ټرمپ: د ایران د اټومي ګواښ له منځه وړلو سره به نور هېوادونه هم ابراهیم تړون ته ورګډ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوس چې ایران د اټومي ګواښ له معادلې وتلی، تمه ده نور هېوادونه به هم د ابراهیم تړون سره یوځای شي. ټرمپ دغه څرګندونې د سعودي عربستان له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره د لیدنې وروسته کړي.