• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵کال کافا جام سیالۍ؛ په دغه سیالیو کې د افغانستان لپاره د سیالو لوبډلو نوملړ اعلان شو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال کافا جام سیالیو کې د افغانستان لپاره د سیالو لوبډلو نوملړ اعلان شو. افغانستان د ۲۰۲۵کال کافا جام سیالیو کې په بي ګروپ کې له تاجکستان، مالیزیا او ایران لوبډلو سره لوبې لري.

دغه لوبې د راروانې (اګسټ میاشتې په ۲۹مه نېټه) د تاجکستان او ازبکستان هېوادونو په کوربه‌توب پیلېږي او (د سپټمبر میاشتې تر ۸مې نېټې) به دوام وکړي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پوتین ټرمپ ته: روسیه په اوکراین کې له خپلو اهدافو نه تېرېږي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې روسیه به په اوکراین کې د جګړې موخې تعقیب کړي او له هغو نه شاته کېږي.

د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو مشرانو د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ وضعیت په اړه خبرې کړي، او ټرمپ یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی دی.

پوتین ویلي چې روسیه د شخړې سیاسي حل غواړي، خو د شته وضعیت د اساسي لاملونو پر ضد به خپل دریځ نه پرېږدي.

دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې روسیې په تازه بریدونو کې د اوکراین زیربناوې بمبار کړيچې ملګي وګړو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، چې له پوتین سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

بلاول بوټو: طالبان د دوحې هوکړې په ماتولو د سيمې ثبات ګواښي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د طالبانو له لوري دوحې د هوکړې له ژمنو نه پرله‌پسې سرغړونې د سيمې بې‌ثباتۍ ته لاره پرانېزي. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې چې بايد د یاد تړون ژمنو ته وفاداره پاتې شي.

بوټو دا څرګندونې اسلام اباد کې «پاکستان؛ د ترهګرۍ پر وړاندې د یوې مورچې په توګه» تر سرلیک لاندې یوه سیمینار ته کړي دي. نوموړي زیاته کړې، ترهګري يوازې د يوې سيمې ستونزه نه ده، بلکې دا يو نړيوال ګواښ دی او پاکستان د دې ناورين پر ضد جګړه کې درانه انساني او اقتصادي تاوانونه ګاللي دي.

بلاول بوټو خبرداری ورکړی چې که طالبان خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې نه‌شي، نو دا به د سيمې د لا ډېرو ګډوډيو لامل شي. نوموړي د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وويل: «د دوحې هوکړې ته وفاداري کولای شي له راتلونکې بې‌ثباتۍ مخنیوی وکړي».

طالبانو د دوحې په هوکړه کې منلې وه چې د القاعدې، دعش او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو ته به افغان خاوره کې ځای نه ورکوي او نه به هم تر خپل حاکمیت لاندې خاوره د امریکا پر ضد کاروي. طالبانو که څه هم په وار وار ویلي چې افغان خاوره د هېڅ ګاونډي او بهرني هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو اسلام اباد بیا څو ځله دا خبره رد کړې.

پاکستان ادعا لري چې افغان طالبانو د دوی ضد وسله‌والې ډلې «ټي ټي پي» ته پناه ځایونه ورکړي او له هغوی سره ځانګړې خواخوږي هم لري.

روسیې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ اوومې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر یا اکټوبر کې جوړه شي. د نوموړي په وینا، د طالبانو استازی به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

هغه پرون (سې‌شنبه، چنګاښ ۱۰مه) د روسیې دولتي خبري اژانس، ټاس سره په مرکه کې زیاته کړه: «د دې غونډې نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو په سپټمبر یا اکټوبر کې حتمي جوړېږي.»

کابلوف د کوم طالب چارواکي د نوم له اخیستلو پرته وویل: «د طالبانو یو استازی به هم د افغانستان په اړه د مسکو په فارمټ په غونډه کې ګډون وکړي.»

