استازو ګډون کړی و.

طالب چارواکي په دې وروستیو کې په تکرار د خپل مشر د اطاعت په تړاو څرګندونې کوي او مولوي هبت الله اخوندزاده هم له دې وړاندې په خپلو څرګندونو کې په مکرر ډول په خپلو لیکو کې پر اطاعت ټینګار کړی.

له لوی اختر وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، چې له کندهار او ملا هبت الله سره په یو شمېر مسایلو کې مخالف ګڼل کیږي، وویل چې هبت الله اخوندزاده له انساني توان نه لوړ کار کوي.

خو دیني کارپوهان د مسوولیت منلو په تړاو، چې د طالبانو په اداره کې ډېری غیر مسلکي کسانو او په ځانګړې توګه ملایانو او طالبانو ته سپارل کیږي، وړتیاوې مهمې ګڼي.

د دیني چارو یوه متخصص صلاح الدین سعیدي افغانستان انټرنشل پښتو ته په خبرو کې وویل، چې څوک د کوم مقام او څوکۍ وړ نه وي، د دیني ارشاداتو له مخې باید هیڅکله دغه دروند مسولیت ونه مني او په لوی لاس ځان ګنهګاره نه کړي.

طالبانو په ارزګان کې د شفلوغ په نامه د اوبو بند د جوړولو چارې پیل کړې

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د طالبانو ادارې د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اوبو د یوه نوي بند د جوړولو چارې پیل کړې، چې هدف یې د کرنیزو ځمکو خړوبول، د اوبو د زیرمو مدیریت او د موسمي سېلابونو کنټرول ښودل شوی دی.

د شفلوغ په نوم دا بند به، چې د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ په شفلوغ کلي کې جوړېږي، د ۸۵۴ زره او ۱۰۶ متر مکعبه اوبو زېرمه کولو ظرفیت ولري او شاوخوا ۲۵۹ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

دا پروژه به د ۱۶۵،۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شي، چې شاوخوا ۱،۹ میلیونه امریکایي ډالر کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د طالبانو ارزګان والي مولوي عنایت الله شجاع، د ملي پراختیا شرکت معیین مولوي عبدالولي عادل، د علماوو شورا غړو، تخنیکي کارکوونکو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو د دغه بند د پرانیستې په مراسمو کې ګډون درلود.

منصور د بند د چارو د پرانیستې پر مهال وویل، چې د دغه بند هدف د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبي سرچینو پیاوړتیا او د موسمي سېلابونو مخنیوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې « دغه نظام په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې امنیت، روڼتیا، قومي یووالی او اقتصادي پراختیا راوړې ده».

طالب وزیر وویل، چې د اوبو او انرژۍ وزارت پلان لري چې ډېر ژر په ارزګان ولایت کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي او اړین تخنیکي اقدامات به هم ترسره شي.

د طالبانو د ملي پراختیا شرکت مالي او اداري معیین مولوي عبدالولي عادل په دغو مراسمو کې ژمنه وکړه چې دغه پروژه به په لوړ کیفیت سره بشپړه شي.

د بند د جوړېدو چارې او د کیفیت په تړاو څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې په خوست کې د یوه بند د نړېدو له امله د طالبانو پر ادارې پراخې نیوکې وشوې.

طالبانو په غزني کې د عاشورا مراسمو لپاره امنیتي تدابیر نیولي دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د محرم او عاشورا مراسمو د امنیت لپاره امنیتي تدابیر نیولي دي. په ورته وخت کې په غزني کې د اهل تشیع عالمان وايي، دوی ته اجازه ورکړل شوې چې د عاشورا مراسم د جوماتونو دننه ترسره کړي.

د طالبانو د غزني امنیه قوماندانۍ مرستیال نصرالله خادم نن سې شنبه د چنګاښ ۱۰مه، د امید په نامه راډيو ته ویلي، چې څه ډول د ځانکړو ورځو لپاره امنیت نیول کېږي همغسې یې د عاشورا د ورځو لپاره هم امنیتي تابیاوې کړې دي.

په ورته وخت کې په غزني کې د اهل تشیع یو عالم ګل احمد معتمدي ویلي، دوی ته طالبانو ډاډ ورکړی، چې د بدې امنیتي پېښې د مخنیوي لپاره پوره چتمووالی لري او چاته به اجازه ورنه کړي چې دغه مراسم ګډوډ وکړي.

د اهل تشیع یو دیني عالم اغا صلاحي وايی چې ټول مسلمانان باید یو بل ته لاس ورکړي او په هره برخه کې د یو بل ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې اوس هم په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښونه موجود دي او دغه ډله وخته ناوخته شیعه مسلمانان او د محرم او عاشورا مراسم هدف ګرځوي.

په پنجشېر کې ۳ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست رییس محمد قاسم امیري ویلي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۹۸۷ قيراطه زمرد د ۵۲۴ زره ۳۵۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست تر دې وړاندې ویلي و، چې دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځته شوې او کان کېندنې پکې روانې دي.

د دغه ریاست په وینا، په پنجشېر کې د زمردو شاوخوا ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.