• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیمروز کې د طالبانو والي: د ایران یوه پنډغالي کې یو افغان د اوبو او خوړو له نشتوالي مړ شوی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

په نیمروز ولایت کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد تېره شپه د دغه ولایت ورېښمو پله تر څنګ د راستنېدونکو کډوالو له کمپونو د لیدنې پر مهال وویل، پرون په ایران کې د افغان کډوالو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې د اوبو او خوړو د نشتوالي له امله یو سپین ږیری افغان کډوال مړ شوی دی.

محمد قاسم خالد زیاته کړه: «زموږ دقیق معلومات دا دي چې یو تعداد مهاجرین هلته ایران کې پراته دي خواران، ټوله ورځ اوبه یې نه دي څکلي او ډوډۍ یې نه ده خوړلې. یو سپین ږیری مړ شوی د همدغو مشکلاتو له امله.»
نوموړي همداراز وویل، په نیمروز کې هم یو لړ ستونزې شته او هوا هم ډېره ګرمه ده.

نیمروز چې یو سرحدي ولایت دی او د ژوند ټول امکانات پکې نشته؛ خو بیا هم طالب چارواکی وایي، چې یاده ډله هڅې کوي ترڅو دوی ته اوبه او خواړه برابر کړي او د موټرو کرایې هم ورکړي.
په داسې حال کې چې ډېری ځوانان په هېواد کې د بېکارۍ له امله ایران ته د کار او یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ناقانونه او سختو لارو تللي او دمګړۍ په کور دننه هم ځوانان د بېکارۍ کچې له ډېرېدو شکایت لري؛ خو د نیمروز والي را اېستل شویو ځوانانو ته په خطاب کې ادعا وکړه، چې د ایران په اندازه په افغانستان کې د کار کولو زمینه برابره ده.
له دې سره سم، له څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو د دوام اجازه نه لري او د کورنیو او نړۍوالو غوښتنو سره-سره لا هم نجونې له زده کړو بې برخې دي؛ خو د نیمروز والي له ایرانه راغلو افغانانو ته په خطاب کې وايي: «په ټولو ولایتونو کې ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره ده او تاسو باید د افغانستان د دوښمنانو منفي تبلیغاتو ته پام ونه کړئ، حقایق باید درک کړئ.»
د ویلو ده، چې ایران له اسراییل او امریکا سره تر لنډ مهالې جګړې وروسته له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستنې لړۍ چټکه کړې او تر اوسه یې سلګونه زره افغانان په زوره را اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.
نړۍوالو بشرپاله بنسټونو په وار-وار خبرداری ورکړی، چې افغانستان په یو واري د دومره کډوالو د سمبالولو ظرفیت نه لري او دوی هم د خپلو بودیجې د کمښت له امله نشي کولی ټولو کډوالو ته رسېدنه وکړي.
دغو بنسټونو له نړۍوالو غوښتي، چې په دې سختو شرایطو کې د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان: طالبان، بندیان په رواني او نورو ډولونو شکنجه کوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۱

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.

د دغه سازمان دا راپور له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کلونو پورې د لسګونو پخوانیو بندیانو، د بشري حقونو فعالانو او خبریالانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

راپور څرګندوي، چې طالبان د بندیانو د اعتراف اخیستو، وېرولو او یا د هغوی د خاموشه کولو لپاره له سختو شکنجو استفاده کوي.

د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.

یاد سازمان وایي، هغه کسان چې د طالبانو له دریځ او کړنو سره مخالفت لري، له شدیدو شکنجو سره مخ شوي دي.

په راپور کې راغلي دي، چې طالبان له خپلو زندانونو څخه د وېرې د یوه وسیلې په توګه کار اخلي. نیول شوي کسان زیاتره وخت پرته له قانوني تور، محکمې او مدافع وکیل زنداني کېږي.