د هغه په ​​وینا، روسیې د مسکو فارمټ د غونډې جوړېدو په تړاو یې د سیمې له هېوادونو سره هم خبرې‌ اترې کړي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۴مه په مسکو کې د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.
د روسیې سترې محکمې د روان کال د اپرېل پر ۱۷مه، طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ نه و ایستل. تر هغې وروسته د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د روسیې سترې محکمې دا پرېکړه د دواړو خواوو د ګټو لپاره بشپړې همکارۍ ته لار هواروي. همدا راز تازه روسیې د سفیر په کچه د طالبانو یو استازی هم منلی دی.

ایران نه د اېستل شویو افغانانو بې‌برخلیکه وضعیت؛ «نجونې د زده‌کړو محرومیت ته خپه دي»

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۴ GMT+۱

له ایران نه د سلګونه زرو افغان کډوالو د اېستلو پر دوام، افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان وايي چې هېڅ شتمني، سرپناه او مشخصيې دندې نه‌لري. یو شمېر افغان نجونې افغانستان ته په تګ سره د خپلو زده‌کړو محرومیت ته سختې اندېښمني دي.

۱۹ کلنه حجر شادماني چې په ایران کې زیږیدلې، له خپلې کورنۍ سره تر اېستلو وروسته د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته دننه شوې ده. هغې اسوشټېډپرېس سره په مرکه کې ویلي چې ایران هېڅکله ونه منل، خو افغانستان هم د دوی لپاره نا اشنا دی. نوموړې زیاته کړه: «موږ دلته هېڅ نه لرو او د طالبانو له‌خوا د ښځو پر زده‌کړې بندیز ته په پام، زه نه شم کولای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، یوازې په جون میاشت کې تر۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایران نه افغانستان ته ستانه شوي چې د روان کال له پیل راهیسې د راستنېدونکو ټولټال شمیر ۶۹۰ زره ته رسېږي. د دغه سازمان په وینا، شاوخوا ۷۰ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

ځینې ​​کډوال وايي چې د پولیسو نیول او د استوګنې د اسنادو نشتوالی د دوی د ایستلو لاملونه دي. یادالله علي‌زاده د ورځ مزدورۍ پرمهال نیول شوی او بیا تر هغې وروسته له ایران نه جبري ایستل شوی دی. نوموړی له خپلې کورنۍ پرته راستون شوی او اوس د اسلام‌ کلا پوله کې د هغوی په تمه دی.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، ډېری هغه کسان چې له ایران نه ایستل شوي ، لومړني اړتیاوې نه‌لري، وزګار دي او روغتیا یا ښوونیزو خدمتونو ته هم هېڅ لاسرسی نه‌لري. دا وضعیت کولای شي په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیز ناورین لا پسې خراب کړي.

یوه بله ۱۹ کلنه نجلۍ بهاره رشیدي چې له خپلو اتو خویندو سره له ایران نه راستنه شوې، وايي چې پلار یې مړ دی او اوس دوی په افغانستان کې سرپناه، کار یا پیسې نه‌لري. هغې اسوشیټېډپرېس ته وویل: «پلار مو دی او بې‌سرپرسته یو. مو هېڅ نه لرو.»

د اسلام کلا د کډوالو د هرکلي په مرکز کې کورني او نړۍوال سازمانونه هڅه کوي چې له ایران نه شړل شویو کډوالو د خوړو او روغتیا په ګډون ځیني لومړنۍ چوپړتیاوې چمتو کړي.

د دې ټولو ناخوالو سربېره، یو شمېر افغان کډوالو نړۍوالو رسنیو ته ویلي چې په ایران کې د کور له وسایلو نیولې، تر پیسو، مال او جایدادونو پورې له لاسه ورکړي او په جبري ډول خپل هېواد ته شړل شوي دي. طالبان بیا وايي چې دوی په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع او پاتې شویو شتمنیو د راګرځولو لپاره هڅې کوي. د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په اسلام کلا کې د هرکلي مرکز نه د لیدنې پرمهال ویلي چې هېڅ افغان باید په ایران کې له خپلو حقونو نه بې برخې نه شي.

