اېټالیا په راتلونکو څو کلونو کې غیراروپايي وګړو ته ۵۰۰ زره کاري ویزې ورکوي

د اېټالیا حکومت وايي، پلان لري چې له ۲۰۲۶ نه تر ۲۰۲۸کاله پورې د غیراروپايي هېوادونو ۵۰۰ زره وګړو ته کاري ویزې ورکړي. دا پرېکړه پرون ورځ اعلان شوې او موخه یې د کاري ځواک د کمښت په ځواب کې قانوني کډوالي ده.
