په روسیه کې د طالبانو سفیر خپله دنده پیل کړه

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې لپاره د دې ډلې ځانګړي استازي او سفیر مولوي ګل حسن حسن نن چهار شنبه په رسمي توګه دنده پیل کړه.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د روسیې لپاره د دې ډلې ځانګړي استازي او سفیر مولوي ګل حسن حسن نن چهار شنبه په رسمي توګه دنده پیل کړه.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، مولوي ګل حسن په مسکو کې د طالبانو د سفارت له ډیپلوماتانو او د سفارت له کارکوونکو سره لومړنۍ ناسته کړې ده.
یاد وزارت د روسیې له خوا د دې ډلې د سفیر منل اغېزناک ګام بللی او وايي، په دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړېکې لا پراخې او پیاوړې شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره ورځ د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې په دوحه کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره د کاري ډلو له ناستې وروسته تاس خبري اژانس سره په خبرو کې روسیې ته د طالبانو د سفیر د ورتګ خبر ورکړی و.
کابلوف ویلي:« څنګه چې نوي سفیر اړین رسمي پروتوکولي مراحل بشپړ کړي، نو د خپل هېواد د بشپړ رسمي سفیر په توګه به دنده پیل کړي.»

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د طالبانو له لوري دوحې د هوکړې له ژمنو نه پرلهپسې سرغړونې د سيمې بېثباتۍ ته لاره پرانېزي. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې بايد د یاد تړون ژمنو ته وفاداره پاتې شي.
بوټو دا څرګندونې اسلام اباد کې «پاکستان؛ د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې مورچې په توګه» تر سرلیک لاندې یوه سیمینار ته کړي دي. نوموړي زیاته کړې، ترهګري يوازې د يوې سيمې ستونزه نه ده، بلکې دا يو نړيوال ګواښ دی او پاکستان د دې ناورين پر ضد جګړه کې درانه انساني او اقتصادي تاوانونه ګاللي دي.
بلاول بوټو خبرداری ورکړی چې که طالبان خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې نهشي، نو دا به د سيمې د لا ډېرو ګډوډيو لامل شي. نوموړي د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وويل: «د دوحې هوکړې ته وفاداري کولای شي له راتلونکې بېثباتۍ مخنیوی وکړي».
طالبانو د دوحې په هوکړه کې منلې وه چې د القاعدې، دعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو ته به افغان خاوره کې ځای نه ورکوي او نه به هم تر خپل حاکمیت لاندې خاوره د امریکا پر ضد کاروي. طالبانو که څه هم په وار وار ویلي چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي او بهرني هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو اسلام اباد بیا څو ځله دا خبره رد کړې.
پاکستان ادعا لري چې افغان طالبانو د دوی ضد وسلهوالې ډلې «ټي ټي پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغوی سره ځانګړې خواخوږي هم لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر یا اکټوبر کې جوړه شي. د نوموړي په وینا، د طالبانو استازی به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.
هغه پرون (سېشنبه، چنګاښ ۱۰مه) د روسیې دولتي خبري اژانس، ټاس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د دې غونډې نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو په سپټمبر یا اکټوبر کې حتمي جوړېږي.»
کابلوف د کوم طالب چارواکي د نوم له اخیستلو پرته وویل: «د طالبانو یو استازی به هم د افغانستان په اړه د مسکو په فارمټ په غونډه کې ګډون وکړي.»
د هغه په وینا، روسیې د مسکو فارمټ د غونډې جوړېدو په تړاو یې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې اترې کړي دي.
د یادونې ده چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۴مه په مسکو کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.
د روسیې سترې محکمې د روان کال د اپرېل پر ۱۷مه، طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ نه و ایستل. تر هغې وروسته د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د روسیې سترې محکمې دا پرېکړه د دواړو خواوو د ګټو لپاره بشپړې همکارۍ ته لار هواروي. همدا راز تازه روسیې د سفیر په کچه د طالبانو یو استازی هم منلی دی.