سږ کال له ایران او پاکستان نه تر یو مېلیون ډېر افغانان افغانستان ته شړل شوي او که دغه ناورین دوام ومومي د طالبانو رژیم چې په نړۍواله کچه هېڅ رسمیت نه لري، له سخت وضعیت سره مخ کېدونکی دی.

ټرانس-افغان پټلۍ؛ چین غواړي د افغانستان له لارې د خپل اقتصاد رېښې وغځوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۱

چین د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان او ازبکستان په همکارۍ، د افغانستان له لارې د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د جوړېدو پر پلان لګیا دی چې د عملي‌کېدو په صورت کې به د اسیا سوداګریزې لارې بدلې کړي. کارپوهان وايي چې چین غواړي د افغانستان له لارې خپلې اقتصادي رېښې پراخې کړي.

ټېنک چینا وېب‌پاڼې په یوې مقاله کې ویلي چې د دې پروژې موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځمکني دهلیز جوړول دي او دا به د منځنۍ اسیا په وچه کې ایسار هېوادونه د عربي سمندرګي په اوږدو کې د پاکستان له لویو بندرونو لکه ګوادر او کراچۍ سره ونښلوي. د دې لارې په بشپړېدو سره به د چین او مرکزي اسیا نه سوېلي اسیا او اروپايي بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره نوې لارې برابرې شي.

د جوړې شوې طرحې پر بنسټ، دا رېل ګاډي به شاوخوا ۶۰۰ کیلومټره اوږد وي او ترمز (ازبکستان) او همداراز د افغانستان مزار شریف او لوګر به د خېبر پښتونخوا له پېښور ښار سره ونښلوي. تمه کېږي چې دا پروژه به تر ۲۰۳۰ کال په کلني ډول تر ۱۵مېلیون ټنو توکي ولېږدوي، په داسې حال کې چې د ټرانسپورټ لګښتونه ۴۰ سلنه کموي او د توکو د لېږد وخت له ۳۵ ورځو نه یوازې ۵ ورځو ته راټیټوي.

که څه هم د دې پټلۍ اصلي ساختماني کار لا نه دی پیل شوی، خو ازبکستان، چین او نورو سیمه‌ییزو شریکانو د تخنیکي مطالعاتو او همغږۍ لپاره ګامونه پورته کړي دي. په تاشکند کې د ټرانس-افغان د همغږۍ دفتر له ۲۰۲۳ کال راهیسې فعال دی او ازبکستاني چارواکو سږکال په پسرلي کې د تخنیکي خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړ. موخه دا ده چې د ۲۰۲۷ کال تر پایه دا لار جوړه او چارې یې بشپړې شي.

د راپورونو پر بنسټ، د رېل ګاډي دغه لاربه د چین او پاکستان له اقتصادي دهلېز (CPEC) سره هم ونښلول شي؛ دا یو ستر پروژه ده چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د چین او پاکستان تر منځ پیل شوې او په کې لوی سړکونه، بندرونه، د رېل ګاډي پټلۍ، د برېښنا پروژې او صنعتي زېربناوې شاملې دي.

سره د دې چې دغه پروژه اقتصادي فرصتونه رامنځته کولای شي، لا هم له لویو ننګونو سره مخ ده. دغه لار له داسې سیمو تېرېږي چې له ناامنۍ، سیاسي بې‌ثباتۍ اوترهګریزو ډلو له حضور سره مخامخ دي. احتمالي بریدونه، د بیمې لوړ لګښتونه، او تخنیکي ستونزې لکه د درېیو هیوادونو ترمنځ د پلونو د لینونو (ګیج) په اندازې کې توپیر هغه مسلې دي چې کولای شي د دې پلان پلي کول ستونزمن کړي.