• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي خامنه‌یي په رسمي مراسمو کې له ۲۴ ورځني غیابت وروسته راښکاره شو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د ایران مشر علي خامنه‌یي د عاشورا په مناسبت مراسمو کې د خپل دفتر په حسینیه کې حاضر شو او له عامه ځایونو څخه تر اوږدې مودې غیابت وروسته بېرته راڅرګند شو.

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په شپه (د چنګاښ ۱۴مه) په دغو مراسمو کې د خامنه‌یي د ګډون انځورونه خپاره کړل.
د هغه وروستۍ علني څرګندېدنه د غبرګولي په ۲۱مه وه، یعنې دوه ورځې له هغې مخکې چې اسراییل بریدونه پیل کړي، چې هغه مهال یې د ایران د اسلامي شورا له استازو سره ولیدل.
له هغه وروسته، خامنه‌یي په هېڅ یوه عمومي مراسمو کې نه‌دی لیدل شوی، یوازې یې درې ویدیويي پیغامونه د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې په اړه له خپل پټ ځایه خپاره کړي دي.
د خامنه‌یي دا غیابت چې مخکې یې په ځلونو ویلي وو د جګړې په ورځ به د جګړې جامې اغوندي، له تبلیغاتي او سیاسي اړخه یې درنې پایلې لرلې.
په همدې ورځ بیا موساد د اېکس له لارې اعلان وکړ، چې د خامنه‌یي د مړینې شایعات ناسم دي او هغه ژوندی دی.
په دې پیغام کې راغلي: «موږ په ډاګه د خامنه‌يي د مړینې شایعات ردوو. یو ځل بیا ټینګار کوو چې هغه ژوندی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خامنه‌یي اړوند وېب پاڼې هم لیکلي: «د حسیني عاشورا له شپې سره هم مهاله، د امام خمیني په حسینه کې د عزادارۍ مراسم د اسلامي انقلاب د رهبر حضرت ایت الله خامنه يي او د یو شمېر نورو کسانو سره ترسره شول.»

په یادې وېب پاڼه کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې مراسمو کې "حجت الاسلام مسعود عالي" د امام حسین پاڅون ته په نغوتې سره وویل: «د ایران ملت د عاشورا لارښوونو پر بنسټ، هېڅکله به هم باطلې جبهې ته تسلیم نشي؛ ځکه د "هیهات مناالذله" شعار یې خپل سر مشق ټاکلی دی.»

له دې وروسته علي خامنه‌یي یوه حکومتي مداح ته په خطاب کې وویل: «که ستړی کېږې نه؛ د ایران ترانه ووایه.ـ»

د "ای ایران" په نوم یوه حماسي ترانه د اسراییل او ایران تر منځ له جګړې وروسته د ایران په مذهبي کړیو کې ډېره دود شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ټکساس کې ناڅاپي سیلاب لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه کړي دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د ټکساس ایالت په ګوادلوپ سیند کې د سختو بارانونو له امله ناڅاپي سیلاب راغلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي او لسګونه نور لا درکه دي. چارواکي وایي، په ورکو کسانو کې له ۲۳ تر ۲۵ هغه نجونې هم شاملې دي چې د اوړي‌کمپ ګډونوالې وې.

د ژغورنې عملیات روان دي او د ټکساس والي ژمنه کړې چې د ټولو ممکنه سرچینو څخه به کار واخیستل شي.

ولسمشر ټرمپ هم ویلي، له متضررینو به پوره پاملرنه وشي.

چارواکي زیاتوي چې سیلاب د لمر له راختو وړاندې راغلی او دومره ناڅاپي و، چې د تخلیې د امر ورکولو لپاره وخت نه و.

ګڼ نفوسه ښار؛ ښايي کابل په راتلونکو پنځو کلونو کې د اوبو له شدید کمښت سره مخ شي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۹ GMT+۱

الجزیره وايي چې ښايي شپږ مېلیونه نفوس لرونکی کابل ښار په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول بې اوبو شي. د راپور له‌مخې، که د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل د ځمکې لاندې د اوبو سرچینې به تر ۲۰۳۰ پورې په بشپړه توګه وچې شي.

