• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خلیلزاد: د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو له امله تر فشار لاندې دي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان او ایران اړیکې د کډوالو د جبري اېستلو له امله تر فشار لاندې دي. نوموړي له طالبانو سره د همغږۍ پرته د افغان کډوالو جبري او ناڅاپي اېستل غندلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) پر خپلې اېکس پاڼې له ایران څخه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته په اشارې ویلي: «په تېرو څو ورځو کې ایران په زرګونه افغان کډوال اېستلي، ځکه دا یې وخت نه دی، دا ناڅاپي اېستل او د افغان لورې سره نه همغږي زه غندم.»

د خلیلزاد په خبره، ایران یو شمېر افغان کډوال د اسراییل د استخباراتو سره په همکارۍ تورن کړي؛ خو نوموړي ویلي: «که رښتیا هم ځیني افغان کډوال موساد ته د مهمو ځایونو معلومات ورکوي نو باید یوازې هغه اشخاص مشخص شي، نه لسګونه زره کسان پړ وبلل شي.»

د خلیلزاد په وینا، افغانان او ایرانیان ګډ کتلور، ژبه، تاريخ او ورځې لري او یو ځای یې سره لمانځي.

هغه زياته کړې: «افغانان او ایرانیان د ګډ کلتور سره ګاونډیان دي. څو ميلیونه افغانان په تېرو پنځوسو کلونو کې په ایران کې ژوند او کار کړی دی. ایران ډېری یې سوریې ته لېږلي ترڅو هلته د ایران په جګړه کې برخه واخلي.»

خلیلزاد ویلي، چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو حق لري؛ خو ګاونډ هېواد بیا مکلفیت لري چې د ستنېدونکو کډوالو پروسه په منظم ډول پلان کړي، تر څو د بشري بحران مخه ونیسي.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوی، چې ایران په وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان په جبري ډول له دغه هېواده شړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ او ماسک لفظي ناندرۍ زور اخلي؛ ټرمپ پر ایلن ماسک د فدرالي مرستو د بندولو ګواښ کړی

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ ایلن ماسک ته ګواښ وکړ، چې ښايي هغه فدرالي مرستې پرې بندې کړي چې د ماسک شرکتونه ټسلا او سپېس‌اېکس ترې ګټه اخلي. ایلن ماسک د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې ولیکل، « زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس».

ایلن ماسک، چې د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو لپاره‌یې سلګونه میلیونه ډالر لګولي، د ټرمپ پر مالیاتي قانون ته سخته نیوکه کړې. دا قانون د برېښنايي موټرو د پېر پر سر ورکول کېدونکې فدرالي مرستې ختموي چې تر ډېره‌ یې ټسلا ترلاسه کوي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: « هغه له دې امله ناراضه دی چې د برېښنايي موټرو لپاره‌یې امتیاز له لاسه ورکړ او ډېر نور هم له لاسه ورکولای شي».

ټسلا او سپېس‌اېکس د فدرالي مرستو، قراردادونو، مالیاتي امتیازاتو او پالیسیو په مټ تر اوسه لسګونه میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی.

یوازې ټسلا شرکت په ۲۰۲۴ مالي کال کې د برېښنايي موټرو د پلور له کبله ۲،۸ میلیارده ډالر د مقرراتي امتیازاتو له لارې ګټلي دي، چې د ټرمپ د نوي قانون له مخې کمېدای شي.

د دې تر څنګ، د ټسلا ونډې د سې‌شنبې په ماسپښین کې نږدې ۵ سلنه راټیټې شوې.

ایلن ماسک د خپلې ټولنیزې شبکې اېکس له لارې ولیکل، « زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس».

د رویټرز د رپوټ له مخې، ماسک زیاته کړه چې کولای شي ټرمپ ته لا سخت ځواب ورکړي، خو دا مهال به ځان وساتي.

ټرمپ دتروت رسنۍ له لارې لیکلي، « ایلن ښايي تر ټولو ډېرې فدرالي مرستې ترلاسه کړې وي، تر هر بل انسان ډېرې. نور نه راکټونه، نه سټلایټونه او نه برېښنايي موټر، زموږ هېواد به میلیونونه وسپموي».

سویډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره پراختیایي مرستې پای ته رسوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

سوېډن اعلان وکړ چې له افغانستان سره د پراختیایي همکاریو ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته رسوي. د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرني تجارت وزیر بنیامین دوسا وویل چې سویډن له کلونو راهیسې له افغانستان سره پراختیايي او بشري مرستې کړې دي، خو اوس د دوامدارو پراختیايي پروژو امکانات محدود دي.

د سوېډن حکومت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په روان کال کې به د اوکراین لپاره پراختیایي مرستې پراخې کړي او نړیوالو بېړنیو بشري اړتیاوو ته به ښه ځواب ووايي.

د دې لپاره، د سویډن حکومت د جغرافیايي او موضوعاتي مرستو لومړیتوبونه بیا تنظیموي، چې له مخې به یې د ۲۰۲۵ بودیجې لپاره نږدې ۱،۷ میلیارده سوېډني کرونه بېرته فعال شي.

د سویډن د نړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر بنیامین دوسا وویل چې حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د پراختیايي همکاریو ستراتیژي او له اسیا او ارام سمندر سیمې سره د سیمه‌ییزې مرستې ستراتیژي پړاو په پړاو پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه، « موږ په یو له کړکېچ ډک نړیوال وضعیت کې ژوند کوو. بشري کړاوونه په ګڼو سیمو، په ځانګړي ډول اوکراین، سوډان، غزه او یمن کې ډېر زیات دي. د امریکا د پراختیايي مرستو ځنډ هم وضعیت لا سخت کړی. له همدې امله، سوېډن د ۲۰۲۵ کال د پراختیايي مرستو په بودجه کې پراخ بدلون راولي».

د نوې پالیسۍ له مخې، له افغانستان سره د سوېډن پراختیايي مرستې بندېږي، خو دوسا ټینګار وکړ، چې بشري مرستو ته اړتیا جدي ده.

هغه وویل، « سوېډن له افغانستان سره له اوږدې مودې راهیسې هم پراختیايي او هم بشري مرستې کړي. خو دا مهال هلته د دوامدارو پراختیايي همکاریو امکانات محدود دي. سره له دې، موږ د بشري ملاتړ اړتیا خورا مهمه بولو او دا مرستې به دوام ولري. د افغان ښځو او نجونو وضعیت زموږ لپاره لا هم یوه اساسي موضوع ده».

د اسیا او ارام سمندر لپاره د سیمه‌ییزې ستراتیژۍ له بندېدو سره، د سویډن حکومت وايي چې اوس غواړي له مرستو څخه سوداګریز تعامل ته واوړي.

د روسیې ځانګړی استازی: لوېدیځ دې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې متحده ایالات باید شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره افغان کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کړي او اروپا دې ۲،۵ میلیارد ډالره چې د بشرپالې مرستې په نوم د سویس بانکونو کې د کابل لپاره زېرمه شوې وې، بېرته ورکړي.

کابلوف دا څرګندونې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د افغانستان پر موضوع د کاري ګروپونو تر غونډې وروسته وکړې.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه ټینګار وکړ، « موږ پام راوګرځاوه چې د افغانستان ستونزې یوازې د غونډو او کنفرانسونو له لارې نه حلېږي. افغانان ژمنو او تشو تحلیلي خبرو ته اړتیا نه لري، بلکې عملي مرستو ته اړتیا لري».

کابلوف زیاته کړې چې روسیه "صادقانه او واقعبینانه" چلند کوي، او یادونه یې کړې، چې په کازان کې د روسیې ـ اسلامي نړۍ د سوداګرۍ فورم پر مهال د روسیې او افغانستان پلاویو د عملیاتي اقتصادي همکاریو په اړه بحث کړی و.

هغه وویل، « دوی پر هغو پروژو وغږېدل چې روسیه یې د خپلو اقتصادي او تخنیکي ظرفیتونو پر بنسټ ترسره کولی شي، څو افغان ولس ته په اوسني وضعیت کې د بقا زمینه برابره کړي».

روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې رغولې دي، خو د شنونکو په باور، د چین، روسیې، ایران او هند مرستې هغه ځای نه شي نیولای، چې لویدیز یې له افغانستان سره کوي.

