مجاهد د روسیې لهخوا د طالبانو رسمیت پېژندنه «زړور ګام او پر ځای پرېکړه» بللې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې لهخوا د دوی د ادارې د رسمیت پېژندنې پرېکړه ستایلې او هیله یې څرګنده کړې چې دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نورې هم پیاوړې کړي.