په راپور کې ویل شوي، چې ځینې قربانیان د کلونو لپاره د طالبانو په بند کې پاتې شوي او ان داسې پېښې هم ثبت شوي، چې بندیان د شکنجې له امله مړه شوي دي.

د سازمان په وینا، دا کړنې د نړۍوالو بشري قوانینو، په ځانګړي ډول د شکنجې ضد کنوانسیون، ښکاره نقض ګڼل کېږي. له همدې امله د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې د طالبانو پروړاندې جدي فشارونه راوړي، د شکنجې عاملین محاکمه کړي او د قربانیانو ملاتړ وکړي.

یاد سازمان دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې باید د افغانستان بندخونې له نږدې وڅارل شي، څو د انساني کرامت او بشري حقونو دغه پراخې سرغړونې نورې دوام ونه مومي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي پر ډيورنډ کرښه یې ۲۴ پاکستاني طالبانو ته مرګژوبله اړولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، د پاکستاني طالبانو ۲۴ غړو ته یې هغه مهال مرګ‌ژوبله اړولې، کله چې هغوی غوښتل له افغانستانه د شمالي وزیرستان زُۍ سیدګي سیمې ته واوړي. د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ خراسان ډایري ورځپانې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه خبر کې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې پر دغه وسله والو یې له درېيو خواو هغه مهال برید وکړ، کله چې يې غوښتل پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم پرې کړي.

په خبر کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو غړو پلان درلود له افغانستان څخه د شمالي وزيرستان ځينو سیمو ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې په دې برید کې يې ۷ وسله وال ټپیان کړي او ممکن یو شمېر وسله وال پاکستان ته داخل شوي؛ خو ټينګار يې کړی چې په سيمه کې به یې عملیات دوام ولري.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني چارواکو ويلي چې په یاده سیمه کې اکثره وخت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند جنګيالي فعالیت کوي.

طالبانو په کندوز کې په محفلونو کې پر ناسمو رواجونو او موسیقۍ د بندیز ټینګار کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

په کندوز ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې له خبریالانو غوښتي چې په بېلابېلو مراسمو کې د اسراف، موسیقۍ او نڅا د بندیز په اړه عامه پوهاوی زیات کړي. طالبانو د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر عملي کولو ټينګار کړی.

په کندوز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د ناسمو رواجونو د مخنيوي په موخه د سیمه ييزو رسنیو د مسوولینو او خبریالانو سره ناسته تر سره کړې ده.

د دغه ولایت د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د «خېښيو، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له شریعت سره په ټکر کې رواجونو د مخنيوي» اړوند فرمانونه هم تشریح شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د ځوانانو چارو امر داد محمد منصور ویلي: «اسلام د منځلارېتوب دین دی، زموږ ټولنیز محفلونه باید له اسراف، ناروا رواجونو، موسیقۍ، ګډو نڅاوو او نورو ناسمو دودونو پاک وساتل شي.»

نوموړي له رسنیو غوښتې، چې دا «شرعي فریضه ده او د ولس مادي او معنوي سوکالي پکې نغښتې ده.»

طالبانو په دغه ولایت کې له رسنیو څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر ۱۴۰۳ کال په کب میاشت کې په هېواد کې د کوژدو، ودونو، فاتحو، جنازو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال له ناوړه دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه یو پنځه ماده‌ییز فرمان صادر کړ.

د دې فرمان له مخې، په هېواد کې باید د هر ډول اسراف او ناسمو دودونو مخه ونیول شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را رووسته دغه ډلې په ډېرو برخو کې بندیزونه لګولي.

موسیقي بنده، د ځوانانو پر ډېرو تفريحې لوبو بندیز دی، ښځې او نجونې له کار، زده کړو او یوازي سفر څخه منعه شوي او ان خلک پر دې ډلې له نیوکه کولو هم منعه شوي دي.

ډېری افغانان د طالبانو له دې کړونو په تکلیف شوي او له نړۍوالې ټولنې څخه د فشار راوړولو په تمه دي.

