د خوړو نړۍوال پروګرام: له هرو درېیو کورنیو دوه یې د ورځني خوړو برابرولو وس نه‌لري

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې لا هم وضعیت جدي دی او له هرو درېیو هغو کورنیو چې سرپرستي یې د ښځو تر غاړې ده؛ دوه یې د ورځني خوړو برابرولو وس نه‌لري.

دغه پروګرام پر اېکس پاڼه کاږلي، چې تېر کال یې په افغانستان کې له شاوخوا ۱۰ مېلیونه هغه افغانو مېرمنو او ماشومانو سره د ژوند ژغورونکو خوراکي توکو مرسته کړې ده چې د ناخوندي خوړو له امله سخت اغېزمن شوي وو.