ټرمپ د امریکا د مرکزي بانک له مشر څخه د سملاسي استعفا غوښتنه وکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د دغه هېواد د مرکزي بانک په مشر جیروم پاول نیوکه وکړه او له هغه یې وغوښتل، چې باید سملاسي استعفا ورکړي. ټرمپ ویلي، پاول د سود د کموالي په برخه کې ناوخته اقدام کړی.