ایا خصوصي پانګوال به وکولی شي د امریکا د مرستو کمښت جبران کړي؟

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو کمښت او د ښځو د حقونو او بندیانو د خلاصون په برخه کې د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله د بندیزونو کواښونو پر خصوصي پانګوالو فشار زیات کړی، چې د هېواد اقتصاد ته ساه ورکړي. اوس پوښتنه راپورته شوې، چې له پانګوالو دا تمه عادلانه او عملي ده او که نه؟

د نیو هیومنټېرین وېبپاڼې د راپور له مخې، په بروکسل کې د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړې چارواکې «ماري بېشوپینګ» له خبرو داسې ښکاره شوه، چې متحده ایالات به نور د طالبانو له حکومت سره مرسته و نه کړي.

هغې ویلي: «طالبان وایي چې ملاتړ غواړي، خو عمل نه کوي او امریکا نه شي کولی نور دغې ډلې ته پیسې ورکړي.»

نیو هیومنټېرین زیاتوي، که دا پرېکړه عملي شي نو دا به د طالبانو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه وي، ځکه دغه هېواد له لسیزو راهیسې پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ میلیون ډالره طالبانو ته ورکړي دي، له بلې خوا د پخواني حکومت ۷۵ سلنه لګښتونه د بهرنیو مرستو له لارې تمویلېدل.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۳ میلیونه زیات افغانان مرستو ته اړتیا لري، چې ۱۲.۳ میلیون یې ماشومان دي.

د ټرمپ د ادارې د جنورۍ میاشتې د نړۍوالو مرستو کنګل دا وضعیت لا پسې خراب کړی.

په راپور کې راغلي، د افغانستان او دوبۍ افغان سوداګر وایي چې دا تمه چې خصوصي سکټور به د مرستو ځای ونیسي، غېرمنصفانه او غېرواقعي ده، په ځانګړي ډول د امریکا له بندیزونو، مالي محدودیتونو او د طالبانو د حکومت په رسمیت د نه‌پېژندنې له امله.

حاجي عبیدالله چې په دوبۍ کې د افغان سوداګرۍ شورا مشري کوي، وایي، «وېره لا هم پاتې ده او تر هغو چې نړۍوال دا حکومت رسمي و نه‌پېژني، د پانګوالو لپاره هېڅ تضمین نشته».

هغه زیاتوي: «۸۵ سلنه افغان پانګوال اوس په دوبۍ کې مېشت دي، خو د اوسني وضعیت له امله چمتو نه‌ دي چې په افغانستان کې بېرته پانګونه وکړي.»

وېبپاڼه زیاتوي، په داسې ګونګو حالاتو کې یو افغان پانګوال هڅه کوي دا ذهنیت بدل کړي. میرویس عزیزي، چې په دوبۍ کې د افغان شتمنو له ډلې شمېرل کېږي، سږ کال هرات ته سفر وکړ او هلته یې د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د «عزیزي ټاون» پرانیسته وکړه، چې ۳۰۰ کورونه، یو ښوونځی او یو کلینیک پکې شامل دي. سربېره پر دې، عزیزي هلته د ۱۰ میلیارده ډالرو ژمنه هم وکړه، چې د برېښنا او رېل‌پټلۍ پراخې پروژې پکې شاملې دي.

افغانستان اوس هم شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او د دې وارداتو لپاره کلنی لګښت ۲۲۰ میلیونه ډالره دی.

د برېښنا د نشتوالي له امله خلکو ته اوږده پرچاوۍ، چاپېریالي الودګي او روغتیايي ستونزې پیدا شوې دي. ځینې روغتونونه ان لسو یا شلو ساعتونو پورې برېښنا نه لري.

د عزیزي کورنۍ بله پروژه چې د میرویس عزیزي د یوه شخصي غم له امله پیل شوې، په کابل کې د «فرشتې عزیزي» په نوم یو روغتیايي ښارګوټی دی، چې پکې د سرطاني ناروغانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون او د مېندو او ماشومانو لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون شامل دي.