یادې نړۍوالې خبري شبکې د کارپوهانو په حواله خبرداری ورکړی چې د کابل د ژورو څاګانو نږدې نیمایي برخه چې د خلکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، دمګړۍ وچې شوې دي. د اوبو د کمښت ترڅنګ، ککړتیا هم یوه جدي ستونزه یادېږي چې تر ۸۰ سلنې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله موادو، ارسنیک او مالګې له امله د څښلو نه دي.

کارپوهان وايي چې دا ناورین د جګړې، کمزوری مدیریت، اقلیمي بدلون او د نفوس چټکې ودې له امله رامنځته شوی دی.د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو مېلیون کم و چې دمګرۍ شاوخوا شپږو مېلیونو ته رسېدلی دی. دې سره جوخت، د بارانونو کمښت، د واورې ژر ویلې کېدل او پرله‌پسې وچکالۍ هم دا وضعیت ناوړه کړی دی.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون پخوانی استاد عاصم مایار له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې که بېړني اقدامات ونه شي، ښايي د کابل د وچېدو خطر رښتیا دی. هغه زیاته کړه: «دا یو داسې ناورین دی چې اوسنی حکومت [طالبان]یې په یوازې ځان نه شي اداره کولای.»

د موندنو پر بنسټ، په کابل کې تر۵۰۰ډېرد څښاک او معدني اوبو شرکتونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې کاروي. یوازې د الکوزي شرکت هره ورځ ۲.۵ ملیون لیټره اوبه راباسي. همداراز، په کابل کې د ترکارۍ د کرکیلې لپاره سلګونه شنې خونې فعالیت کوي چې هر کال په مېلیاردونو لیټره اوبه لګوي، په داسې حال کې چې زرګونه څاګانې په ناقانونه ډول او له څارنې پرته کېندل شوي دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اوبو ناورین به د بې‌وزلو خلکو ژوند تر ټولو ډېر زیانمن کړي. په داسې حال کې چې شتمن خلک د ژورو څاګانو د کېندلو وس لري او بې‌وزله خلک، په ځانګړي توګه ماشومان هره ورځ ساعتونه- ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه وي.

په کابل کې د چاپېریال ساتنې یوه بنسټ مشر عبدالهادي اڅکزي الجزیره ته وویل: «هره شپه زه ډېر ماشومان وینم چې له کوچنیو لوښو سره د اوبو په لټه کې دي. د زده‌کړې پر ځای، دوی خپل وخت په اوبو پسې سرګردانه تېروي.»

د اوبو ځینې لویې پروژې چې کولای یې شول د اوبو د دغه ناورین یوه برخه کنټرول کړي، اوس ودرول شوې دي. له لوګر نه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د جرمني تمویل شوې پروژهچې دوه پر درېیمه برخه یې بشپړه شوې وه، د تېر جمهوري نظام ترپرځېدو وروسته په ټپه درېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې مرسي کورپس بنسټ راپور ورکړی و چې په کابل کې د اوبو زېرمې په تېرو ۱۰ کلونو کې د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ۳۰ مترو پورې راکمې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د ښار د څښاک اوبو ګڼې څاه ګانې وچې شوې او د اوبو د را اېستلو کچه د طبیعي پرتله ۴۴ مېلیونه مکعب متره ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی وایي، ایراني رسنۍ افغانانو ته «سپکه او ناانساني ژبه» کاروي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنېټ خبرداری ورکړی چې «ایراني رسنۍ تبعیضي مطالب خپروي، افغان کډوال او اقلیتونه د «خیانت کوونکو» په توګه انځوروي او د هغوی پر وړاندې سپکه او ناانساني ژبه کاروي.»

نوموړي شنبه (چنګاښ ۱۴مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکي نیول شوي دي.د هغه په ​​وینا، ایراني چارواکي دا کسان پر «جاسوسۍ» تورنوي.

بېنېټ پر ایراني چارواکو غږ کړی چې د افغان کډوالو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي او له خپل سري نیولو، ناوړه چلند او تبعیضي اقداماتو نه ډډه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او اسراییل ترمنځ تر شدیدې جګړې وروسته تهران د افغان کډوالو جبري اېستلو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي چې هره ورځ له دوغارون پولې نه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال باسي. د نوموړي په وینا، تر دمه له دې پولې نه تر «۵۰۰ زرو» ډېر افغان کډوال اېستل شوي دي.