له ایران نه د سلګونه زرو افغان کډوالو د اېستلو پر دوام، افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان وايي چې هېڅ شتمني، سرپناه او مشخصيې دندې نهلري. یو شمېر افغان نجونې افغانستان ته په تګ سره د خپلو زدهکړو محرومیت ته سختې اندېښمني دي.
۱۹ کلنه حجر شادماني چې په ایران کې زیږیدلې، له خپلې کورنۍ سره تر اېستلو وروسته د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته دننه شوې ده. هغې اسوشټېډپرېس سره په مرکه کې ویلي چې ایران هېڅکله ونه منل، خو افغانستان هم د دوی لپاره نا اشنا دی. نوموړې زیاته کړه: «موږ دلته هېڅ نه لرو او د طالبانو لهخوا د ښځو پر زدهکړې بندیز ته په پام، زه نه شم کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم».
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په جون میاشت کې تر۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي چې د روان کال له پیل راهیسې د راستنېدونکو ټولټال شمیر ۶۹۰ زره ته رسېږي. د دغه سازمان په وینا، شاوخوا ۷۰ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
ځینې کډوال وايي چې د پولیسو نیول او د استوګنې د اسنادو نشتوالی د دوی د ایستلو لاملونه دي. یادالله عليزاده د ورځ مزدورۍ پرمهال نیول شوی او بیا تر هغې وروسته له ایران نه جبري ایستل شوی دی. نوموړی له خپلې کورنۍ پرته راستون شوی او اوس د اسلام کلا پوله کې د هغوی په تمه دی.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، ډېری هغه کسان چې له ایران نه ایستل شوي ، لومړني اړتیاوې نهلري، وزګار دي او روغتیا یا ښوونیزو خدمتونو ته هم هېڅ لاسرسی نهلري. دا وضعیت کولای شي په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز ناورین لا پسې خراب کړي.
یوه بله ۱۹ کلنه نجلۍ بهاره رشیدي چې له خپلو اتو خویندو سره له ایران نه راستنه شوې، وايي چې پلار یې مړ دی او اوس دوی په افغانستان کې سرپناه، کار یا پیسې نهلري. هغې اسوشیټېډپرېس ته وویل: «پلار مو دی او بېسرپرسته یو. مو هېڅ نه لرو.»
د اسلام کلا د کډوالو د هرکلي په مرکز کې کورني او نړۍوال سازمانونه هڅه کوي چې له ایران نه شړل شویو کډوالو د خوړو او روغتیا په ګډون ځیني لومړنۍ چوپړتیاوې چمتو کړي.
د دې ټولو ناخوالو سربېره، یو شمېر افغان کډوالو نړۍوالو رسنیو ته ویلي چې په ایران کې د کور له وسایلو نیولې، تر پیسو، مال او جایدادونو پورې له لاسه ورکړي او په جبري ډول خپل هېواد ته شړل شوي دي. طالبان بیا وايي چې دوی په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع او پاتې شویو شتمنیو د راګرځولو لپاره هڅې کوي. د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په اسلام کلا کې د هرکلي مرکز نه د لیدنې پرمهال ویلي چې هېڅ افغان باید په ایران کې له خپلو حقونو نه بې برخې نه شي.
سږ کال له ایران او پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغانان افغانستان ته شړل شوي او که دغه ناورین دوام ومومي د طالبانو رژیم چې په نړۍواله کچه هېڅ رسمیت نه لري، له سخت وضعیت سره مخ کېدونکی دی.