دا پروژه له هغه وروسته پیل شوه، چې د عزیزي لور فرشته عزیزي د سرطان له امله مړه شوه.

د عزیزي پراختیایي شرکت اجراییه مشر فرهاد عزیزي وایي، د دوی موخه دا ده چې نور شتمن افغانان هم وهڅوي چې وطن ته راستانه شي او خلکو ته خدمت وکړي.

خوسره له دې، عزیزي کورنۍ استثنا ده ځکه د دوی شتمني یوازې په دوبۍ کې ۶۰ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې د افغانستان د ټول ناخالص تولید درې چنده برابروي.

سره له دې چې د امریکا د خزانې وزارت یو شمېر جوازونه صادر کړي چې له بندیزونو پرته تجارت ممکن کړي، خو بانکونه لا هم محتاط دي.

د سوداګرو په وینا، د یوه واضیح رسمي سند نشتوالي ستونزې زیاتې کړي دي.

دوی وایي، باید واشنګټن یو لیک صادر کړي چې د مشروع کاروبارونو لپاره د معاملاتو زمینه برابره کړي.

سوداګریز مشران ټینګار کوي، چې که طالبان خصوصي سکتور ته تمه وي چې اقتصاد بېرته راژوندی کړي، نو باید لازم مالي او حقوقي شرایط برابر کړي، په ځانګړي ډول د نړۍوال مالي سیستم سره نښلول شوې بانکداري چې دا د پانګونې بنسټیز شرط بلل شوی.

سره له دې اندېښنو، عزیزي کورنۍ هڅه کوي د اوږدمهاله پروژو له لارې دا پیغام ورکړي چې افغانستان لا هم د پانګونې یو مهم فرصت دی.

فرهاد عزیزي وایي: «که د چا موخه اقتصادي وده وي، نو افغانستان ته دې د یوه فرصت‌ناکه او نوي بازار په سترګه وګوري.»

په کندهار کې د ږیرو له امله د خلکو نیونې؛ تر اوسه نږدې ۴۰۰ تنه نیول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۱

په کندهار ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په تېرو څلورو ورځو کې د کمپاین پر مهال شاوخوا ۴۰۰ تنه د ږيري د کوچني کېدو او سټايلي جوړېدو له کبله نیولي او بندیان کړي دي. د کندهار اوسېدونکي د طالبانو له سخت چلند، د بدو الفاظو له کارولو او د بشري حقونو له نقض څخه شکایت کوي.

په سوېلي ولایت کندهار کې له تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د ږیرو پر وړاندې سخت کمپاین پیل کړی دی.

له کندهار څخه سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې دغه کمپاین د ښار په ټولو مهمو مارکېټونو، واټونو او هټيو کې پلي کېږي او هغه کسان نیول کېږي، چې ږېري یې خرېیلي، کوچنۍ کړي او يا یې هم سټايلي جوړې کړې وي.

د سرچینو په خبره، دغه ډلې تر دې دمه شاوخوا ۴۰۰ کسان نیولي چې ځیني یې تر لنډ یا یوې ورځې بند وروسته خوشې کړي او یو شمېر نور لا هم په بند کې دي.

د عیني شاهدانو په وینا، طالبان نه یوازې له امربالمعروف ریاست پورې محدود دي، بلکې د پولیسو او حوزو امنیتي کسان هم د نیولو عملیاتو کې برخه اخلي.

د کندهار ښار هټۍوال وايي، چې له همدې کبله د دوی کارونه اغېزمن شوي او د مشتریانو تګ ‌راتګ هم کم شوی، ځکه خلک له وېرې له کورونو نه وځي.

د جميل احمد په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکي وویل: «زه له ګدامه راووتلم، درې طالبان راغلل، ږیره یې وکتل او پرته له خبرو یې ونیولم. یوه ورځ بندي وم، هېڅ جرم مې نه وو کړی.»