حماس له اسراییل سره د «اوربند» په تړاو خبرو ته چمتووالی ښودلی

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د فلسطین حماس ډلې اعلان کړی چې دوی چمتو دي څو په غزه کې له اسراییل سره د اوربند په تړاو سملاسي خبرې پیل کړي. د دې ډلې په وینا، د خبرو اصلي هدف د جګړې پای ته رسول او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره لازم ترتیبات برابرول دي.

که څه هم د نظر اختلافونه او بې‌باوري شته، خو یو شمېر چارواکو او منځګړیو دا پرمختګ یو «مثبت ګام» بللی دی.

حماس ویلي چې د امریکا، قطر او مصر تر منځګړیتوب لاندې د اوربند وړاندیز ته یې «مثبت» ځواب ورکړی او چمتو دي چې په «سملاسي او جدي ډول» د دې هوکړې د تطبیق پر پر څرنګوالي خبرې پیل کړي.

واینټ وېب‌پانې حماس ډلې ته د یوې نږدې سرچینې له قوله لیکلي چې دې ډلې هم مهاله د یو شمېر کوچنیو بدلونونو غوښتنه هم کړې ده. له دې غوښتنو یوه دا ده چې د غزې بشري بنسټ (GHF) باید له دې هوکړې لیرې شي. دا بنسټ د اسراییل او امریکا له لوري ملاتړ کېده، خو حماس ادعا کوي چې د دوی پر نفوذ یې منفي اغېز کړی.

حماس همداراز غوښتنه کړې چې د اسراییل پوځ دې هغو مورچلو ته شاتګ وکړي چې په پخواني اوربند کې پرې موافقه شوې وه. دغه راز، دوی له امریکا، قطر او مصر څخه درې اړخیز ضمانتونه غواړي، څو د ۶۰ ورځني اوربند وروسته، جګړه بېرته بیا پیل نه شي.

د اسلامي جهاد ډلې مشروط ملاتړ

د فلسطین جهاد اسلامي ډلې هم له اوربند سره خپل ملاتړ څرګند کړی، خو په یوه اعلامیه کې یې ټینګار کړی چې دوی د اضافي ضمانتونو غوښتنه کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل به له یرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو وروسته، یو ځل بیا بریدونه ونه کړي.

په تل‌ابیب کې تاوتریخجنه سیاسي غونډه

په اسراییل کې بیا پر سیاسي کچه، د جګړې د راتلونکي پر سر جدي اختلافات روان دي. د اسراییل چېنل ۱۲ ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي‌وزیر بنیامین نتانیاهو او د پوځ لوی درستیز ایال زمیر د غزې تړانګې لپاره د راتلونکو پوځي پلانونو پر سر له لوړپوړو امنیتي قومندانانو او وزیرانو سره په یوې تاوتریخجنه غونډه کې شخړه کړې ده.

په دې غونډه کې نتانیاهو د دې طرحې د چمتو کولو امر کړی چې پراخ شمېر خلک د غزې جنوب ته انتقال شي. خو زمیر خبرداری ورکړی چې دا کار به د «حالات له کنټروله وباسي» او د ولسي پاڅون سبب به شي. نتانیاهو بیا ټینګار کړی: «زه نه غواړم نظامي اداره هلته ولرو، خو چمتو نه یم چې حماس پاتې شي».

سپاه پاسداران وایي، ایران کې د انټرنېټ کمزوري کېدل د «سایبري جګړې» پایله ده

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د ایران سپاه‌پاسداران اړوند فارس خبري اژانس وايي چې د انټرنېټ ورووالی او په دغه هېواد کې ځینو خدمتونو ته د لاس‌رسي ګډوډي د «لویې سایبري جګړې» پایله ده.

یاد رسنۍ لیکلي، کله چې د انټرنېټ سرعت ورو وي یا ځینې خدمتونه نه وړاندې کېږي، نو لامل یې ښايي د پردې تر شا تنظیم شوي بریدونه وي چې د ایران مخابراتي زیربناوې په نښه کوي.

فارس خبرداری ورکړی چې دا سایبري بریدونه یوه پټه جګړه ده چې «هره ورځ لا شدیده کېږي» او دغه هېواد په سایبري فضا کې له پراخو ګواښونو سره مخ دی.

د ایران رسمي حکومتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.