چین د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ازبکستان په همکارۍ، د افغانستان له لارې د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د جوړېدو پر پلان لګیا دی چې د عمليکېدو په صورت کې به د اسیا سوداګریزې لارې بدلې کړي. کارپوهان وايي چې چین غواړي د افغانستان له لارې خپلې اقتصادي رېښې پراخې کړي.
ټېنک چینا وېبپاڼې په یوې مقاله کې ویلي چې د دې پروژې موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځمکني دهلیز جوړول دي او دا به د منځنۍ اسیا په وچه کې ایسار هېوادونه د عربي سمندرګي په اوږدو کې د پاکستان له لویو بندرونو لکه ګوادر او کراچۍ سره ونښلوي. د دې لارې په بشپړېدو سره به د چین او مرکزي اسیا نه سوېلي اسیا او اروپايي بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره نوې لارې برابرې شي.
د جوړې شوې طرحې پر بنسټ، دا رېل ګاډي به شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره اوږد وي او ترمز (ازبکستان) او همداراز د افغانستان مزار شریف او لوګر به د خېبر پښتونخوا له پېښور ښار سره ونښلوي. تمه کېږي چې دا پروژه به تر ۲۰۳۰ کال په کلني ډول تر ۱۵مېلیون ټنو توکي ولېږدوي، په داسې حال کې چې د ټرانسپورټ لګښتونه ۴۰ سلنه کموي او د توکو د لېږد وخت له ۳۵ ورځو نه یوازې ۵ ورځو ته راټیټوي.
که څه هم د دې پټلۍ اصلي ساختماني کار لا نه دی پیل شوی، خو ازبکستان، چین او نورو سیمهییزو شریکانو د تخنیکي مطالعاتو او همغږۍ لپاره ګامونه پورته کړي دي. په تاشکند کې د ټرانس-افغان د همغږۍ دفتر له ۲۰۲۳ کال راهیسې فعال دی او ازبکستاني چارواکو سږکال په پسرلي کې د تخنیکي خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړ. موخه دا ده چې د ۲۰۲۷ کال تر پایه دا لار جوړه او چارې یې بشپړې شي.
د راپورونو پر بنسټ، د رېل ګاډي دغه لاربه د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز (CPEC) سره هم ونښلول شي؛ دا یو ستر پروژه ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د چین او پاکستان تر منځ پیل شوې او په کې لوی سړکونه، بندرونه، د رېل ګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژې او صنعتي زېربناوې شاملې دي.
سره د دې چې دغه پروژه اقتصادي فرصتونه رامنځته کولای شي، لا هم له لویو ننګونو سره مخ ده. دغه لار له داسې سیمو تېرېږي چې له ناامنۍ، سیاسي بېثباتۍ اوترهګریزو ډلو له حضور سره مخامخ دي. احتمالي بریدونه، د بیمې لوړ لګښتونه، او تخنیکي ستونزې لکه د درېیو هیوادونو ترمنځ د پلونو د لینونو (ګیج) په اندازې کې توپیر هغه مسلې دي چې کولای شي د دې پلان پلي کول ستونزمن کړي.

ملګري ملتونه وايي، چې د تهران او تلابیب ترمنځ تر وروستۍ جګړې وروسته ایران ته باید د دغه سازمان د بشري او پراختیایي مرستو بودجه دوه چنده شي. تر دې جګړې وروسته ایران پر افغان کډوالو ځپونکي فشارونه راوستي دي.
په تهران کې د ملګرو ملتونو همغږيکوونکي سټیفن پریزنر ویلي، چې دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال بودجه پلانوي او داسې ښکاري چې د مرستې دوه چنده کولو ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه: «دا لا وختي ده، چې کره شمېر ووایو؛ خو موږ رېښتیا هم نورو مالي سرچینو ته اړتیا لرو.»
ایران دا مهال د شاوخوا ۳.۵ مېلیونه افغان کډوالو کوربهتوب کوي؛ خو د دغه هېواد حکومت د بېاسناد افغانانو د ډلهییز ایستلو بهیر چټک کړی دی. طالبان وايي چې هره ورځ تر زرو ډېر افغانان د اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنېږي.
ملګرو ملتونو او د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په وروستیو کلونو کې په ایران کې له کډوالو سره د په ځینو برخو کې مرستې کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې د بشري او پرمختیایي چارو لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه شاوخوا ۷۵ مېلیونه ډالر وه، چې له دې جملې نه ۵۰ مېلیونه ډالر کډوالو ته او ۲۵ مېلیونه ډالر پراختیایي پروګرامونو ته ځانګړي شوي وو.
په ایران کې د ملګرو ملتونو همغږيکوونکي هیلهمندې ښودلې، چې بشري مرستې باید له سیاسي موضوعاتو او بندیزونو څخه جلا وګڼل شي او نړۍواله ټولنه دې خپل ملاتړ پراخ کړي.
د ایراني چارواکو په وینا، د جون پر ۱۳مه پر ایران د اسراییل په هوايي بریدونو کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د دې بریدونو په ځواب کې ایران د اسراییل پر څو ښارونو توغندي او ډرونونه ورګوزار کړل چې اسراییلي اړخ د خپلو ۲۰ کسانو وژلکېدل منلي دي.
د یادونې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ اوربند د جون پر ۲۴مه د امریکا متحدهایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب رامنځته شو.
ملګرو ملتونو او د ایران حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د پنځه کلنې د همکارۍ پر یوه پروګرام هوکړهکړې وه. په دې پروګرام کې روغتیا، اقتصاد، چاپېریال، د بحران مدیریت او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، د جون پر۳۰مه په تهران کې د ملګرو ملتونو دفتر خپل عادي فعالیتونه بیا پیل کړل.