طالبان نیول شوي کسان په اړوندو حوزو او یا د امربالمعروف ریاست په بند خونو کې ساتي.

د بشري حقونو ځايي فعالان وايي، دا ډول نیونې د خلکو د شخصي ازادۍ، فکري خودمختارۍ او انساني کرامت ښکاره نقض دی.

ځیني ځوانان چې له بند وروسته خوشې شوي وايي، چې دا چلند یې پر دیني احکامو باور متزلزل کړی.

د نور احمد په نوم يو ځوان چې د امربالمعروف د محتسبانو له لوري نیول شوی او دوې شپې يې په دغه ریاست کې تېرې کړي، وویل: «ما ږیره کوچنۍ کړې وه، خو له دې وروسته به يې پرېږدم، له دې سره د دین نور احکام به نه عملي کوم زه په زوره اصلاح نه غواړم.»

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د امربالمعروف محتسبین نه یوازې نیونې کوي، بلکې خلکو ته له سپکاوي ډک الفاظ هم کاروي.

یو ځوان چې تازه خوشې شوی وایي: «طالب را ته وویل چې په دې څلورو کلونو کې لا هم نه یاست مسلمانان شوي ؟ او نور بد الفاظ یې هم وویل، دا چلند زموږ ایمان نه کمزوری کوي او نه یې زیاتوي خو له دوی څخه مو سخت نفرت کېږي.»

سرچينې وايي، چې دا ډول لفظي سپکاوی د خلکو دیني شناخت تر سوال لاندې راولي، د ټولنیز فشار، احساساتي زیان او دیني نفرت بڼې ته لاره جوړوي.

د ږیرو پر وړاندې دغه سخته تګلاره د طالبانو د نورو بندیزونو تسلسل دی.

په ورته وخت کې پر ځوانانو د ټولنیزو بندیزونو ترڅنګ، له محرم پرته د ښځو پر سفر بندیز، د موسیقۍ غږول حرام ګڼل او د نجونو ښوونځي تړل لا هم مخکنۍ اندېښنې دي.

سرچينې وايي دا ډول کمپاینونه تر ډېره په کندهار کې تر سره کېږي، ځکه چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده همدلته اوسېږي او تر ډېره طالب چارواکي تګ راتګ کوي.

خلک وايي: «د مشر تمرکز د دې لامل شوی چې دلته پالیسي سخته پلي شي، خو ورته بندیزونه په نورو ولایتونو کې یا نشته، یا هم ډېر نرم پلي کېږي.»

خلک له دې شکایت هم کوي، چې طالبان د ږیرو، جامو او ظاهري موضوعاتو ته زیات تمرکز کوي، حال دا چې هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

د دوی په وینا، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد د دې لامل شوی، چې خلک رشوت ته اړ شي او دولتي خدمات د بډو پرته ممکن نه دي.

سره له دې چې دا ډول اقدامات ښکاره بشري سرغړونې بلل کېږي، تر اوسه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو یا اسلامي هېوادونو له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

د کندهار خلک له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د دا ډول غېر انساني چلند پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې یې د خلکو پر شخصي ازادیو محدودیتونه لګولي. یو له دې جبري محدودیتونو څخه د ږیرې پرېښودو امر دی، چې د خلکو د شخصي انتخاب حق تر پښو لاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ له ننګرهار ولایت څخه هم ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په یو شمېر ولسوالیو کې طالبان نارینه مجبوروي چې ږیره ولري او که څوک دا کار ونه‌ کړي، نو له سپکاوي، وهلو او ان بندي کېدو سره مخ کېږي.

دغو سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو د استخباراتو کارکونکي او د «امر بالمعروف» محتسبین وخت ناوخته د سړکونو، مارکیټونو او نایي خانو څارنه کوي، څو یقیني کړي چې خلک د دوی د مذهبي تعبیر پر اساس ږیره لري.