شیکاګو کې د ډزو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

د امریکا په شیکاګو ښار کې د یوه شپني کلب بهر د وسلهوالو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴ نور ټپیان شوي دي. پولیس وايي، وسلهوالو کسانو د شیکاګو ښار په مرکز کې د یوه شپني کلب بهر د خلکو په ګڼه ګوڼه ډزې کړې دي.