په تېره غبرګولي میاشت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، چې کله چې امریکایان ووتل او طالبان واک ته ورسېدل، له چین، روسیې، هند او ایران څخه ډېرې تمې کېدې، چې دوی سره راټول شي او هغه خلا ډکه کړي چې د لویدیځ له وتلو وروسته پیدا شوې، خو داسې ونه شول، ځکه په سیمه کې د افغانستان په اړه ګډ پلان نه و.

کرزي وویل، وروسته چې کومې مرستې په افغانستان کې خلکو ته رسېدې، د امریکا له وتلو وروسته هم له واشنګټن نه راتلې او دی ترې منندوی دی.

پاکستان د ملګرو ملتونو په ترهګرۍ ضد جوړښت کې د داخلي اصلاحاتو غوښتنه وکړه

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وايي چې پاکستان د ملګرو ملتونو د تروریزم ضد جوړښت کې د داخلي اصلاحاتو غوښتنه کړې. هغه ویلي: «موږ باید د ترهګرۍ او د بهرني اشغال پر وړاندې د مشروع مبارزې او د خپلواکۍ حق ترمنځ په روښانه توګه توپیر وکړو.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار احمد په حواله نن په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ترهګرۍ ضد جوړښت بايد د دې وړتيا ولري، چې د اوږدې شخړې د هواري په ترڅ کې د بې انصافۍ، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې د ظلم او جبر د له منځه وړو په برخه کې د اوږدمهاله شخړو مخه ونيسي او د تروریزم د پای ته رسولو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

هغه ویلي: «موږ باید د ترهګرۍ او د بهرني اشغال پر وړاندې د مشروع مبارزې او د خپلواکۍ حق ترمنځ په روښانه توګه توپیر وکړو.»

په خبرپاڼه کې د پاکستان د دایمي سفیر په حواله راغلي: «هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ترهګرۍ له ټولو ډولونو سره مبارزه وکړي او له دوه ګونو معیارونو او تعبیض پرته ټولیز اقدام وکړي.»

پاکستاني سفیر عاصم همداراز د نویو او راپورته کیدونکو ګواښونو د شاملولو او د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ د پای ته رسولو لپاره د بندیزونو په رژیمونو کې د کافي بدلونونو غوښتنه کړې ده.

نوموړي په یو شمیر هېوادونو کې د ښي اړخه، افراطي او فاشیست خوځښتونو رامینځته کیدو ته په اشارې سره چې تروریزم او تاوتریخوالي ته لار هواروي، ویلي، چې پاکستان د تروریزم غیر اسلامي عملونو ته د یوه جرم په توګه ګوري.

سور صليب او سرې میاشتې نړيوال فدراسيون: د افغانستان له ۳۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرسته کوو

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د سره صليب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د اسيا پاسيفيك حوزې مشر الكساندر ماتيو وایي، اوس مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده. نوموړي ژمنه وکړه چې د صحي مرستو دغه لړۍ به نوره هم پراخه شي.

ماتیو دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ لسمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په ناسته کې کړې.

په ناسته کې متقي له سره صليب نه له اړمنو افغانانو سره د موثرو همکاریو غوښتنه کړې ده. متقي دغه راز د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په شمول په ټولو نړیوالو خیریه موسسو او بنسټونو غږ کړی، چې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي وویل: « دا چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو راستنول او راتلل زیات شوي نو اړتیا ده چې له هغوی سره د سرپنا، پاکو اوبو، صحي خدماتو برابرولو په برخه او اقتصادي بوختیا کې اغیزمن ګامونه واخیستل شي.»

همدا راز متقي غوښتنه کړې، چي د سوري زړه د ناروغو ماشومانو د درملنې لپاره په هېواد کې دننه مجهز او معیاري کلینیکونه جوړ شي.

د یاد وزارت خبرپاڼه د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د رییس له قوله وايي، چې د سوري زړه ناروغانو ته د لا زیاتو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې به خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

ماتیو په داسې حال کې له ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو د لړۍ د دوام په هکله څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه تر ۵۷ زیات د پنځه کلنۍ عمر ته له رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.